وروستي:

له خپلې مېرمن سره د يو ځاى کېدو آداب – څلورمه برخه

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

له خپلې مېرمن سره د يو ځای کېدو آداب

اسلام خپلو پيروانو ته د ژوند په هره برخه کې ځانګړې لارښوونې لري چې ځينې يې داسې دي چې يو مسلمان ته يې کول اړين دي او په نه کولو يې ګناه کاره کيږي خو ځينې بيا داسې دي چې کول يې واجب او لازم نه دي خو په کولو کې يې يوشمېر ګټې تر لاسه کېدلای شي . الله جل جلاله د ښځې په اړه وايي چې دا ستاسوکښتونه دي : نساؤكم حرث لكم فاتوا حرثكم أنى شئتم ( سورة البقرة 223 )

ژباړه :ستاسې ښځې ستاسې لپاره کروندې ( دنسل کرلوځای )دي نو هر ډول چې غواړئ د خپل کښت دکرلو ځای ته ورشئ ( هر څنګه چې غواړئ د خپلې ښځې سره جنسي عمل سرته ورسوئ )

معنا داچې د مياشتنۍ ناروغۍ ،د بچي له پيدايښت وروسته ناروغۍ، پرته هر وخت هر څرنګه چې وغواړئ د خپلو ښځو سره د مخې په برخه کې نېږدېوالی وکړئ ځکه په يادو شويوورځو او ځانګړي ځای څخه پرته د خپلې ښځې سره نېږدېوالی حرام او ناروا دی لکه په حديث کې راځي :

۳۳- قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :ملعون من اتى إمرأته في دبرها ( رواه ابوداؤد)

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : لعنت دی پر هغه چا چې د خپلې سره دشا په برخه کې دا کار کوي .

همدا رنګه د ځانګړې میاشتنۍ ناروغۍ په اړه په کې راځي :

۳۴- عن أنس بن مالك : أن اليهود كانت إذا حاضت منهم إمرأة أخرجوها من البيت ولم يؤاكلوها ولم يشاربوها ,ولم يجامعوها في البيت فسئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن ذلك فأنزل الله عزوجل ( ويسئلونك عن المحيض قل هو أذى فاعتزلوا النساء في الميحض (البقرة222)إلى اخرالاية ,فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم جامعوهن في البيوت واصنعوا كل شيئ غير النكاح فقالت اليهود : ما يريد هذا الرجل أن يدع شيئا من أمرنا إلا خالفنا فيه  فجاء أسيد بن حضير وعباد بن بشر إلى رسول الله فقالا: يارسول الله إن اليهود تقول كذا وكذا أفلا ننكحهن في المحيض ؟ فتمعر وجه رسول الله صلى الله عليه وسلم حتى ظننا أن قد وجد عليهما,فخرجا فاستقبلتهما هدية من لبن إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فبعث في اثارهما فظننا أنه لم يجد عليهما ( رواه ابوداؤد) [1]

ژباړه : له انس بن مالک رضي الله عنه څخه رور ايت دی چې د يهودانو ښځو ته به  کله ( حيض ) مياشتنۍ ناروغۍ ورغله نو هغوی به له کورونو څخه واېستلې ، خوراک او څښاک به يې نه ورسره  کوی او نه به په کور کې ورسره پرېوتل کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم لدې مسلې وپوښتل شو نو الله جل جلاله ايت را نازل کړ ( او هغوی له تاڅخه د مياشتنۍ ناروغۍ په اړه  پوښتنې کوي  ووايه دا د پليتۍ حالت دی نو دښځو څخه پدغه ناروغۍ لرې اوسئ ) بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د خپلو ښځو سره په کورونو کې يو ځای و اوسئ او د کوروالي پرته نور هر څه ور سره کوئ  يهودانو وويل : دا سړی څه اراده لري په هرشي کې زموږ مخالفت کوي اسيد بن حضير او عباد بن بشر نومي دوه صحابه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل : يهودان داسې او داسې خبرې کوي نو آيا موږ دخپلو ښځو سره په مياشتنۍ ناروغۍ کې کور والی ونه کړو ؟ د رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخ رنګ  واوښت او موږ دا ګومان وکړ چې په هغوی دواړو غوسه شو هغوی ووتل نو بيا د شېدو د هغې ډالۍ سره مخ شول کومه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغوی دواړو پسې يو څوک ولېږی ( هغوی يې راوستل او هغه شېدې يې پرې وڅښې تر څو ډېر خپه نه شي ) نو موږ هم پوه شوو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغوی ( ډېر ) نه دی په غوسه شوی  .

