وروستي:

نکاح – درېيمه برخه

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

د خاوند او مېرمنې حقوق

کله چې ديو نارينه او ښځينه نکاح وشي او يونوی او  ګډ ژوند پيل کړي نو د دغه ګډژوند ښه او خوشحاله تېرولو لپاره شريعت په يوبل باندې يو لړ حقوق لازم کړي دي چې ځينې به موږ درته بيان کړو په حديث کې راځي :

۲۴- قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا إن لكم على نسائكم حقا ولنسائكم عليكم حقا ,فأما حقكم على نسائكم فلا يوطئن فرشكم من تكرهون ولا يأذنَ في بيوتكم لمن تكرهون ,ألا وحقهن عليكم أن تحسنوا إليهن في كسوتهن وطعامهن  [1]

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : خبر اوسئ تاسو په خپلو ښځو حق لرئ او ستاسې ښځې پرتاسو حق لري ، کوم حق چې ستاسو پرخپلو ښځو دی هغه دا چې ستاسې ښځې ستاسو بسترو او کورونو ته پردي  يا هغه څوک پرې نه ږدي چې تاسو يې نه غواړئ ، او دښځو پرتاسو دا حق دی چې هغوی ته په ښه توګه جامې او خوراک ورکړئ .

 همدا رنګه ښځه بايد د خپل خاوند شرعي او روا غوښتنې ومني او په روا چارو کې يې له اړتيا پرته له حکم څخه سر غړونه ونه کړي ځکه خاوند پر خپله مېرمن ډېر حق لري لکه دې ټکي چې په یوحديث کې داسې اشاره شوې ده :

۲۵- عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم قال : لوكنت امرا أحدا أن يسجد لأحد لأمرت المرأة أن تسجد لزوجها [2]

ژباړه : ابو هريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : که چېرې ما يو چاته د بل چا لپاره د سجدې کولو حکم کولی نو مېرمنې ته به حکم کړی وی چې خپل خاوند ته سجده وکړي .

خو سجده له الله جل جلاله پرته بل هيچا ته نه ده روا که چېرې روا وی نو مېرمنو ته به حکم شوی وی چې خپلو مېړونو ته يې سجدې کړې وی ځکه چې خاوند پر مېرمن ډېر حق لري او مېرمن بايد د خپل خاوند حقوقو ته پاملرنه وکړي او کله چې هم خاوند له خپلې مېرمنې څخه روا غوښتنه وکړي نو له اړتيا پرته بايد د هغه غوښتنه پرځمکه ونه غورځوي ځکه دا دالله جل جلاله د ناخوښۍ لامل جوړيږي لکه په حديث کې راځي :

۲۶- عن ابي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : والذي نفسي بيده !ما من رجل يدعو امرأته إلى فراشها فتأبى عليه إلا كان الذي في السماء ساخطا عليها حتى يرضى عنها [3]

ژباړه :له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چې پر هغه ذات مې دې لوړه وي د چا په واک کې چې زما ځان دی ! هر سړی چې خپله ښځه خپلې بسترې را وغواړي او ښځه يې را نه شي نو الله جل جلاله تر وخته نوموړې ښځې ته په قهر او غوسه وي ترڅو د ښځې خاوند له هغې څخه نه وي خوشحاله شوی .

لدې حديث نه په ډاګه څرګنده شوه چې ښځه بايد له اړتيا پرته د خپل خاوند له طبعي او انساني غوښتنې څخه سرغړونه ونه کړ ي او هيڅ ډول تکليف ورنه کړي ځکه  مسلمان ته تکليف رسول هسې هم لويه ګناه ده خو د ښځې او خاوند يوبل ته تکليف رسول  لا نور هم بد او ناروا دي او که کومه مېرمن بې ځايه خپل خاوند ازاروي نو د جنت ښځې نوموړې ښځې ته ښېراوې کوي لکه په حديث کې راځي :

۲۷- عن معاذ بن جبل عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : لاتؤذي امرأة زوجها في الدنيا ,إلا قالت زوجته من الحور العين : لاتؤذيه قاتلك الله , فإنما هو عندك دخيل يوشك أن يفارقك إلينا [4]

ژباړه : معاذ بن جبل  رضي الله عنه روايت کوي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چې کله هم په دنيا کې يوه مېرمن خپل خاوند ته تکليف رسوي نو د جنت له ښځو  (حورعين )څخه د  نوموړي کس مېرمن  وايي مه يې آزاره وه الله دې تباه کړه دا ستا سره د يو څه وخت مېلمه دی زر ده چې ستا څخه به زموږ لوري ته راشي .

مېرمن په خاوند باندې يو شمېر حقوق لري چې په هغو کې دخپل وس اوتوان سره سم جامې ، ډوډۍ ، د اوسېدو ځای او ښه چلند کول دي الله جل جلاله نارينه و ته حکم کوي ( وعاشروهن بالمعروف ) د خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوئ او رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي :

۲۸- (خياركم خياركم لنسائهم وأنا خياركم لنسائي رواه الترمذي )

ژباړه : غوره ستاسو هغه دی چې د خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوي او له تاسو څخه زه د خپلو مېرمنو سره غوره چلند کوم .

