وروستي:

نکاح – دويمه برخه

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

ښځه د دنيا تر ټولو غوره توښه

۹- عن عبد الله بن عمرو قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :الدنيا كلها متاع وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة[1]

ژباړه : له عبدالله بن عمررضي الله عنه روايت دی  وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل دنيا ټوله توښه ده او د دنيا تر ټولو غوره توښه نېکه ښځه ده .

او نکاح يې د ديني کړنو او عبادت يوه برخه بللې ده او د ښکاره کولو حکم يې کړی ځکه خو يې  د نکاح تړلو ځايونه جوماتونه ښودلي که څه هم په نورو ځايونو کې نکاح تړل کومه ګناه يا ناروا کار نه دی خو غوره دا ده چې په جوماتونو کې وتړل شي ترڅو د خلکو په وړاندې وي او د عبادت لوري ته پکې پاملرنه وشي چې نکاح له يوې خوا که دانسان له فطري اړتياو څخه ده له بل پلوه دا يو عبادت  هم دی .

 د نکاح اعلان او د ګواهانو شتون

۱۰- عن عائشة قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : أعلنوا هذا النكاح ,واجعلوه في المساجد ,واضربوا عليه بالدفوف[2]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها  څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : دنکاح اعلان وکړئ او په جوماتونو کې يې وتړئ او دريې پرې ووهئ .

د نکاح له اعلان څخه موخه داده چې پټه بايد نکاح ونه تړل شي ځکه پټه نکاح په اسلام کې نارواده  او که چېرې پرته له ګواهانو څخه په پټه  نکاح وشي نو له سره نکاح نه کيږي  . خو کله چې په جوماتونو کې نکاح تړل کيږي نو يو ټکي ته بايد پاملرنه وشي هغه دا چې په جوماتونو کې له شور او غوغا څخه ډډه وشي ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې څخه د ځان ساتلو حکم کړی او ويلي دي ( وايَاكم وهيشات الأسواق ) ژباړه : په جوماتونوکې د بازارونو غوندې له شور او غوغا څخه ځانونه وساتئ .

او همدارنګه د سرپرست او ګواهانو په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښوونه کړې ده او ويلي يې دي.

۱۱- عن عائشة قالت :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : لانكاح إلا بولي وشاهدى عدل , وماكان من نكاح على غير ذلك فهو باطل فإن تشاجروا فالسلطان ولي من لا ولي له (أخرجه ابن حبان في صحيحه )[3]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  له ولي ( دنکاح له واک لرونکي ) او دووعادلو شاهدانوپرته نکاح نه کيږي او که چا پرته له نومړيو شيانو څخه نکاح وکړه نکاح يې نه کيږي او که چېرې د ولي په سر شخړه راغله نو پاچا د هر هغه چا ولي دی ‎څوک چې ولي ونه لري . او همدا رنګه پرته له شاهدانو څخه نکاح کوونکې ته يې بد کاره ويلې دي او په حديث کې راغلي دي :

۱۲- عن ابن عباس , ان النبي صلى الله عليه وسلم قال : البغايا اللاتي ينكحن أنفسهن بغير بينة[4]

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنها روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وفرمايل : زنا کوونکې هغه ښځې دي چې پرته له شاهدانو څخه خپل ځانونه په نکاح ورکوي .

مسئله :

زموږ د احنافو په مذهب کې که که يوه بالغه ښځه خپله نکاح په خپله د دووګواهانو په وړاندې وکړي   نکاح يې کيږي خو که بالغه نه وي او خپله نکاح په خپله وکړي نوبيا نکاح نه صحيح کيږي او د دليل په توګه د قرآنکريم هغه آيتونه او هغه حديثونه راوړي کوم چې په دې اړه راغلي دي.

مسئله :

 د شاهدانو په اړه هم زموږ  احناف وايي چې په شاهدانو کې عدالت شرط نه دی که فاسقان وي هم په نکاح کې شاهدان جوړېدلی شي ځکه په نورو حديثونو کې د عدالت پرته يوازې  شاهدان راغلي دي لکه له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ( لا نكاح إلا بولي وشاهدين ) رواه الطبراني ژباړه : پرته له ولي او دووشاهدانو څخه نکاح نه کيږي ؛ خو يوازې دومره خبره ده چې احناف په شاهدانو کې عدالت  غوره او ښه ګڼي .

