وروستي:

د افغانستان د علمي چاپېریال ټکنى بهیر

ليکنه: مولوي وکيل احمد متوکل

دودیز او عصري دوه هغه تعليمي جریانونه دي، چې په جگړو کې راښکېل هېوادوال ورڅخه په نېمگړې توگه گټه اخلي دودیز تعلیم د مسجد، مدرسې او خصوصي زده کړو هغه تسلسل دی، چې اوس هم تر ډېره بریده په بې رسمیته توگه دوام لري. د مدرسې او مکتب په نوم دوه ډوله شاگردان د یوه ولس غړي دي، خو د مفکورو یوه اندازه بېلوالی يې جوت دی.

د دغه دوو تعليمي جریانونو سنجېدلي یووالي ته د وخت حکومتونو توجه نه ده کړې، له هندوستان، پاکستان، بنگله دېش او افغانستان پرته، چې یو وخت پکښې د انگریزانو واکمني یا اغیز تیر شوی دی په نوره اسلامي نړۍ کې مدرسې او مکتبونه بېل بېل نه دي، لکه په هند او پاکستان کې چې مدرسه او سکول په جلا جلا نومونو یادیږي بلکې په عربي هېوادونو او ایران کې ورته یوازې د مدرسې نوم کارول کېږي.

حقیقت دا دی چې په افغانستان کې هم پخوا یوازې د مدرسې نوم کارول کېدی، کله چې انگریزان پر هند واکمن وو، عصري تعلیم د داسې بڼې ملاتړې کاوه چې ددین برخه پکښې د نشت برابره وه، مسلمانان مجبور شول، چې مدرسې په دیني بڼه په ولسي ډول وچلوي.

څرنگه چې په هند کې بېلابېل ادیان وه دا د انگریزانو لپاره ښه پلمه وه، چې مدرسې ته رسمیت ور نه کړي او سکول د عصري زده کړې په نوم سیکولرسټي ډول رسمي کړي، هغه مهال چې د استعمار په خلاف جهاد ديني علماوو رهبري کاوه، نو مدرسه او دیني علماء تل له گواښونو سره مخ وه، علماء شهیدانېدل او په زندانونو کې به پراته وه، چې د مالټا جزیرې زندان يې ښه بېلگه وه.

په افغانستان کې که د ښوونځي لفظ ته وگورو نو مخامخ د مدرسې ژباړه ده، خو د مکتب لفظ په عربي نړۍ کې دفتر ته کارول کېږي او په پښتو کې يې ژباړه لیکتون دی، په ناسم ډول مدرسې ته د مکتب اصطلاح د وخت د حکومتونو له خوا د خلکو په خولو کې ور اچول شوې وه.

په کار دا ده چې د ښوونځي لفظ د مدرسې او مکتب واحد تعبیر شي، مدرسه او مکتب که دولتي وي که خصوصي وي د ظواهرو پر ځای پکښې محتوا ته توجه وشي، هلکان او نجونې بېل شي د پردي دود پر ځای پکښې ملي لباس وکارول شي، دین د ژوند د یوې اساسي برخې په توگه د زده کړو سره داسې ونغښتل شي، چې تر دوولسم ټولگي ټول سره یو ځای وي. د پوهنتون په دوره کې خو پوهنځي بېل بېل دي، دیني برخې دې په عربي ژبه داسې پکښې غني او اساسي کړل شي، چې صرف، نحو، معاني او نور اړین فنون پکښې په گټوره توگه تنظیم کړل شي، څو ټولنې ته رسمي سندلرونکي فارغین وړاندې شي او په ټولنه کې دغه بېلتون او محرومیت له منځه ولاړ شي، چې په سیاسي ثبات هم کارنده رول ولوبوي.

په هېواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو انکشاف داسې متوازن شي، چې د ولسوالیو په سطحه دولتي امکانات ووېشل شي، هم دې علمي وړتیا په پام کې ونیول شي او هم دې په ټولو مواردو کې د اداري واحدونو شمولیت ته جدي پاملرنه وشي.

خصوصي ښوونځي او پوهنتونونو ته دې هم د اداري واحدونو په اساس پراختیا ورکړل شي، څو د ښار او کلي د اوسېدونکو د پوهې د توپیر واټ راکم کړل شي، نصاب او ملاتړی نصاب دې پخپله وسنجول شي، کورسونه او روزنیز مؤسسات دې هم له پامه نه غورځول کېږل.

3 څرګندونې on د افغانستان د علمي چاپېریال ټکنى بهیر

  1. Abdullah Omar // جون 26, 2013 at 3:33 pm // ځواب

    هوکې مولوي صاحب داخودنصاراوو اویهودوستراتیژیانې اوپلانونه دي چې دمسلمانانوپه وړاندې یې پلي کوي ترڅوددې دواړو په وړاندې خنډراولاړکړي

  2. درنه مولوي صاحب !
    ريښتیا هم په ټولنه کې خو همداسې یوه ستونزه شته، چې تر ننه يې افغان ولس په ځانګړې توګه تعلیم یافته کوول سره وېشلی او په غیر شعوري توګه یې دا دوه ډلې د دې په ځای چې د یو هدف لارې وبلل شي د یو او بل په برخه کې کله نا کله ستونزمن تمام شي.
    په دې هیله چې نور افغان ولس د نورو ناخوالو تر څنګ له دې ستونزې هم خلاص شي او په عمومي توګه مطلقې تعلیم عام او د هر وګړي په برخه شي.
    د همداسې یوې ټولنې په هیله
    طلحه

  3. ع.ق.پوپل // جون 26, 2013 at 12:29 pm // ځواب

    مولوي صاحب ريښتا هم داسی یو موضوع بیان کړی چی زموږ د ټولنی یو ترخ حقیقت دی نن د علم دوۍ ځنګووي په دو بیلو نومونو او معنوی یادیږی.
    الله (ج) دی ټولو مسلمانانو ته اتفاق او د نیکی هدایت دي ورته وکړی

    په درنښت
    ع.ق.پوپل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*