اوپه يو بل حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښځو  سره دښه چلند په هکله وايي:(استوصوا بالنساء خيرا).

ژباړه : د ښځو سره د ښېګړې نصېحت ومنئ . معنا دا چې د هغوی سره ښه چلند کوئ هغوی ته د ژوند د يو شريک په سترګه بايد وګورئ د مېرمنو وهل او بېځايه وېرول او په سخته لهجه ورسره خبرې کول دا کوم انساني خوی نه دی هغوی هم په سينو کې زړونه لري ،همداسې مينې ته اړتيا لري نو څومره چې شونې وي په مينه او محبت ورسره خبرې وکړئ او  د کور په کارونو کې مرسته ورسره وکړئ ځکه په کور کې چې هغوی بېچاره کوم کارونه کوي دا دهغوی کوم شرعي مسوليت او دنده نه ده او نه نارينه په هغوی باندې دا حق لري چې هغوی دې نارينه و  ته خواړه تيار کړي او کور دې جارو کړي کالي دې ومينځي بلکې که چېرې د خپل ستر لارښوود ويناوې وګورو نو وبه وينو چې زموږ ستر پیغمبر محمد صلى الله عليه وسلم دا هر څه په خپله کول .

د ښځينه و د ښکلا ځينې ځانګړتياوې

دا خبر هر چاته څرګنده ده چې  د نارينه او ښځينه و ښکلا او ښايست له يو بل څخه توپير لري دا ضروري نه ده چې کوم شی د نارينه و د ښکلا او ښايست لامل وي همغه شی دې د ښځينه و لپاره هم د ښکلا او ښايست لامل وګرځي بلکې ډېر داسې شيان دې چې په ښځينه و کې ښه صفت وي خو په نارينه و کې همغه شی عيب وي او دا له قران او حديث څخه ثابت دي لکه قرآنکريم بې خبري او غفلت د ښځې يو صفت ښودلی چې دا په نارينه وکې عيب دی لکه الله جل جلاله وايي : إن الذين يرمون المحصنت الغافلات المؤمنات لعنوا في الدنيا والاخرة ولهم عذاب عظيم (سورة النور 23)

ژباړه :بېشکه کوم کسان چې پرپاک لمنو ناخبرومومنو ښځوباندې تورونه تپي پر هغوی په دنيا او آخرت کې لعنت کړای شوی او د هغوی لپاره لوی عذاب دی .

نو که وګورو دلته په دې آيت کې غفلت او ناخبري د ښځې لپاره د يو ښه صفت په توګه راوړل شوی  خو همدغه بې خبري او غفلت د نارينه و لپاره عيب دی.

همدارنګه په حديث کې د ښځې يو صفت ګوږوالی بيان شوی او دا ګوږوالی په ښځه کې ښايست او ښکلاده خو د نارينه ولپاره بيا عيب ګڼل کيږي .

۲۹- عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن المرأة خلقت من ضلع ,لن تستقيم لك على طريقة,فإن استمتعت بها استمتعت بها وبها عوج وإن ذهبت تقيمها كسرتها, وكسرها طلاقها ( رواه مسلم ) [5]

ژباړه : له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د ښځې پيدايښت له پوښتۍ څخه شوی هيڅکله به ستا په خوښه نېغه نه شي که چېرې له هغې څخه ګټه اخلې نو د ګوږوالي سره به ګټه ځنې واخلې خو که دې دهغې د نېغوالي کوښښ وکړ ماته به يې کړې (خو نېغه به يې نه کړې) او ماتوالی يې طلاق ور اچول دي .

په دې حديث کې د ښځې د کوږوالي بيان راغی ځينې علماء وايي : چې الله جل جلاله لومړنۍ ښځه حواعليها السلام د آدم عليه السلام له پوښتۍ څخه پيداکړه نو ځکه کږه ده او ځينې علماء بيا وايي : چې دا رسول الله صلى الله عليه وسلم دښځې ورته والی له پوښتۍ سره ښودلی دی چې لکه څنګه پوښتۍ کږه ده او په کوږوالي کې يې ښايست ،روغتيا او حکمت دی که څوک يې د نېغوالي هڅه وکړي نو ماته به يې کړي خو نېغه به يې نه کړي او بيا به پوښتۍ په خپل حال پاتې نه شي همدا رنګه که دې دښځې په اړه د بشپړه نېغوالي کوښښ وکړ نو نېغه به يې نه شې کړئ خو په پايله کې به اړ شې چې طلاق ورواچوې چې دا د هغې ماتوالی ګڼل کيږي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولو زيات د انسان له نفسياتو نه خبر و دا لارښوونه موږته کړې چې ښځه بايد د ځان په ډول نه کړو او هغه څه چې په ځان کې يې وينې په ښځه کې يې د پيدا کولو هڅه ونه کړو که نه بيا به د لوی زيان سره مخ شو بلکې هڅه وکړو چې د هغې ځينې ښو خويونو ته وګورو ځکه په هر انسان کې ښه او بد دواړه شته لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وايي :

۳۰- لايفرك مؤمن مؤمنة إن كره منها خلقا رضي منها اخر ( رواه مسلم ) [6]

ژباړه : هيڅ نارينه مومن دې له مومنې ښځې څخه هر اړخيزه کرکه نه کوي ځکه که د يوخوي نه يې بد راشي نو بل خوی به يې خوښ شي .