اسلام لکه څنګه چې په نکاح کې نارينه ته لارښوونه کړې ده چې څه ډول ښځه د ځان لپاره غوره کړي او کومو ټکوته د ښځې په ټاکلوکې پاملرنه وکړي همدارنګه يې ښځې ته هم د خوښې او له هغې سره دخپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولوبشپړه حق ورکړی او د کور مشرانو او د نکاح واکدارانو ته يې له خپلې خور او لور سره د سلا مشورې حکم کړی .

په نکاح کې د ښځې اجازه

۱۳- عن ابي هريرة ان النبي صلى الله عليه وسلم  قال:لا تنكح الثيب حتى تستأمر ولا البكر إلابإذنها قالوا يارسول الله صلى الله عليه وسلم ما إذنها ؟ قال أن تسكت [5]

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله وفرمايل : کونډه ښځه تر هغه  په نکاح نه ورکول کيږي چې څو مشوره نه وي ورسره شوې او پېغله هم تر هغه  په نکاح نه ورکول کيږي  تر څو د هغې  اجازه نه وي صحابه و پوښتنه وکړه چې پېغله به څنګه اجازه ورکوي ( ځکه هغه خو دشرم او حيا له کبله څه نه شي ويلی ) رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې چوپ شي معنا دا چې د پېغلې سره چې کله د هغې د نکاح په اړه خبرې وکړئ که چېرې هغه چوپ پاتې شوه يا بل داسې کړه وړه يې وکړل چې له هغو څخه د دې خوښه څرګندې ده کومه خبره يې ونه کړه نو پوه شئ چې هغه پردې نکاح خوښه ده نو بيا يې ورکولای شئ .

 د نکاح په اړه د مسلمان ورور خيال ساتل

 د نکاح په اړه بايدټولو اسلامي لارښوونو ته بشپړه پام وشي تر څو د اسلام او شريعت خلاف کار تر سره نه شي  او ديومسلمان ورورپه  نکاح کې  بې ځايه خنډونه منځته را نه وړل شي او نه هغه ته  کوم ډول دوکه ورکړل شي ځکه دا ټول کړه وړه په اسلام کې ناروا اوحرام دي او نه هم د هغه نکاح د پيغام سر بېره چاته د نکاح پيغام ورکړل شي د بېلګې په توګه که يو ځای ته د خېښۍ او دوستۍ په موخه ځئ لومړی وګورئ چې هلته خو بل کوم ستا مسلمان ورور د خېښۍ او دوستۍ هڅه نه ده کړې او هغه خو به په دې اړه خبرې نه وي ورسره پيل کړې که چېرې داسې و نو پرېږدئ چې لومړی د هغوی پوره معلومات وشي چې  څه کيږي او خنډونه مه ورته جوړوئ ځکه اسلام  داسې کارونه نه خوښوي او خپلو پيروانوته له داسې کړو  څخه د ځان ساتنې لارښوونه کوي لکه په يو حديث کې راځي :

۱۴- عن ابن عمر قال: قال : رسول الله صلى الله عليه وسلم لايخطب احدكم على خطبة أخيه ولا يبيع على بيع أخيه إلا بإذنه[6]

ژباړه : له ابن عمررضي الله عنه  څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : يو مسلمان بايدهغه ځای ته د نکاح  پيغام ونه ليږي چېرې چې د هغه بل مسلمان ورور د نکاح پيغام لېږلی  وي او نه هغه څه واخلي کوم شی چې د هغه بل مسلمان ورورپه بيه اچولی وي تر څو د هغه اجازه نه وي شوې . معنا دا چې که يو مسلمان ورور مو چېرې د نکاح پيغام لېږلی وي نو تاسو دا هڅه مه کوئ چې د هغه له خولې يې ووهئ او په خپله د نکاح پيغام  ورولېږئ بلکې صبر وکړئ تر څو د هغه حال معلوم شي يا هغه په خپله اجازه در کړي چې ته هم د ځان په اړه د نکاح پيغام ورکړه او همدا ډول د اخيستلو په وخت بايد تر هغه د چا په سودا کې کار  ونه لرو تر څو د هغه حال نه وي معلوم شوی او يا هغه اجازه نه وي راکړې .

