وروستي:

په اسلام کې د سياست ځای- لسمه برخه

ليکنه: مفتي محمد تقي عثماني / ژباړه: مولوي نورالله عزام

نن په نړۍ کې د اسلام او سياست ترمنځ د تړاو په اړه دوه داسې نظريې شته دي چې دواړه د افراط او تفريط تر وروستۍ پولې رسېدلي دي. يوه د سيکولريزم (بې ديني) نظريه ده چې ددې نظريې له مخې اسلام هم د نورو مذهبونو په څېر د انسان ذاتي او انفرادي معامله ده چې يوازې د هغه له ذات سره اړه لري، سياست او حکومت له دې سره هيڅ تړاو نه لري. تاسو وليدل چې دا تيوري په عيسايي تيوکراسي کې د نېمګړتياوو را پېدا کېدو وروسته د يوه غبرګون په نتيجه کې منځ ته راغلې ده، او دا نظريه هغه مهال په نړۍ کې ومنل شوه چې کله سيکولر ډيموکراسي دود شوه. دې نظريې د ځينو هغو ديني کړيو تګلارو له امله نور تقويت هم و موند چې هغوی د خپلو هلوځلو ټول محور عقائد او عبادات وګرځول، او زيات نه زيات د اخلاقو د سمون  تر بريده يې يوڅو محدود اصول و ټاکل، او کوم خلک چې به له دې دائرې څخه ووتل او په سياسي هلوځلو به بوخت شول؛ نو پر هغوی به يې هم نېوکې کولې چې  يو دينداره سړی ولي په سياست کې برخه اخلی؟ دا نظر له دې امله راپېدا شو چې دوی اسلام ته هم د نورو مذهبونو په سترګه ګوري او پر هغو نورو يې ورقياس کوي، سره له دې چې دا قياس بېخي غلط دی.

د اسلام لارښوونې او احکام يوازې تر عقائدو، عباداتو او اخلاقو پورې محدود نه دي، په اسلام کې د اقتصادې چارو او سياست او حکومت په اړه هم ډېرې څرګندېلارښوونې شته چې له هغو نه پرته د اسلام کلي تصور بشپړ نه دی، او د همدې احکامو څه ناڅه تفصيل به ان شاء الله په راتلونکي کې درته وړاندې شي.

دويمه سختدريځي ځينو هغو افرادو غوره کړه چې د سېکولريزم ترديد يې په دومره ټينګه وکړ چې يوازې سياست يې د اسلام اصلي موخه وګرځوله، د دوی په اند د اسلام اصلي موخه په نړۍ کې يو عادلانه سياسي نظام نافذول دي، او پاتې نور احکام ددې اصلي موخې تابع دي؛ نو څوک چې د سياست په ډګر کې ددين د سرلوړي د پاره کار کوي، يوازې همدوی د دين اصلي پالونکي دي، او هغه خلک چې د نفس په اصلاح، ښوونه، تبليغ او يا د ټولنې په اصلاحي کارونو بوخت دي او په سياست کې يې هيڅ رول نشته، ګواکې هغوی سختدريځه دي او ددين له اصلي موخې ناخبره دي.

دا دواړه د افراط او تفريط نظرونه دي چې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل يې په اسلام کې د سياست له اصلي مقامه ناخبري ده؛ حقيقت دادی چې د اسلام لارښوونې، پوهه او حکمونه د ژوند له هرې برخې سره تړاو لري چې په هغو کې سياست هم داخل دی، خو سياست اصلي موخه ګرځول او پاتې نور حکومونه د هغه تابع کول هم سهي ندي؛ ددې مثال داسې دی لکه چې اسلام د تجارت په اړه ډېر تفصيلي حکمونه ذکر کړي دي؛ خو که څوک دا ووايي چې يوازې تجارت د اسلام اصلي موخه ده؛ نو دا بېخي غلطه خبره ده، يا دا چې اسلام د نکاح په اړه ډېر حکومونه ذکرکړې دي؛ نو ددې حکومونو له امله هيڅکله داسې نشې ويل کېدلای چې د اسلام اصلي موخه نکاح ده.

همدارانګه اسلام د سياست په اړه هم څرګند حکمونه او اصولي لارښوونې کړې دي؛ خو په دې سره دا نشې ويل کېدلای چې سياست د اسلام اصلي موخه ده.

