وروستي:

په شرعي اصطلاحاتو تېرى او په مسلمانانو يې اغيزې

محمد وزير حامد

موږ نن د تمدنونو د ټکر په زمانه کې ژوند کوو او دا يو حقيقت دی نن د اسلامي او نورو تمدونو ترمنځ ټکر روان دی دا بريد د اسلام مخالفو ځواکونو له لوري پيل شوی دی او اسلام د دفاع په حالت کې دی زموږ ادعا د ميډيا تشه او پوچه خبر يا تبليغات نه دي بلکې دا يو حقيقت دی ځکه ددې تيوری سرخيل سمويل پي واټنگټونSemoilp watington په خپل کتاب د تهذيبونو ټکر clash of civilizations کې دا خبره په ډاگه کړې ده  دی د خپل کتاب په څلورمه برخه کې کاږي : لويديځ له خپلو لوړو دعوو سره له نورو تهذيبونو سره د ټکر په حالت کې دی په دې لړ کې د لويديځ ډير ويروونکی ټکر له اسلام او چېن سره رامنځته کېدونکی دی، دی وايي اسلام او چېن ستر تهذيبي عنعنات لري چې له لويديځ نه لوړ دي او د دوی په فکر له لويديځ نه په هر صورت لوړ دي د لويديځ په وړاندې د دواړو ځواک زياتيږي او د دوی او لويديځ په منځ کې د ملي گټو په سر شخړي په زياتيدو دي.

 په دې لړ کې که د هغه له کتاب څخه نور اقتباسات را اخلو خبره اوږديږي نو په دې يوه اقتباس بسنه کوو دا ټکر که څه هم ډير اړخيز دی خو خطرناک اړخ يې د ميډيا او مطبوعاتو دی او د مطبوعاتو اساسي توکې او وسلې توري او اصطلاحات دي د تمدنونو ددې ټکر په لړ کې ډير ويروونکی اړخ د توريو او اصطلاحاتو کمزوري ده کوم لورې چې په دې برخه کې ځواکمن شي هغه بريالی او کمزوری لوری ناکام دی او زموږ شرعي تورو او اصطلاحاتو ته دښمن ځير دی او له د ننه څخه د هغو د تغير او بدلون لپاره هڅې کوي او دا هڅې موږ په دوو ډولونو ويشو :

 لومړی: له شرعي اصطلاحاتو او قرآني تورو سره جگړه او د هغو له منځه وړل.

دويم: دداسې اصطلاحاتو رامنځته کول چې په گيډه کې يې حق او باطل دواړه پراته وي.
په دې کې د شک ځای نشته چې لويديځوالو د فصيحی عربي پر ځای د عامې عربي د ترويج له پاره کار او هڅې کړي دي او ددې کار لپاره يې په مصر او عربي نړۍ کې خپل اجير ليکوالان او پوهان گومارلي وو خو کله چې په دې کار کې بريالي نه شول کوښښ يې پيل کړ چې هغه تعبيرات تغير کړي چې اسلامي حيثيت او ارزښت لري په دې موضوع وروسته په تفصيل سره غږيږو لومړی راځو دې خبرې ته  چې د شرعي تورو او اصطلاحاتو ساتنه څومره ضروري ده.