 له نکاح نه مخکې د ښځې يو ځل کتل

که چېرې شونې وي او دناروا پولوته ونه رسيږي نو يو ځل دهغې ښځې کتل کومې ته  چې تاسو دنکاح پيغام ور وړئ روا دي؛ خو په دې کې بايد له ټولوهغو کړو وړو څخه ډډه وشي کوم چې نن سبا خلک کوي چې انجلۍ او هلک يو ځای ته په چکر وزي او يوه بله خوا ګرځي  او په تنهايی کې شپې او ورځې تېره وي بلکې يوازې دومره کتل چې ديو بل په اړه سرسرکي معلومات ورته وشي چې مخ او قد يې ورته معلوم شي خو نن سبا د فتنو وخت دی او په ځانګړي ډول د پښتنو په ټولنه کې څوک دا نه خوښوي چې يو نارينه دې دهغوی ښځينه وګوري نو غوره داده چې دا کار د ښځينه و له لارې وشي هغوی دې ولاړې شي او نوموړې انجلۍ دې  وګوري او بيا دې د هغې ټول ښه او بد دهلک په وړاندې  بيان کړي ځکه په حديث کې چې کوم د کتلو حکم راغلی هغه کوم لازمي امر نه دی بلکې يوازې استحبابي امر دی  لکه څنګه چې د حدیث له تورو څخه معلوميږي .

۱۵- عن المغيرة بن شعبة ,أنه خطب امرأة ,فقال النبي e انظر إليها ,فإنه أحرى أن يؤدم بينكما[7]

ژباړه : له مغيره بن شعبه رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه يوې ښځې ته د نکاح پيغام ولېږی رسول الله صلى الله عليه وسلم  وويل : ورته وګوره ځکه دا ډېره مناسبه ده چې ستاسو دواړو تر منځ مينه زياته کړي . او همدا رنګه په يو بل حديث کې راغلي

۱۶- ( إذا خطب أحدكم المرأة فإن استطاع أن ينظر إلى ما يدعوه إلى نكاحها فليفعل ) [8]

ژباړه : کله چې تاسو کومې ښځې ته د کوم ځانګړي شي له کبله کوم چې تاسويې نکاح ته هڅولي يی د نکاح پيغام لېږئ که شونې وي له نکاح نه مخکې يې وګورئ . معنا دا چې کتل يې غوره کار دی خو اړين او ضروروي نه دي .

 د ښې ښځې ځينې ځانګړتياوې

دا يوه طبعي خبره ده چې کله انسان له کورڅخه د باندې د کوم ناسم کار ، يا خپلې موخې ته د نه رسېدو او ياهم د يوچا له لوري  د ناوړې خبرې په آورېدو خپه شي نو چې په کور کې يې  د ژوند شريک نېک خويه  ، د خپلې طبعې او حکم منونکی وي نو کور ته په راتلو سره يې سم د باندې ټول غمونه ختم يا سپک شي خو الله مه کړه که د يوچا مېرمن چې د هغه د ژوند شريک دی بدخويه ،جنجالي او له حکم څخه يې سر غړوونکې وي نو د باندې به هم غمجن ، خپه او مصيبت اخته وي او په کور کې به هم ديو لړ ستونزو سره مخ وي نو د ژوند د شريک په غوره کولو کې بايد له هر څه نه ديندارۍ ته ډېره پاملرنه وشي او هڅه وشي چې داسې ښځه د ځان لپاره غوره کړل شي چې د دنيا له پلوه ستانه کمه او ديندارۍ له پلوه له تاڅخه زياته وي چې ژوند دې تل خوشحاله او سوکاله تېر شي لکه په حديث کې راځي :

۱۷- عن أبي أمامة عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه يقول : ما استفاد المؤمن بعد تقوى الله خيرا له من زوجة صالحة , إن أمرها أطاعته ,وإن نظر إليها سرَته , وإن أقسم عليها أبرَته ,وإن غاب عنها نصحته في نفسها ومالها [9]

ژباړه : ابوامامه رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل : مومن د الله جل جلاله څخه له وېرې وروسته له بل هيڅ شي نه دومره زياته ګټه نه ده تر لاسه کړې لکه د يوې نېکې ښځې څخه ،چې کله حکم ورته کوي خبر يې مني ،چې ورته ګوري زړه يې خوشحاله کيږي ، که په يو شي لوړ وکړي نو مېرمن يې دلوړې په سرته رسولو کې مرسته ورسره کوي او که له کور څخه د باندې وي نو مېرمن يې د ځان او مال ساتنه کوي .