لدې حديث څخه دا خبر څرګنده شوه چې د خپلې ښځې سره په مياشتنۍ ناروغۍ کې کوروالي څخه پرته هر څه کول روادي اوله هغوی څخه بايد کرکه ونه شي بلکې په يو حديث کې عائشه رضي الله عنها وايي : چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې يو ځلې ما په يو لوښي کې اوبه وڅښې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم د لوښي له همغه ځای څخه اوبه وڅښې له کوم ځای څخه چې ما وڅښې . همدا رنګه په يو حديث کې راځي :

۳۵- عن ميمونة بنت الحارث : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذا أراد أن يباشر امرأة من نسائه وهي حائض أمرها أن تتزر ثم يباشرها [2]

ژباړه : د حارث له لور ميمونې رضي الله عنها څخه روايت دی : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله د خپلې کومې مېرمنې سره د هغې په مياشتنۍ ناروغۍ کې نېږدېوالی کوی نو هغې ته به يې وويل چې ( پرځانګړي ځای ) يو پرتوګ شی وغواندي بيا به يې نېږدېوالی ورسره کوی . معنا داچې يوازې کوروالی به يې نه کوی نور هر څه به يې ورسره کول .

اسلام د هر څه سر بېره د کوروالي په اړه هم ځانګړې لارښوونې کړې دي لکه د کوروالي په وخت د يو بل شرمګاه ته کتل دا که څه هم روا دي خو ادب او غوره دا دی چې ونه کتل شي لکه عائشه رضي الله عنها وايي : ( ما رأيت منه ولا رأني مني ) ما درسو ل الله صلى الله عليه وسلم شرمګاه نه ده ليدلې او رسول الله صلى الله عليه وسلم زما شرمګاه نه ده ليدلې .دا د شرم او حياء له امله که نه ليدل يې ناروا نه دي لکه په يوبل حديث کې ديو مخ لوڅوالي څخه د ډډې کولو حکم راغلی :

۳۶- عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إياكم والتعري , فإن معكم من لايفارقكم إلا عند الغائط, وحين يفضي الرجل إلى أهله , فاستحيوهم وأكرموهم (رواه الترمذي) [3]

له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : له يو مخ لوڅوالي څخه ډډه وکړئ ځکه ستاسوسره  هغه څوک ( پرښتې ) دي  چې له تاسو څخه نه جلا کيږي خويوازې د انساني اړتيا په وخت او يا چې کله سړی د خپلې ښځې سره کوروالی کوي جلاکيږي نو له هغو څخه حيا وکړئ او درنښت يې وکړئ . لدې حديث څخه هم دا خبر ښکاره شوه چې له دغه دوو ځانګړيو وختونو پرته نورو وختونو کې بايد د لوڅ او بربنډېدو څخه ځان وساتي

 د کوروالي په وخت دعاء

کله چې يو مسلمان د خپلې مېرمنې سره دخپلې طبعي او انساني غوښتنې په موخه کوروالی کوي که چېرې په دغه وخت کې اسلامي لارښوونو ته پاملرنه وشي نو له يوې خوا به يې خپله فطري غوښتنه تر سره کړې وي او له بلې خوا به يې يو لوی ثواب هم ګټلی وي په حديث کې راځي :

۳۷- عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :لو أن أحدكم ,إذا اتى أهله ,قال : بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا ,فإن قضى الله بينهما ولدا لم يضره الشيطان . [4]

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې تاسو خپلو ښځو سره د کوروالي په وخت ( بسم الله اللهم جنبناالشیطان وجنب الشیطان مارزقتنا ) دعاء ووايئ : نو که چېرې لدغه کوروالي څخه الله جل جلاله  هغوی ته  بچی ورکړ هغه بچي ته به شیطان زيان ونه شي رسولای .

مسئله :

دا دعاء د کوروالي څخه لږ وړاندې بايد وويل شي خو که په لومړي سر کې در څخه هېره شي نو د کوروالي په وخت کې يې بايد پټه په زړه کې ووايئ .

د خاوند او مېرمنې تر منځ راز

د خاوند او مېرمنې تر منځ په ګډژوند کې يو شمېر داسې څه منځته راځي چې هغوی دواړه يې له يو بل څخه نه شي پټولی او له يو بل څخه يې هيڅ چاره نه وي نو د يو بل راز ساتل دا د هغوی يوه اسلامي او اخلاقي دنده جوړيږي ځکه په حديث کې مجلسونو ته هسې هم امانت ويل شوي دي او که يو خاوند د خپلې ښځې د شپې حال د نورو په وړاندې بيانوي نو هغه کس ته په حديث کې تر ټولوبد ويل شوی :

۳۸- عن أبي سعيد الخدري قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن من أشر الناس عند الله منزلة يوم القيامة , يفضي إلى امرأته ,وتفضي إليه ثم ينشرسرها .[5]

ژباړه : له ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د قيامت په ورځ به تر ټولو بدکس هغه وي چې د خپلې ښځې سره کوروالی کوي او بيا يې راز خپروي .