په شريعت کـې د ديني اصطلاحاتو د ساتني اهميت : د شرعي تورو او اصطلاحاتو غياب او تغير د نبوت د اثارو او نښو د له منځه تللو په معنی د هامام ابن تيميه وايي په ځينې وختونو او زمانو کې  چې د نبوت اثار او نښې پټې او تغير شي نو هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پرې مبعوث شوی و خلک يې نه پيژني ځکه چې توري پټ شي نو معناوې هم ورسره ورکې شي او په دې صورت کې خلک د جاهليت په تيارو کې پاتې شي  ځکه د نبوت نور پټ شي او په دې وخت کې شرک زيات شي خلک په ډلو وويشل شي او دا فتنې له هغو فتنو نه کمې نه دي چې د جگړو په سبب رامنځته شوې وې او عملي او قولي دواړه فتنې جاهليت دي لکه مالک بن انس رضي الله عنه چې ويلي دي: کله چې علم کم شي جهل ښکاره شي او چې کله د نبوت اثار کم شي نو نفسي غوښتنې ښکاره شي د شرعي محرماتو لپاره چې کوم نومونه ايښودل شوي دي د هغو په تغير سره خلک په هغو محرماتو باندې ور زړورکېږي او د هغو اهميت کميږي د بيلگې په توگه شراب (خمر) د يوه سخت حرام مشروب نوم دی او په دې نامه سره د مسلمان ذهن ته د هغو سخت حرمت ورلويږي خو که دا نوم تغير کړل شي او روحي مشروب وبلل شي بيا يې هغه اساسي موخه او اهميت ختميږي او د حرمت ويره يې د مسلمان په زړه کې کميږي.

دا راز  رشوت يوه لويه ناروا ده چې په دې نامه سره دا کار مسلمان بې غيرتي او سپک عمل بولي خو که دا نوم تغير کړل شي او په ډالۍ يا شيريني سره ونومول شي نو هغه د حرمت ويره يې کمه شي او نن موږ ددې ستونزې په خپله شاهدان يو هر ځای دا ناولۍ ناروغي د خپل اصلي نوم په تغير سره زياته شوي ده يا د بيلگې په توگه د اسلام د پيغمبر په اړه سپکې خبرې کول (نعوذبالله) يا د نورو شرعي مقدساتو د سپيڅلتيا خيال نه ساتل او دا د لويديځ د نوي اصطلاح  تر سيوري لاندې چې هغه د بيان ازادي بولي په دې اصطلاح سره نن خلک دې ناوړه کار ته تيارشوي دي او په اسلامي هيوادونو کې ځينې لويديځ ځپلي خلک داسې خبرې کوي نو په دې کې شک نشته چې د شرعي تورو او مصطلحاتو ساتنه ضروري ده او په دې توگه سره کېدلای شي چې اوسنی اسلامي امت له پخواني امت سره په اړيکه کې پاته شي او مخکې چې کوم التزام او د شرعي اصطلاحاتو احترام شتون لاره، هغه به خوندي پاتې شوې وي او که اسلام دښمنه ځواکونه ددې اصطلاحاتو د بدلون هڅې کوي هغه به خلک پيژني چې دا زموږ اساسيات راڅخه غلا کوي او له خپل دين نه مو ليرې کوي.

شرعي اصطلاحات او توري لکه لمونځ، زکات، کفر، ايمان، جهاد او نور داسې محترم دي لکه د هغو معناوي چې څومره د احترام وړ دي، ددې اصطلاحاتو ساتنه لازمي او د هغو تغير لوی جرم دی دا چې په څه ډول په قرآنکريم او نبوي سنت کې راغلي او کارول شوې دي بايد هغه ډول وکارول شي ددغو په تغير سره د دوی احترام له منځه ځي بلکې ديني واجبات رواجي او تقليدي عملونه گرځي او هغه روحاني ارزښت يې له منځه ځي کوم چې شريعت ورکړی دی په دې توگه به ديني واجبات د پلرونو او نيکونو راپاتې عملونه بلل کېږي نه داسې چې هغه له الهي وحې نه صادر شوي.يوه شرعي اصطلاح د يوه داسې عمل او شي نوم وي چې هغه پوره تفصيل لري د هغو مخصوص مفهوم وي او له هغه سره اسلام نور احکام او تعلقات تړلي وي  نو د دوی تغير اصلا د هغه مفهوم د تغير په معنی دی او له هغه سره چې کوم لوازم وي د هغو د بدلون په معنی دی د بيلگې په توگه نن لويديځوال او هغوی ته مايله مسلمان پوهان ډير کوښښ کوي چې د (کافر) توري تغيرکړي او په نامسلمان يا بل کوم نوم سره ياد کړل شي په دې اړه ما د ډيرو سترو مسلمانو ليکوالانو او علماو ليکني ليدلي دي چې کافر نامسلمان يا غير مسلم ليکي او يادوي يي، دا کار که په هرڅومره ښه نيت کېږي ناروا دی ځکه دا نوم قرآنکريم او نبوي سنت نه دي کارولي او موږ يې بايد هغه شان وکاروو او بل ددې نامه په مفهوم پورې په اسلام کې د موالات بحث تړلی دی له هغو سره د اړيکو له پاره اسلام خپل اصول او اخلاق لري ددې نامه په تغير سره اخر په هغه باب کې تغيراتو ته لاره پيدا کېږي او دا ډو ل تغيرات قرآنکريم منع کړي دي (وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ لاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ).