 او د داډول ښځو په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي :

 ۱۸- ( حبب إليَ من دنياكم النساء والطيب وجعلت قرة عيني في الصلاة )[10]

ژباړه : ستاسو له دنيا څخه ماته درې شيان ډېر خوښ دي ښځې ،عطر او دسترګو يخوالی مې په لمانځه کې دی . رسول الله صلى الله عليه وسلم دلته وويل چې ستاسو له دنيا څخه دا ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د دنيا حقيقت په بشپړه ډول ورمعلوم و او د هغې په هکله يې يو بل ځای ويلي دي :

۱۹- ( مالي وللدنيا وأنا والدنيا إلا كراكب استظل تحت شجرة ثم راح وتركها ) [11]

ژباړه : زما او د دنيا يې سره څه زه خو د هغه سپرلۍ سوار غوندې يم چې د يوې ونې تر سيورې لاندې کښېني او بيا ولاړ شي او  ونه پرېږدي .لنډه دا چې د ښو او غوره اخلاقو ښځه ډېره مهمه ده .

او که بد اخلاقه او بې دينه ښځه وي نو بيا انسان دخپل کور، مال ، اولاد او نور هيڅ شي په اړه ډاډه نه وي او د داسې ډول ښځې څخه به رسول الله صلى الله عليه وسلم تل پناه غوښتله او ويل به يې :

۲۰- ( اللهم إني أعوذبك عن امرأة تشيبني قبل المشيب وأعوذبك من ولد يكون عليَ وبالا )

ژباړه : ای الله زه له تا څخه د داسې ښځې نه پناه غواړم چې  له زوړوالي څخه مې مخکې زړه وي او له  داسې اولاد څخه چې  پر ما پېټی وي .

 د نکاح پر وخت  ځينې ناوړه دودونه

په نکاح کې يو لړ داسې ناوړه دودونه دي چې ديوې خوا د اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي اوله  بلې خوا يې د نکاح کول سخت ستونزمن کړي دي او يوشمېر ځوانان يې دګډ ژوند له نعمت څخه محرومه کړي دي لکه د کوزدې وروسته ناستيې کول ، پوښونه وړل ،د عيد کالي وړل او تر ټولولويه خبر دا چې نوروزي هم په ځينو سيمو کې وړل کيږي چې دا له يوې خوا دمجوسيانو د عيد لمانځل دي او له بلې خوا يو لړ بې ځايه لګښتونه کيږي چې  ډېری شمېر واده کوونکي يې توان نه لري او يو مهم عبادت يې د سختو ستونزو سره مخ کړی سره له دې چې اسلامي شريعت نکاح ډېره آسانه کړې ده او آسانه کولو ته يې خپل پيروان هڅولي :

۲۱- عن عائشة قالت : قال النبي صلى الله عليه وسلم : إن أعظم النكاح بركة أيسره مؤونة [12]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بېشکه تر ټولوزياته د برکت نکاح هغه ده چې دستونزواو لګښت له پلوه کمه وي .له دې حديث  څخه  څرګنده شوه  چې نکاح څومره ساده  او کم لګښته وي دومره به د خير او برکت نه ډکه وي  عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مشهورصحابي او د لسو هغو صحابه وله ډلې څخه دی کومو ته چې  رسول الله صلى الله عليه وسلم په دنيا کې د جنت زېری ورکړی  نوموړی يوځلې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مجلس ته راغی په جامو يې يو ه زېړه نښه وه رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا زېړه نښه د څه شي ده عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ورته وويل : ما نکاح وکړه او دا د عطرو کارولونښه ده رسول الله صلى الله عليه وسلم دعا ورته وکړه ( بارك الله لك وعليك أولم ولوبشاة ) الله دې په تا سوکې برکت واچوي مېلمستيا وکړه که څه هم په يوه پسه  وي .همدا رنګه يو ځلې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل  يوډېر ګران صحابي جابر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې واده دې کړئ هغه ورته وويل: ما خو فلانۍ غزا ته له تلو مخکې واده کړی رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: د پېغلې سره دې نکاح کړې که د کونډې سره ؟ نوموړي صحابي ورته وويل : له کونډې سره بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل ولې د پېغلې سره نکاح نه کوله ؟ جابر رضي الله عنه ورته وويل : زما پلار  وفات شو او وړې وړې خويندې  ماته راپاتې شوې نو کونډه مې ځکه وکړه چې تر څو د خپلې تجربې پر بنسټ زما دځويندو ښه پالنه وکړلای شي  بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم دعا ورته وکړه لدې  ټولوڅخه دا خبره څرګنديږي چې د محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې نکاح څومره آسانه اوساده وه او صحابه کرامو هم  په همدې ساده او آسانه ډول نکاح کوله آن تردې چې خپل ستر لارښوود محمد صلى الله عليه وسلم به يې هم لا ډېر کله نه و راغوښتی .