الله تعالی د انسان  د ژوند اصلي موخه داسې بيانوي ، چې: وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ ([1])

ژباړه: او موږ پېريان او انسانان بل څه ته نه دې پېدا کړي پرته له دې چې ما ولمانځي.

عبادت د الله تعالی لمانځنې ته وايي، او په لمانځنه کې د عبادت ټولې شرعي کړنلارې او د ژوند په هره معامله کې د الله جل جلاله اطاعت هم رانغښتی دی، دا زده کړئ چې د عبادت کلمه د “عبد” څخه اخېستل شوې ده چې لفظي معنی يې غلام ده، څوک چې د چا غلام شي؛ نو د خپل بادار ټولو خبرو ته به غاړه ږدي؛ خو د هغه لمانځنه نه کوي، ځکه نو د هغه اطاعت ته عبادت نه ويل کيږي، او د الله تعالی بندګان له خپل رب سره د اطاعت او لمانځنې دواړه اړېکي لري چې له همدې امله د ده عمل ته عبادت وايي.

بيا عبادتونه هم په دوه ډوله دي؛ يو هغه عبادتونه دي چې موخه يې يوازې د الله تعالی لمانځنه وي، لکه لمونځ، روژه، زکات، حج، قرباني او نور. دا بې واسطې عبادتونه دي.

او دوهم ډول هغه عبادتونه دي چې په هغو کې يو کار د دنياوي ګټو د پاره کيږي؛ خو کله چې دا کار د الله تعالی له لارښوونو سره سم و شي، او نيت پکې يوازې د الله تعالی خوښي وګرځول شي؛ نو هغه باواسطه عبادت شي. د بېلګې په ډول، که څوک تجارت د الله تعالی له لارښوونو سره سم کوي او په دې سره يې موخه يوازې د الله تعالی خوښي تر لاسه کول وي؛ نو هغه هم عبادت ګرځي چې په دې سره ثواب ورکول کيږي. خو دا باواسطه عبادت دی، ځکه چې تجارت پخپل ذات کې عبادت نه و؛ خو هغه په اطاعت او د ښه نيت په واسطه عبادت وګرځېدی.

همداسې سياست او حکومت هم دی، که چېرې حکومتي يا سياسي چارې د الله تعالی له حکمونو سره سم د هغه د خوښي ترلاسه کولو په موخه پرمخ يووړل شي؛ نو هغه هم باواسطه عبادت دی ، ځکه چې دا چارې هم د تجارت په څېر پخپل ذات کې عبادت نه و؛ خو د اطاعت او ښه نيت په واسطه عبادت وګرځېده، چې کله الله تعالی د انسان د راپېدا کولو موخه عبادت وګرځاوه؛ نو په دې کې دواړه ډوله عبادتونه شامل دي او د دې دواړو مجموعه د انسان د خلقت اصلي موخه ده.

څرګنده ده چې د بې واسطه عبادتونو رتبه تر باواسطه عبادتونو ډېره لوړه ده. او باواسطه عبادتونه هم ډېر ډولونه لري، په دې عبادتونو کې يوه ته د انسان د خلقت اصلي موخه نه ويل کيږي، بلکې د دواړه ډوله عبادتونو مجموعه د انسان د پنځولو اصلي موخه ده. دا خبره هم بايد له پامه و نه غورځول شي چې باواسطه عبادتونه هم د اهميت له پلوه بېلا بېلې درجې لري، او کوم باواسطه عبادت چې څومره عام او زيات اغيز ولري هغومره به د اهميت وړ وي.

که چېرې د سياست نظام د شريعت سره سم په سهي معنی اسلامي نظام وي؛ نو له دې لارې به ټول باواسطه او بې واسطه عبادتونه  نه يوازې اسانيږي بلکې ددې د عمل دائره به نوره هم پراخه شي، له همدې کبله د نورو باواسطه عبادتونو په پرتله دا ډېر د اهميت وړ دی؛ نو که په همدې موخه د دې پر اهميت زور راوړل شي؛ نو غلطه نده، خو يوازې سياست د دين اصلي موخه ګرځولو سره به د ترجيحاتو ترتيب له منځه ولاړ شي. ځکه که سياست د دين اصلي موخه وګرځول شي؛ نو په دې سره به ګڼ شمېر نېمګړتياوي رامنځ ته شي: لومړۍ نېمګړتيا به دا وې چې کله سياست د دين اصلی موخه وګرځول شي؛ نو پاتي نور ټول شيان به د ده تابع وګرځي. کوم عبادتونه چې بې واسطه عبادتونه دي هغه اصلي موخه پاتي نه شول بلکې د اصلي موخې تابع وګرځېدل، چې په دې سره د هغو اهميت هم له منځه ولاړ، سره له دې چې د قرآن کريم د لارښوونو له مخې سياسي واک يوه ذريعه ده، او بې واسطه عبادتونه د هغه اصلي موخه ده، الله تعالی فرمايي: اَلَّذِيْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِي الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَ اَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَ نَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ.([2])