ژباړه: تاته چې د خپل رب له لوري د کوم کتاب وحې شوې ده هغه تلاوت کړه د هغه توري څوک نشي بدلولاي. لا مبدل لکلماته واضحه او صفا جمله ده او د ايت په پيل کې هم د تلاوت امر شوی دی علماء وايي  دلته له تلاوت نه اتباع مراد ده يعنې د الهي وحی پيروي وکړه او د هغه کتاب له عدل او نياو نه ډک ده په هغه کې ټوله اصلاح پرته ده د هغه کلمات پوره دي بدلون نه لري قرآنکريم بل ځای وايي (وتمت کلمة ربک صدقا وعدلا) يعنې ستا د رب خبره او کلمه د رښتيا او عدل له پلوه پوره شوې ده امام ابن تيميه وايي : د هغه څه پيژندل چې موږ ته رسول الله صلى الله عليه وسلم راوړي دي او د هغه شي پيژندل چې د قرآن او حديثو په الفاظو سره هغه مراد کړي وي د هغو اساسي علم دی او د ايمان، نيکمرغۍ او خلاصون لاره ده.

دا راز په حديثو کې هم د شرعي الفاظو د ساتنې ټينگار شوی بيلګه يې په يوه حديث کې راځي: (لاتغلبنکم الاعراب علی تسمية العشاء العتمة اعرابو به عشاء (ماخستن) عتمه بلله) نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل چې دوی دې په دې نامه کې پر تاسو غالب نشي يعنې خپل نوم کاروئ، دلته که څه هم په ځينې اثارو کې د عتمه توري د کارونې جواز راغلی دی خو په هر صورت د حديث مطلب واضح دی او هغه د شرعي نومونو د ساتنې اهتمام دی د مشکوة شريف په يوه حديث کې دويده کېدلو پر مهال يوه دعا راغلې ده رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه صحابي ته دا دعا ورښووله خو هغه يې په يوه توري کې تغير وکړ رسول الله صلى الله عليه وسلم  له هغه تغير نه منع کړ دعا داسې ده : (اللهم اني اسلمت وجهي اليک وفوضت أمري اليکوالجئت ظهري اليک رغبة ورهبة اليک لاملجأ ولا منجأ منک الا اليک اللهم امنت بکتابک الذي انزلت وبنبيک الذي ارسلت)، هغه صحابي ددې وروستۍ جملې پر ځای وويل (وبرسولک الذي ارسلت) يعنې د نبي توري يې په رسول سره تغير کړ او له دې تغير نه رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه منع کړ دلته که څه هم په دې تغير کې د معنی د بدلون خبره نشته او له وروسته (ارسلت) توري سره د رسول توری هم ښه لگيږي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کوم توری ورښوولی و د هغه له تغير نه يې منع کړ.