اسلام دا نه وايي : چې د نکاح او خېښۍ په وخت خپل مشران او خپلوان مه را غواړئ يا دا ناروا کار دی بلکې د خپل وس او توان سره سم خپل خپلوان هم را وغواړئ او د شريعت په چوکاټ کې خوشحالۍ هم وکړئ خو دناروا کړنو او بې ځايه او له توان نه زيات لګښتونه مه کوئ چې دا بيا په ټوله ټولنه کې يو رواج وګرځي او ډېر ناچاره او بېوزله مسلمانان يې وس نه لري وګورئ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله د فاطمې رضي الله عنها واده و ابوبکر عمر او څو نور صحابه وو رضي الله عنهم را وغوښتل او نکاح وتړل شوه .

يوه خبره بله چې ديادولو وړ ده هغه دا چې ځينې خلک خپلوخيښيو او دوستيو ته يوازې شتمن خلک را غواړي هغه يې که خپلوان وي اوکه نه  بېوزله او مسکينان يې که هر څومره  خپلوان وي هغوی بېچاره ګانو ته بلنه نه ورکوي او ځينې په خپلو شتمنيو او يو څو عصري توروسمبال خو آن تر دې چې د هغوی بېوزلو په شتون  هم  شرميږي  او داسې مېلمستياو ته په حديث کې بدې مېلمستيا وې ويل شوې دي .

  ۲۲- أن أباهريرة كان  يقول بئس الطعام طعام الوليمة يدعى إليه الأغنياء ويترك المساكين ,فمن لم يأت الدعوة فقد عصى الله ورسوله . [13]

ژباړه : ابوهريره رضي الله عنه به ويل :  بده ډوډۍ د وليمې (  واده ) ډوډۍ ده شتمن ورته را غوښتل کيږي او بېوزله ،مسکينان نه را غوښتل کيږي او څوک چې بلنې ته ورنه شي نو د الله او دهغه د رسول  له حکم نه يې سرغړونه وکړه .

يو ناوړه دود چې زموږ په ټولنه کې دی هغه دا چې د دوواخترونو تر منځ واده نه کوي او دا دخير او برکت نه خالي ګڼي دا هم په شريعت کې هيڅ بنسټ نه لري نه معلوم چې له کومه ځايه زموږ د مسلمانانو وروڼو او خويندو په ذهنو کې دا خبره راغلې ده شريعت خو دا په کلکه ردوي او د دې په اړه د مسلمانانو مور عائشه رضي الله عنها داسې وايي :

۲۳- عن عائشة قالت : تزوجني رسول الله صلى الله عليه وسلم في شوال , وبني بي في شوال وكانت عائشة تستحب أن يبنى بنسائها في شوال [14]

ژباړه : عائشه رضي الله عنها وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم زماسره د شوال په مياشت کې ( چې د دوو اخترونو تر منځ يوه مياشت ده ) کوزده وکړه او د شوال په مياشت کې يې واده را سره وکړ او عائشې رضي الله عنها دا ډېره خوښوله چې د شوال په کې  د ښځو واده وشي .



[1] /مسند احمد رقم حدیث ۶۷۵۶.

[2] /الترمذی رقم ۱۰۸۹.

[3] /الموطا لامام محمد .

[4] /الترمذی رقم حدیث ۱۱۰۳.

[5] /النسائي رقم رقم حدیث ۳۲۶۵.

[6] /سنن ابی داود رقم حدیث ۲۰۸۳.

[7] /الترمذی رقم حدیث ۱۰۸۷.

[8] / سنن ابی داود رقم حدیث ۲۰۸۴.

[9] /ابن ماجه رقم حدیث ۱۸۵۷.

[10] /السنن الکبری للبیهقی .

[11] / مسنداحمد رقم حدیث ۴۲۰۸.

[12] / مسند احمد رقم حدیث ۲۴۵۲۹.

[13] / سنن ابی داود رقم حدیث ۳۷۴۴.

[14] / صحیح مسلم رقم حدیث ۳۵۴۸.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*