وروستي:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم نصیحتونه – درېیمه برخه

اتم نصيحت

عايشه رضي الله عنها وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (ای عايشې! مسکين له څه ورکړې پرته مه لېږه، که د خورما يوه ټوټه هم وي ور يې کړه)، بیا يې وويل: (ای عايشې! له مسکينانو سره مينه کوه، او ځان ته يې نږدې کوه؛ نو د قيامت په ورځ به الله جل جلاله تا ځان ته نږدې کړي.)(1)

نهم نصيحت

ابوهريرة رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل که د کوم بې لاري کس نعمت (شتمني، ټيټ او پاس) څه دي وليدل؛ نو غوښتنه (رشک) يې مه کوه، ځکه چې له مرگه وروسته د دغو بې لارو لپاره يو وژونکی يعنې دوزخ شته،او د دوزخ  د عذاب په وړاندې د دنيا نعمتونه هيڅ دي.(2)

لسم نصيحت

ابوذر غفاري رضي الله عنه وايي ما ته زما ملگري (رسول الله صلی الله عليه وسلم) د اوو خبرو امر کړئ:

1)      له مسکينانو سره مينه کوه او له هغوی سره نږدې اوسېږه.

2)     په دنياوي ژوند کې هغه چاته گوره چې له تا ټيټ وي، هغه چاته مه گوره چې په (شتمنۍ او ژوند) کې له تا پورته دي.

3)    له خپلوانو سره خپلوي کوه او اړيکې ورسره مه پرې کوه، که څه هم هغوی مخ درنه اړوي.

4)    رښتيا وايه، که څه هم تريخ تمامېږي.

5)    د الله جل جلاله د حکم پر وړاندې بد ويونکي ته له بد ويلو مه ډارېږه.

6)      (لا حول ولا قوة الا بالله) زيات وايه؛ ځکه چې دغه کلمې له عرش لاندې خزانې څخه دي.

يوولسم نصيحت

معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم زه د يمن والي وټاکلم او راته يې وويل: (له خوندونو او مزو ځان ساته؛ ځکه چې د الله جل جلاله بنده گان خوند اخيستونکي او مزو والا نه وي.)(3)

دولسم نصيحت

معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي کله چې زه يمن ته روانېدم، او د اس په رکاب کې مې پښه کېښوده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم راته دغه اخري وصيت وکړ: (ای معاذه! له خلگو سره ښه اخلاق کوه.)(4)

ديارلسم نصيحت

ابن عباس رضي الله عنهما وايي يوه ورځ زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم شاته روان وم ، نصيحت يې وکړ چې: ( ای هلکه! د الله جل جلاله د حق ساتنه کوه، الله جل جلاله به ستا ساتنه کوي، د الله جل جلاله ياد کوه؛ نو الله جل جلاله به په خپل مخ کې مومې،کله چې دې غوښتنه کوله؛ له الله جل جلاله يې کوه، کله چې دې مرسته غوښته؛ له الله جل جلاله يې غواړه، او په دې پوه شه که ټول انسانان را ټول شي، او وغواړي چې گټه در ورسوي؛ نو له هغې به ډېره نه وي چې الله جل جلاله درته ليکلې ده، او که ټول انسانان راټول شي چې زيان در ورسوي؛ نو له هغې به ډېر نه وي چې الله جل جلاله درته ليکلی وي، بيا يې وويل: ( د تقدير پرېکړې ليکل شوي، قلم پورته شوی او صحيفې وچې شوې دي.) (5)

 

څلورلسم نصيحت

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: بې شکه روح القدس (جبرائيل عليه السلام) زما په زړه کې دا خبره واچوله، يقيناً هيڅوک تر هغه نه مري؛ څو خپل رزق (تر هغه بريده چې ورته ليکل شوی وي) پوره نه کړي، او بیا یې وويل: خبردار! له الله جل جلاله ووېرېږئ، د روزئ په گټلو کې سمه لاره غوره کړئ، او د روزۍ وروستوالی تاسې دې ته تيار نه کړي چې له الله جل جلاله په سرغړونه (رشوت، سود او دغه ډول نورو ناروا کارونو په کولو سره خپلې خېټې ډکې کړئ)، هغه چې (ستاسو لپاره) له الله جل جلاله سره دي په امر منلو لاس ته راوړل کېږي. (6)

 

پنځلسم نصيحت

ابوهريرة رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ( په دنياوي شيانو کې هغو ته گورئ چې له تاسو ښکته دي، هغو ته مه گورئ چې له تاسو لوړ دي، په دې ډول د الله جل جلاله د هغو نعمتونو سپکاوئ نه کېږي چې تاسو ته يې درکړي دي). (7)

له پورتني حديث نه دا څرگندېږي چې يو مسلمان بايد په خپل ژوند کې يوازي له ځانه لوړ  او بډايو کسانو ته ونه گوري، بايد له ځانه ښکته او کمزورو خلگو ته هم وگوري؛ که څوک يوازې بډايو ته گوري الله جل جلاله مه کړه چې په سوچ کې يې دا وگرځيږي چې الله جل جلاله مالونه او شتمنۍ يوازې بډايو خلگو ته ورکړي دي، په دې خبره د الله جل جلاله د هغو نعمتونو  سپکاوی کېږي چې الله جل جلاله يو مسلمان ته ورکړي دي؛ نو موږ بايد په خپل ژوند کې هغو خلگو ته هم وگورو چې له موږ او تاسو کمزوري دي.


(1)  مشکاة المصابيح(۴۴۷ مخ) عن احمد والبيهقي في شعب الايمان.

(2)  مشکاة المصابيح(۴۴۷ مخ) عن شرح السنة.

(3)  مشکاة المصابيح(۴۴۹ مخ) عن احمد.

(4)  مشکاة المصابيح(۴۳۲ مخ) عن مالک.

(5)  مشکاة المصابيح(۴۵۳ مخ) عن احمد و الترمذي.

(6)  مشکاة المصابيح(۴۵۲ مخ) عن شرح السنة والبیهقي في شعب الأيمان.

(7)  مشکاة المصابيح(۴۴۷ مخ) عن مسلم.

لیکنه: مولانا محمد عاشق الهي بلند شهری رحمه الله / ژباړه: جمعه خان نایل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*