ژباړه: دوی هغه خلک دي چې که موږ په ځمکه کې قدرت ورکړو، لمونځ تر سره کوي، زکات ورکوي، د نيکي امرکوي او له بدي نه اېسارول کوي.

تاسو وينئ چې دلته د واک موخه دا ګرځول شوې چې دوی دې لمونځ کوي، زکات او نور عبادتونه دې کوي، له دې په څرګندو ټکو معلوميږي چې اصلي موخه دغه عبادتونه دي، او واک د همدې اصلي موخې د ترلاسه کولو د پاره يوه ذريعه ده.

ځيني خلک د واک اصلي موخې ګرځولو د پاره د سورت نور له دې ايت نه استدلال کوي، چې په هغه کې الله تعالی فرمايلي دي: وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١۪ وَ لَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِيْنَهُمُ الَّذِي ارْتَضٰى لَهُمْ وَ لَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا١ؕ يَعْبُدُوْنَنِيْ۠ لَا يُشْرِكُوْنَ بِيْ شَيْـًٔا ([3])

ژباړه: له تاسونه چې کومو کسانو ايمان راوړی او سم کارونه يې کړي، اللهY وعده ورسره کړې ده چې خامخا به يې په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه هغه خلک چې له دوی مخکې يې خليفه ګان کړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محکم کړي چې دوی ته يې خوښ کړی او له وېرې وروسته به يې حالت په بدل کړي، يوازې مابه لمانځئ، هيڅ شی به نه راسره شريکوئ.

خو ددې دليل په اړه مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله بشپړه څېړنه کړېده، دلته موږ د هغه د خولې الفاظ رانقل کوو، نوموړی وايي: الله تعالی فرمايي : اَلَّذِيْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِي الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَ اَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَ نَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ١ؕ وَ لِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ…

ژباړه: دوی هغه خلک دي چې که موږ په ځمکه کې قدرت ورکړو، لمونځ تر سره کوي، زکات ورکوي، د نيکي امرکوي او له بدي نه اېسارول کوي.

له دې ايت څخه څرګنديږي چې يوازې ديانات (دينداري) د انسان د ژوند اصلي موخه ده، او سياست او جهاد اصلي موخه نده، بلکې د ديانت پلي کولو يوه ذريعه ده. همدا لامل دی چې ديانت او د ديانت احکام ټولو پيغمبرانو ته ورکړل شوي و، او سياست او جهاد ټولو ته نه و ورکړل شوی، بلکې چېرې چې به اړتيا او مصلحت و؛ نو ددې امر به ورته کېده؛ کنه نو نه به و او همدا غوښتنه د وسائلو هم ده چې د اړتيا د پاره ورکول کيږي.

ښايې ځينې خلک ګومان وکړي چې په نورو آياتونو کې ددې پر خلاف يادونه شوې ده، له هغو آياتونو داسې برېښي چې ديانت يوه وسيله او سياست اصلي موخه ده، او هغه دا دي : وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١۪ وَ لَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِيْنَهُمُ الَّذِي ارْتَضٰى لَهُمْ .

ژباړه: له تاسونه چې کومو کسانو ايمان راوړی او سم کارونه يې کړي، الله وعده ورسره کړې ده چې خامخا به يې په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه هغه خلک چې له دوی مخکې يې خليفه ګان کړي وو او حتما به يې هغه دين ورته محکم کړي چې دوی ته يې خوښ کړی.