نوي اصطلاحاتاو په اسلامي امت د هغو ناوړه اغيز : توري،اصطلاحات او جملې د تمدني جگړو وسلي دي د باطل تمدن او غيرانساني او ټيټ تمدن يا بدعتي او له اسلامه کوږ حالت  د نابودولو او له هغو سره د مقابلې له پاره د اصطلاحاتو سمون او د تورو سمه کارونه مهمه ده ځکه خو د اسلام په پيل کې رسول الله صلى الله عليه وسلم کوښښ کړی دی چې د جاهليت نومونه تغير کړي او هغه اصطلاحات له منځه يوسي، په حديثوکې په دې اړه پوره تفصيل پروت دی لکه د عاصيي نوم په جميله بدل شوی دا راز د ځينې صحابه و نومونه لکه  عبدشمس  او داسې نور نومونه يې بدل کړي دي دا راز له دې جملې نه يې منعه کړې ده چې ويل کېدل به: (مطرنا بنوء کذاوکذا) يعنې فلانی ستوری پر موږ باران وکړ يا لکه  له خدايه پرته په بل شي د څوگند کولو چې په حديث کې منعه راغلې ده.

توري او اصطلاحات ډير مؤثر وي او پر اوريدونکې باندې اغيز کوي لکه موږ وويل د تمدني جگړي وسله همدا توري او اصطلاحات دي د حق او باطل په منځ کې د گډوډۍ لپاره همدا توري کارول کېږي په يوه حديث شريف کې دوروستۍ زمانې په باره کې يوه وړاندوينه شوې ده، د حديث يوه برخه داسې ده: (. . . ستقذف العرب قتلاهم الي البحر وستکون اللسان فيه احد من السيف) يعنې عرب به خپل مړي بحر ته وغورځوي او په دې جگړو کې به ژبه له تورې نه ډيره تيره وي (پټه دې نه وي چې ددې حديث مخرج نه دی راته معلوم) دا د ژبې د تېره والي د حالت نن موږ شاهدان يو نن چې کومه جگړه په ميډياوار سره ياديږي هغه له نظامي بريدونو او تېريو نه ډيره سخته ده ميډياوار نورڅه دې همدا د تېرې ژبې چلول دي په قرآنکريم کې په يوه ايت کې  مسلمانانو ته د يهودو، نصاراو او نورو مشرکېنو له خوا د ستونزو د ايجادولو په لړ کې وايي: (لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى) دلته که دلتسمعن توري ته ځير شو هم خبره روښانه ده اوريدل کېږي خو خبرې او اصطلاحات او په دې کې شک نشته چې دداسې باطلو خبرو او ناروا اصطلاحاتو په اوريدلو سره د مسلمان زړه ټوټه کېږي نو ددې راز په پيژندلو سره لويديځوال هڅې کوي چې داسې اصطلاحات رامنځته کړي چې هغه په يوه وخت د حق او باطل دواړو معناوې ولري.

دا اصطلاحات اوس په لويديځه ميډيا کې بيخې ډيرې کارول کېږي او له مختلفو لارو يي د تعميم او خپراوې هڅې کېږي د بيلگې لپاره دلته څو را اخلو او لنډې خبرې پرې کوو لکه ددين نوی تعبير او تجديد چې دوی يې په ماډريټ اسلام سره نوموي، د فقهي تجديد او تطوير،اسلامي مساوات، ديني افراط، د رايي ازادي او داسې نور، دا داسې اصطلاحات دي چې حق او باطل دواړه پکې نغښتي دي ددې اصطلاحاتو ځينې داسې دي چې ديني احکام له منځه وړي يا دديني معتقداتو تنقيص پکې راځي او يا خو بيخې دين تغيروي او لويديځوال تهذيب ترويجوي.