په نفلي روژه کې د خاوند اجازه

۳۹- عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه قال : لايحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ولاتأذن في بيته إلابإذنه ( رواه البخاري ) [6]

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : که د يوې ښځې خاوند په کور وي د نوموړې ښځې لپاره د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه نيول روا نه دي او نه هم د خاوند له اجازې پرته کورته څوک پرېښودی شي .

 سره لدې چې نفلي عبادت دومره اجر او ثواب لري خونوموړې ښځه يې د خپل خاوند له اجازې پرته نه شي کولای دا ځکه چې کېدلای شي دورځې لخوا د مېرمن روژه نيول د خاوند لپاره د تکليف لامل وګرځي خو د خاوند لپاره هم پرته له کومې اړتيا څخه خپله مېرمن له روژو نيولو څخه منع کول نه دي پکار بلکې اجازت دې ورکړي تر څو هغه بېچاره لدې ثواب پاتې نه شي خو که بيا هم خاوند اجازه ور نه کړي نو روژه دې نه نيسي ځکه د خاوند خبر منل تر نفلي روژې غوره ده ځکه الله جل جلاله د خاوند حق او خبرې منلوته تر ټولو نفلي عباداتولوړه درجه ورکړې ده ښځه چې روژه نيسي د دې لپاره چې ثواب تر لاسه کړي نو په داسې حال کې چې خاوند يې د نفلي روژې نيولواجازه نه ورکوي د خاوند د خبرې منل تر نفلي روژه زيات ثواب لري .

همدارنګه د روژو په قضاء راوړلو کې هم بايد مېرمن د خپل خاوند خيال وساتي لکه څنګه چې عائشه رضي الله عنها وايي :

۴۰- عن عائشه قالت : ماكنت أقضي ما يكون عليَ من رمضان إلا في شعبان حتى توفَي رسول الله صلى الله عليه وسلم ( رواه الترمذي ) [7]

ژباړه :له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : مابه د رمضان مياشتې دروژو قضاء د شعبان په مياشت کې را ګرځوله آن تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو  .

ددې حديث معنا داده چې عائشه رضي الله عنها وايي : د مياشتنۍ ناروغۍ له امله به چې کومې د رمضان روژې زما نه قضاء کېدې ما به تر هغه وخته قضاء نه راګرځوله چې تر څو د شعبان مياشت نه وای راغلې دا ځکه  چې زما د روژو له امله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته کوم ډول تکليف ونه رسي خو دشعبان په مياشت کې به رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل عادت سره سم روژې نيول پيل کړې نو مابه هم روژې نيولې لکه څنګه چې په يوبل حديث کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژو په اړه راځي :

۴۱- عن أم سلمة قالت : مارأيت النبي صلى الله عليه وسلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان ( رواه الترمذي ) [8]

ژباړه : له ام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دی وايي :  دشعبان او رمضان مياشتو څخه پرته ما رسول الله صلى الله عليه وسلم دوې مياشتې پرله پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی . معنا دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان مياشت کې دومره ډېرې روژې نيولې آن تردې چې داسې به ښکارېدی چې ټوله مياشت  روژه دی سره لدې چې ټوله مياشت به يې روژه نه نيوله لکه څنګه چې له نورو حديثونو څخه معلوميږي .



[1] / سنن ابی دادود رقم حدیث ۲۵۸.

[2] / سنن ابی داود رقم حدیث ۲۱۶۹.

[3] / الترمذی رقم حدیث ۲۸۰۰.

[4] / الترمذی رقم حدیث ۱۰۹۲.

[5] / صحیح مسلم رقم حدیث ۳۶۱۵.

[6] / صحیح البخاری رقم حدیث ۵۱۹۵.

[7] / سنن الترمذی رقم حدیث ۷۸۳.

[8] / الترمذی رقم حدیث ۷۳۶.

2 څرګندونې on له خپلې مېرمن سره د يو ځاى کېدو آداب – څلورمه برخه

  1. Najeeb Ullah Khalil // سپتمبر 17, 2013 at 2:46 pm // ځواب

    السلام علیکم!
    پس د سلام ډیره ډیره مننه مولوی صیب دی ستاسو ددی ښکلي او په زړه پوری لیکنه څخه. الله دي وکړي چي په آینده هم دډول اسلامي او شرعي لیکني مونږه بعلمه خلقو سره شریکي کړي واسلام

  2. قاری صیب ډیر په زړه پوری مو ضوع ته مو اشاره کړی خدای دی نور هم توفیق درکی چی په داسی لیکنو مو بر خمن کړی
    مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*