دلته ايمان او نيک عمل د دين محکموالي د پاره شرط ګرځول شوی ، له دې څرګنديږي چې سياست او محکموالی اصلي موخه ده. ددې ځواب دادی چې دلته په ايمان او نيک عمل سره د محکموالي او عزت وعده شوې ده، او په ځانګړې توګه سرلوړي په دې پورې تړلې ياده شوې؛ نو سياست او ځواک هغه څه دې چې ژمنه يې شوې؛ خو ژمنه اصلي موخه ګرځول ضروري ندي، کنه نو په بل ايت کې الله تعلی فرمايي: وَ لَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِيْلَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَيْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ١ؕ ([4])

ژباړه: او که چېرې هغوی تورات، انجيل، او نور هغه (کتابونه او صحفې) چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري کړي وای؛ نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله.

په دې ايت کې د تورات، انجيل او قرآن په عملي کولو سره د روزې د پراخوالي ژمنه شوې ده؛ نو آيا څوک ويلی شي چې د دين موخه همدا ده؟ بلکې په دين کې ژمنه شوې ده چې ديندار سړی د لوږې سره نه مخ کيږي؛ نو د کوم شي چې ژمنه شوې ده ضروري  نده چې همغه دې اصلي موخه وي. دلته هم په ايمان اونيک عمل سرهد سرلوړي، سياست او ځواک ژمنه شوې ده چې په ځانګړي ډول په دې باندې مرتب شوي دي ، په دې سره اصلي موخه مقصود نه ده چې د دې غايه ورته ويل کيږي.

نو څرګنده شوه چې په سياست او ديانت کې سياست وسيله ده او ديانت اصلي موخه ده؛ خو د دې معنا دانده چې سياست په يوه درجه کې هم مطلوب ندی، بلکې د سياست درجه څرګندول هم ضروري ده چې دی پخپله اصلي موخه نده اصلي موخه ديانت دی” ([5])

لنډه داچې که سياست دديانت اصلي موخه او نور عبادتونه يې تابع و ګرځول شي؛ نو په نتيجه کې به دا فکر راپيدا شي چې دا ټول عبادتونه د هغې لوړې موخې يعني سياست او حکومت ترلاسه کولو ذريعې دي. په جمع د لمونځ کولو اصلي موخه به داوي چې د سياسي موخو د ترلاسه کولو د پاره اجتماعي فکر پيداشي، د نظم او پيوستون عادت عام شي، په مسلمانانو کې يو له بل سره ناسته پاسته وشي، دوی يو له بل سره د مرستي لارې چارې و پېژني، او ټول سره يو شي او د همدې لوړې موخې د پاره کار وکړي. د زکات اصلي موخه به داوي چې د دې لوړې موخې د ترلاسه کولو د پاره د مالي قرباني ورکولو جذبه را پيداشي. د روژې  موخه به دا وي چې د دې لوړې موخې د ترلاسه کولو د پاره خلک د لوږې او تندي او نورو ستونزو سره عادت شي. د حج فرضيت موخه به داشي چې د ټولو مسلمانانو د نړيوالې غونډې موخې پوره کړي او له دې څخه د مختلفو خلکو په منځ کې يووالی او هماهنګي پيداشي.

لنډه داچې په دې سره به ټول عبادتونه د دې اصلي موخې د دنياوي ګټو تر لاسه کولو د پاره وګرځي. په دې کې شک نشته چې له عبادتونو دا ګټې هم ترلاسه کيږي؛ خو دا د هغو وروستۍ ګټې دي، د عبادتونو اصلي روح ندی. د عبادتونو اصلي روح له الله تعالی سره اړيکي ټينګول، هغه ته سر ټيټول او عاجزي کول او د هغه اطاعت ته پر هر کار ترجيح ورکول دي. سياست اصلی موخه ګرځولو سره د عبادت په دې روح کې کمزوري رامنځ ته کيږي.

بلتاوان يې دادی چې کله دا ټول عبادتونه  ددې لوړې موخې د ترلاسه کولو ذريعه وګرځيده؛ نو پخپله به دا نتيجه ترې راووځي چې که د دې لوړې موخې د پاره په ځيني ديني حکمونو کې سستي وشي بايد دا کوم حرج و نه ګرځول شي؛ نو که د سياسي هلو ځلو يا سياسي غونډو د پاره د جمع لمونځ پرېښودل شي، يا په جومات کې حاضري و نه شي هيڅ پروا نشته،  آن که لمونځ قضاهم شي کومه بده خبر نده، د دې د پاره دې ځينې مکروهات هم وکړل شي او دا هرڅه د دې د پاره چې لوړه موخه تر لاسه کړل شي.