دا د باطل او حق گډوالی هغه ستر جرم دی چې قرآنکريم په دې الفاظو رد کړي دي: (وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ) يعنې حق له باطل سره مه گډوئ او مه يې پټوئ په داسې حال کې چې تاسو پوهيږئ  ددين نوی تعبير او تجديد يوه داسې اصطلاح ده چې حق او باطل دواړه پکې نغښتي دي موږ د تجديد دين اصطلاح له ډير پخوا راهيسې پيژنو چې هغه د هغوشرعي احکام د ښکارونې په معنا ده چې په خلکو کې کمزوري شوي وي او د منکراتو او بدعتونو د له منځه وړلو کار ته ددين تجديد ويل کېدل د أمت په تاريخ ددې ستر کار لپاره راپورته شوي خلک په مجددينو سره نومول شوي دي او دا اصطلاح له هغه نبوي حديث نه اخيستل شوې چې وايي: (ان الله يبعث لهذه الأمة علي  رأس مأية سنة من يجدد لها دينها) يعنې الله صلى الله عليه وسلم سل کاله وروسته دې أمت ته داسې څوک راليږی چې دوی ته د دوی دين نوی کړي خو نن چې کومه نوې اصطلاح کارول کېږي دا په ظاهره له دې سپيڅلي اصطلاح سره يوشان معلوميږي او سطحي نظره خلک فکر کوي چې دا خو سم او پرځای کار دی خو اصلا داسې نه ده اوس خو ددين له نوي تعبيراو تجديد نه ددين تحريف مراد دی اوس خو له مسلمانانو غوښتل کېږي چې لويديځوال ثقافت او تمدن سره له  ټولو ښو او بدو ومنل شي او که په اسلام کې ددې تمدن په خلاف کوم شي وي هغه بايد تغير او تبديل کړي ددين د نوي تعبير يا ماډريټ اسلام د شعار پورته کوونکی مطلب دادی چې د لويديځ تمدن ته دې غاړه کېښودل شي او د نوي زمانې چې کومې غوښتنې دي هغه بايد ومنل شي او د قرآن تفسير او د حديثو تشريح بايد له نويو ميتودونو سره سمه ترسره شي او نعوذبالله داد دين تحريف او بدلولو په معنا دی ددې مطلب دادی چې سلفو او صحابه کرامو له اسلام نه کوم ډول تعبير لاره هغه بايد شا ته وغورځول شي او نوی تعبير بايد پيدا کړل شي نو دا اصطلاح له ظاهري سادگي سره په منځ کې دومره خبث او فساد لري چې ددې اصطلاح رامنځته کوونکي غواړي اسلام د عيسائيت او يهوديت په څير تحريف کړي او دا دين د رواج او کلتور يوه برخه وگرځوي او کوم ژوندي والی او مسقل تمدن چې په دې دين کې پروت دی هغه خنثی کړل شي (يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ).

دا راز د فقهي د تطوير او تجديد هم په ظاهره مطلب داده چې بايد فقه له معاصرو ميتودونو سره سمه تدوين کړل شي خو حقيقت بل شی دی په مسلمانانو کې د ترويج لپاره په ظاهره داسې ښودل کېږي اساسي موخه داده  چې ځينې فقهي احکام تغير کړل شي لکه جهاد او اسلامي ولاء او براء او داسې نور ډير ځايه ليدل شوي او اوريدل شوي دي چې ويل کېږي بايد په قرآنکريم کې د جهاد په ايتونو کې ترميم وکړل شي او دا غږ په اسلامي هيوادونو کې ځينې د کږو فکرونو خاوندانو پورته کړی دی  بلکې په ځينې عربي هيوادونو کې داسې غوښتنې شوې دي چې د نصاب په ديني کتابونو کې چې د جهاد په اړه کوم ايتونه راغلي دي او يا د يهودو په مذمت کې کوم ايتونه راغلي هغه بايد تغير او يا حذف کړل شي نعوذبالله يو له دې واردو شويو اصطلاحاتو نه داده چې وايي اسلام د مساوات دين دي دا خبره سمه نه ده او دا هغه اصطلاح ده چې حق او باطل دواړه پکښې پراته دي په دې ځای کې سمه او مناسب داده چې وويل شي اسلام د عدل دين دی او هر مستحق ته يې خپل حق ورکړی دی د اسلامي مساوات په اصطلاح سره خو داسې ويل کېدلای شي چې نر او ښځه برابر دي مسلمان او کافر برابر دي او داسې نور په اسلام کې ښځه او نر نه دي سره برابر بلکې اسلام داسې کړي دي چې ښځې ته يې خپل حقوق ورکړي دي او نر ته يې خپل حقوق ورکړي دي ځکه خو په قرآنکريم کې داسې ايت نشي پيداکېدلای چې د تسويي امر پکې شوي وي لکه د عدل په باره کې چې ايتونه راغلي دي: (إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ…) او دا راز : (واذاحکمتم بين الناس أن تحکموا بالعدل) او لکه قرآنکريم چې امر کوي : (اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى) او داسي نور.