معنا دا چې ودې ګوري که يوداسې خوی يې په ښځه کې تر سترګو شي چې کرکه او بد يې ځنې کيږي نو ښه خوی ته يې دې هم پام وکړي اود هغې قدر ،احترام او درنښت دې وکړي .

همدارنګه الله جل جلاله هم خپلو بندګانو ته  دا حکم کوي چې د ښځو ښو خويونو ته وګوري اوهڅه وکړي  چې ښه صفات پکې ولټوي  ځکه د ا دالله جل جلاله د غوره مخلوق انسان يوه برخه ده نو خا مخا به موښه صفات او خويونه  تر سترګو شي دا ډېره لرې خبر ده چې د الله جل جلاله دومره سپېڅلی او دروند مخلوق دې له هر ډول ښو څخه خالي وي الله وايي : وعاشروهن بالمعروف فإن كرهتموهن فعسى أن تكرهوا شيئا ويجعل الله فيه خيرا كثيرا ( سورة النساء 19)

ژباړه : خپلوښځو سره ښه چلند کوئ که دا ښځې ستاسې خوښې نه وي نو ښايي چې تاسې به يو شی نه خوښوئ او الله جل جلاله به په هغه کې ډېر خير او ښېګڼه اچولې وي .

د خپلې ښځې خيال ساتل

رسول الله صلى الله عليه وسلم سره له دومره اوچت شان اولوړې مرتبې د خپلو ښځو سره د ښه چلند او ښېګڼې چې کومه بېلګه نړۍ ته وړاندې کړې د دنيا هيڅ پاچا او لارښود د هغه غوندې نه شي کېدلای او خپل امت ته يې يو درس ورکړی چې د ژوند له شريک سره بايد څنګه چلند وشي راځئ د مومنانو له مور عائشې رضي الله عنها څخه يې واورو :

۳۱- وعن عائشه قالت : والله لقد رأيت النبي صلى الله عليه وسلم ,يقوم على باب حجرتي والحبشة يلعبون بالحراب في المسجد, ورسول الله صلى الله عليه وسلم يسترني بردائه لأنظر إلى لعبهم بين أذنه وعاتقه , ثم يقوم من أجلي حتى أكون أنا التي انصرف ( متفق علیه ) [7]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : په الله قسم ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ليدی چې زما د خونې په دروازه کې به ولاړ و او حبشيانو به د جومات سره جنګي تمرينونه کول رسول الله صلى الله عليه وسلم به په خپل چادر زه پټه کړم او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د غوږ او غاړې تر منځ به مې د هغوی لوبو ته کتل او رسول الله صلى الله عليه وسلم به زما لپاره تر هغه وخته ولاړ و چې څو به زه نه وم تللې . معنا دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلومېرمنو دومره خيال ساتلو .

رسول الله به د خپلو مېرمنو د خوشحالۍ په موخه کله نا کله ښې او په زړه پورې ټوکې او لوبې کولې چې په دې اړه هم په يو حديث کې راځي :

۳۲- عن عائشة رضي الله عنها أنها كانت مع رسول الله صلى الله عليه وسلم في سفر .قالت فسابقته فسبقته على رجليَ ,فلما حملت اللحم ,سابقته فسبقني ,قال : هذه بتلك السبقة . (رواه ابوداؤد)

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په يوه غزا کې وه وايي : چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مې په ځغاسته کې سيالي وکړه زه ترې وړاندې شوم خو کله چې مې بدن خوښه واخيسته بيا مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ځغاستې سيالي وکړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم راڅخه مخکې شو وې ويل دا د هغې سيالۍ بدله شوه .

دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې مېرمنې سره د ښه چلند يوه بېلګه وه چې د هغې د خوشحالۍ په موخه به يې کله د ځغاستې سيالي ورسره کوله او کله به يې نورې ښې او په زړه پورې ريښتونې ټوکې ور سره کولې .



[1] / سنن الترمذی رقم حدیث ۱۱۶۳.

[2] /سنن الترمذی رقم حدیث ۱۱۵۹.

[3] / صحیح مسلم رقم حدیث ۳۶۱۳.

[4] / سنن الترمذی رقم حدیث ۱۱۷۴.

[5] / صحیح مسلم رقم حدیث ۳۷۱۹.

[6] /صحیح مسلم رقم حدیث ۳۷۲۱.

[7] / صحیح مسلم رقم حدیث ۲۱۰۱.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*