بله نېمګړتيا به دا رامنځ ته شي چې کوم خلک په بې واسطه عبادتونو کې بوخت وي، او خلک د دې عبادتونو فضائلو ته هڅوي هغوی به ددين د اصلي موخې څخه ناخبره شمېرل کيږي، بلکې وخت ناوخته خو به له دوی سره سپک چلند کيږي او ملنډي به ورپورې وهل کيږي. هغه کتابونه چې په هغو کې د اعمالو فضائل وي هغه به د اهميت وړ نه بلل کيږي او د هغو لوستل به د اړتيا وړ هم نه بولي بلکې ځيني خلک؛ خو به لا داهم وايي چې دې شيانو ته هيڅ اړتيا نشته يا دا هغه څه دي چې سړی د دين له اصلي موخې ناخبره کوي. له همدې امله به هغه تصوف ته هم په دې سترګه کتل کيږي چې له شريعت سره برابر وي. کوم خلک چې د دين په ترلاسه کولو او خدمت بوخت دي هغوی به د د ين له اصلي موخې بې برخې ګڼل کيږي.

بله نېمګړتيا يې داچې د دې حتمي نتيجه به دا راووځي چې دنيا ته څومره پيغمبران رالېږل شوي، د هغوی زياته برخه د دين په اصلي موخه کې ندي بريالي شوي، ځکه چې په يولک او څلورويشت زره پيغمبرانو کې يوازې يوڅو پيغمبرانو حکومت کړی. د پيغمبرصلي الله عليه وسلم نه پرته يوسف عليه السلام، موسی عليه السلام، يوشع عليه السلام، سموييل عليه السلام، داودعليه السلام  او سليمان عليه السلام هم حکومت کړی دی؛ خو له دوی پرته د نورو پيغمبرانو حکومت کول نه دي ثابت شوي. نو آيا ددې معنا دا شوه چې هغه نور پيغمبران په خپلو اصلي موخو کې ناکام شوي؟  کوم خلک چې سياسي غلبه د دين اصلي موخه ګڼي دوی په دې کې هم فکر نه کوي چې له دوی نه يو هم د دين په اصلي موخو کې ندی بريالی شوی.

نو په دين کې د سياست ارزښت پرخپل ځای دی؛ خو که سياست د دين اصلي موخه وګرځول شي، په عباداتو کې به د غوره او ناغوره عبادتونو پر نظام بدې اغېزي ولري.

له بلې خوا دين يوازې د لمانځه تر بريده محدود شمېرل او له نورو څانګو يې ناخبره کېدل هم ستره تېروتنه ده. حقيقت دادی چې د دين ګڼې څانګې دي چې په هغو کې سياست هم يوه مهمه څانګه ده، او له دې ناخبرې او له دين نه بهر شمېرل يې  هم لويه ګمراهي ده. پر دين د عمل کولو د پاره د اسلام په ټولو حکمونو عمل کول ضروري دی، که هغه د هرې څانګي سره تړاو لري.

هو ! دا خبره سهي ده چې د دين په کارونو کې په طبعې توګه يو شخص په ټولو څانګو کې برخه نشې اخيستلی، ځکه نو ددې دپاره د کارويش ضروري دی چې ځينې خلک دې ددين په يوه څانګه کې کار کوي، او ځينې دې په نورو څانګو کې کار کوي، او څوک چې دديني کار د پاره يوه څانګه غوره کړي، په هغې کې خپل ډېر وخت تېروي او تر خپله وسه زيار باسي او خپل ټول پام همدې ته وراړوي، او که څوک بله څانګه غوره کړې هغه بيا په هغې کې خپل زيات وخت تېروي او خپل ټول پام يې همدې يوې څانګې ته ځانګړی کړی وي.

په دې کې هيڅ ستونزه نشته، ستونزه داده چې څوک د دين يوه څانګه د ځان د پاره غوره کړي او بيا هغه د دين اصلي موخه بولي سره له دې چې هغه اصلي موخه نه وي بلکې لکه څنګه چې د دين ډېر کارونه دي همداسې هغه هم يو کار دی. مثلا يو کس د سياست څانګه په دې باور د ځان د پاره غوره کړې چې کولی شي په ښه توګه د حالاتو سره سم په دې څانګه کې ښه خدمت وکړای شي، او خپل ځان دې کار ته وقف کوي؛ نو بې شکه و دې کړي؛ خو که دا ووايي چې سياست د دين اصلي موخه ده؛ نو دا ډېره ستره تېروتنه ده، سره له دې چې د سياست لار غوره کول او د دې د پاره هلي ځلي کول دا پخپله د دين يوه برخه ده.