د مشتبه توروکارونه نارواده: په قرآن کريم کې مسلمانانو ته امر شوی دی چې تاسو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسې مه وايئ چې (رَاعِنَا) (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقُولُواْ رَاعِنَا) ددې ايت د نزول شاليد داسې دی په مدينه منوره کې چې کوم يهود اوسيدل هغوی له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره سخته دښمني لرله صحابه کرامو به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د خبرو پر مهال دا خبره هم کوله چې راعنا يعنې زموږ رعايت وکړه او دا رعنا توري په يهودو کې د ښکنځل په معناو نوهغوی چې کله دا توري له صحابه و نه واوريد په خپلوکې يي وويل  چې موږ په پټه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ښکنځل کوو راځئ اوس يې په ډاگه ورته کوو نو هغوی به راغلل او له مسلمانانو سره به د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته کېناستل او ورته ويل به يې راعنا په دې خبره سره به دوی خوشاليدل او په خپلوکې به يې سره خندل د دوی دا حالت سعد بن  معاذرضي الله عنه وليد او هغه د دوی په ژبه پوهيدی نو ورته ويې ويل په تاسو دې د خدای لعنت وي اې يهودو ! زما دې پر الله صلى الله عليه وسلم قسم وي که ستاسو له کوم يوه نه مې بيا دا خبره واوريدله زه به د هغه سر ووهم  او په دې موضوع کې دا لوړ ايت شريف نازل شو.

مسلمانان  هم ددې توري له کارولو نه منعه شول  که څه هم هغوی دا توري د يوې عادي جملي په توگه  کاراوه او هيڅ بده موخه يي نه لرله خو مسلمانان له دې نه ځکه منعه کړل شول څو د يهودو د ښکنځلو مخه ونيول شي  امام القرطبي ددې ايت په تفسير کې وايي: په دې ايت کې ددې خبرې دليل پروت دی چې بايد له مشتبه تورو نه ځان وژغورل شي او هغه ونه کارول شي هغه توري چې په هغوکې تعريض اوغوږوهنه يا د کوم شرعي امر تنقيص شتون ولري د هغو کارونه ناروا دي.

قاضي القضاة امام ابوالسعود محمدبن محمد العمادي (۹۵۱هــ) په خپل تفسير (ارشادالعقل السليم الي مزايا القران الکريم) کې ليکي: په دې ايت شريف کې د يهودو بل جنايت ته اشاره شوې ده او مسلمانانو ته خطاب شوی دی څو د هغوی دا جنايت وپيژني.

دی ليکي: چې کله به رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو ته خبرې کولې او د الهي معرفت بيان به يې ورته کاوه نو دوی به ورته ويل چې يارسول الله ! راعنا يعنې زموږ رعايت وکړه موږ ته صبر وکړه چې ستا خبرې ياد او زده کړو وروسته امام ابوسعود هغه کېسه راخيستې چې د يهودو د جنايت تفصيل پکې بيان شوی دی او موږ مخکې بيان کړه، دی وايي: څرنگه چې د راعنا په جمله کې د يهودو د جنايت تلبيس شوی و او هغه پکې پروت و نو مسلمانان له هغې جملې نه منعه کړل شول او الله جل جلاله امر ورته وکړ چې تاسو داسې جمله وکاروئ چې په همدې معنا وي خو دا تلبيس ونه لري او هغه دا نظر نا جمله ده : (وقولوا انظرنه).

