وروستي:

د رسول الله صلى الله عليه وسلم نصحيتونه – دويمه برخه

څلورم نصيحت

ابوايوب انصاري رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی، غوښتنه يې وکړه چې ما ته نصيحت وکړه چې لنډ وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: (کله چې لمانځه باندې ولاړ يې داسې يې وکړه، لکه ټول شيان چې دې پرې اېښي وي، داسې خبرې مه کوه  چې سبا ته يې له خلګو بخښنه غواړې، او هغه څه چې له خلګو سره دي له هغه تمه پرې کړه.)(1)

پنځم نصيحت

ابوهريرة رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (هغه څوک دی، چې  زه (څه) وايم پر ځان يې عملي کړي او يا یې داسې کس ته ورسوي چې عمل پرې وکړي؟)، ابوهریرة رضي الله عنه وايي ما ورته وويل : (زه همداسې کوم)، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له لاسه ونيولم او(يوه يوه ګوته يې) راګڼله، پنځه خبرې يې راته وکړې.

1.        له حرامو ځان ساته؛ نو له ټولو به ښه  عابد يې.

2.       هغه چې الله جل جلاله درکړي دي په هغو خوښ اوسه؛ نو له ټولو به ښه شتمن يې.

3.      له ګاونډيانو سره ښه چلند کوه؛ نو ښه مومن به يې.

4.       هغه چې د ځان لپاره خوښوې هغه د نورو لپاره هم خوښ کړه؛ نو ښه مسلمان به يې.

5.   ډېر مه خانده؛ ځکه چې ډېره خندا زړه وژني. يعنې دا چې کوم خلګ په دې باور دي  چې ډېره خندا زړه خلاصوي، هغوی غلط دي.(2)

شپږم نصيحت

عمرو بن ميمون رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس ته نصيحت کاوه او ورته يې وويل پنځه شيان له پنځو وړاندې غنيمت وګڼه:

1)        ځواني له سپين ږيرتوبه وړاندې.

2)      روغتيا له ناروغۍ وړاندې.

3)     شتمني له تنګ لاسۍ وړاندې.

4)      وخت (فرصت) له بوختيا وړاندې.

5)      او ژوند له مرګه وړاندې.(3)

اووم نصيحت

ابو موسی رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (څوک چې له دنيا سره مينه کوي، خپل آخرت ته زيان رسوي، او څوک چې له آخرت سره مينه کوي، دنيا ته زيان رسوي؛ نو تاسو تلپاتې شی (آخرت) پر ورکېدونکي شي (دنيا) غوره کړئ او مينه ورسره وکړئ)(4)



(1)  مشکاة المصابيح (۴۴۵ مخ) عن احمد.

(2)  مشکاة المصابيح (۴۴۰ مخ) عن احمد و الترمذي.

(3)  مشکاة المصابيح (۴۴۱ مخ) عن الترمذي و هو مرسل.

(4)  مشکاة المصابيح(۴۴۱ مخ) عن احمد والبيهقي في شعب الايمان.

ليکنه: مولانا محمد عاشق بلند شهری رحمه الله / ژباړه: جمعه خان نايل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*