۲- د سياست په اړه اسلام څه لارښوونې کوي ؟

دوهمه خبره داده چې بې شکه اسلام د سياست په اړه ډېرې لارښوونې کړي دي؛ خو د حکومت کومه تفصيلي نقشه يې نده ټاکلې. اسلام اصول او قوانين ټاکلي دي؛ خو دا اصول به څه ډول نافذيږي؟ او د دې عملي بڼه څنګه ده؟ د دې تفصلي جزئيات اسلام ندې ټاکلي بلکې دايې د هرې زمانې پوهانو او د بصيرت څښتنانو ته پرې اېښي دي.

کوم اصول چې الله تعالی د شريعت له لارې موږته ښوولي دي هغه نه بدليدونکي دي، په دې کې هيڅ ډول بدلون نشې راتلی، هغه لارښوونې څرګندې دي؛ خو که د همدې لارښوونو او اصولو په رڼا او پاملرنه کې مسلمان پوهان په خپل منځ کې له مشورې کولو وروسته يوه تفصيلي تګلاره جوړه کړي دا روا ده.

د بېلګې په ډول قرآن کريم وايي: “وَ اَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ”  او تر خپلې وسې د هغوی د مقابلې د پاره ښه ځواک چمتوکړئ، دا اصول قرآن بيان کړي دي او ددې څه مثالونه يې هم روښانه کړي دي؛ خو دا تفصيل يې ندی بيان کړی چې پلانۍ او پلانۍ ډول وسله جوړه کړئ، دا خبره يې د هر دور پوهانو ته پرې اېښې ده چې د خپلو خپلو حالاتو، پوهې، تجربو او اړتياوو سره سم د ځواک ترلاسه کولو هڅې وکړي.

دارنګه د سياست په اړه هم اسلام اصولي لارښوونې کړي دي؛ له تېرو تفصيلاتو سره سم حکومت څومره محکمې جوړي کړي؟ اجرائيه واک بايدڅه ډول ووېشل شي؟ وزيران دې وي او که نه وي؟ که وي نو څومره به وي؟ په دې د مشورې تګلاره بايد څه ډول وي؟ دا تفصيلات اسلام ندي ټاکلي، ځکه چې داد مباحاتو دائره ده، په دې دائره کې د هر وخت پوهان حالاتو ته په کتنې سره کار کولی شي؛ نو چې کله موږ د اسلامي سياست اصول بيانوو؛ نو دا هيله دې نه کيږي چې د اسلامي امت په فقهاوو کې به دا تفصيلات شوي وي چې مقنّنه يوه جرګه وي او که دوه، يا د کابېني شمېر څومره دی؟ دا تفصيلات نه په شريعت کې شته او نه هم د دې اړتيا شته.

د شريعت احکام په هغه ځای کې وي چېرې چې شريعت دا محسوسوي چې که دا خبره د خلکو عقل او فکر ته پرېښودل شي؛ نو خلک بې لارې کيږي. په مباح کارونو کې زياتره معاملات د انسان عقل او پوهي ته پرېښودل شوی دي. دارنګه د اسلام سياسي اصول که له يوې خوا يې بدلون ناشونی دی له بلې خوا دومره روښانه دي چې پدې باندې د عمل کولو تګلاره د وخت او ځای له غوښتنو او مصلحتونو سره سم ټاکل کيدلی شي، او همدې اصولو ته په پام سره په دې کې په بېلا بېلو زمانو کې بدلون هم راتلی شي. نو موږ چې کله د اسلامي سياست خبره کوو له هغې نه مراد داسې تړلې او کړکېچنه حکومتي تګلاره نده چې ټول جزئي تفصيلات يې د تل د پاره جوړ کړل شوي وي، بلکې له دې نه مراد هغه بنسټيز تصورات، سياسي اصول او قوانين دي چې قرآن او سنت ټاکلي دي



[1])سورة الذاريات: ۵۶.

[2]) سورة الحج: ۴۱.

[3]) سورة النور:۵۵.

[4]) سورة المائده:۶۶.

[5]) اشرف السوانح:۴ ټوک، خاتمة السوانح:۲۸،۲۹ مخ، طبع ملتان

له افغان مهالنۍ په مننه