له دا ډول اصطلاحاتو سره د سلفو چلند:کله چې د هارون الرشيد د زوی مأمون الرشيد د خلافت په زمانه کې يوناني فلسفه او حکمت عربي ته و ژباړل شو نو طبعاً له هغه سره يوناني اصطلاحات هم راداخل شول او هغه داسې اصطلاحات و چې حق او باطل دواړه پکې پراته و نو سلفو علماو هغه رد کړل او ان د هغو له تلفظ نه يې هم ډډه کوله امام ابن تيميه په دې اړه ليکي: لويو امامانو به خلک د مبتدعينو د تورو او الفاظو له کارونې او استعمال نه منعه کول او له هغه مشتبه جملو نه چې حق او باطل دواړه پکې نغښتې وي ځکه په دې سره په خلکو کې شکوک، اختلافات او فتني پيداکېږي  دا اصطلاحات لکه د الله جل جلاله لپاره د جسم وصف يا د جوهر او عرض اصطلاحات چې يوناني فلسفي رامنځته کړې وي آن تردې پورې چې ويل کېږي امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی له ابوعيسی محمدبن عيسی برغوت سره په مناظره کې د نفې په صورت کې هم ددې اوصافو يادونه نه کوله بلکې ويل به يې: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4) دا راز د قدريه او د فتنې په وخت کې امام الاوزاعي رحمه الله خلک د جبر له توري نه په مطلقه توگه منعه کول او ويل به يې چې دا توري په قرآن او حديثو کې نشته بلکې يواځي داسې وايئ: (فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء).

لنډه داچې داسې مشتبه توري او اصطلاحات چې په هغو کې د حق او باطل خلط او گډوالی راغلی وي هغه شريعت منعه کړي دي او زموږ سلفو علماو د هغو له کارونې څخه ډډه کړې ده ځينې خلک به هغه ملايي مشهوره مقوله رامخته کړې چې وايي: لامشاحة في الاصطلاح يعنې په اصطلاحاتو کې بايد جنجال جوړ نه کړل شي موږ  وايو دا مقوله  نبوي حديث نه ده چې د استدلال وړ وگرځي او بل دا چې دا هغه اصطلاحات د مشاحة او جنجال وړنه دي چې هغه واضحه او روښانه معنی ولري او په داخل کې يې فساد او فتنه نه وي نغښتې او زموږ تر بحث لاندې اصطلاحات خو د فساد او انحراف په موخه رامنځته شوي دي له داسې خطرناکو اصطلاحاتو نه ځان خبرول او د هغو پيژندل د هر مسلمان وجيبه او مسؤليت دی لکه مخکې چې مو وويل ما ځينې دين پلوه ليکوالان او علماء ليدلي دي چې هغوی له دې اصطلاحاتو نه ځينې يې کاروي او فکر کوي چې په دې توگه نرمه ژبه کارول د دعوت لپاره مؤثره او اغيزمنه ده په دې کې شک نشته چې د دعوت لپاره نرمه ژبه ډيره مهمه او مؤثره ده او بايد کوښښ  وشي چې له پوره نرم اسلوب نه کار واخيستل شي خو داسې نه چې  ددې نرمۍ لپاره له اصولو تير شو له اصولوتېرېدل او معتقداتو ته ضرر رسېدل د منلو نه دي په کوم شي کې چې شريعت څه ډول امر کړی وي مسلمان بايد هغه ته غاړه کېږدي او له ځانه د مصلحت په لټه کې نشي.

والله اعلم وصلی الله علی سيدنا ونبينامحمد واله وصحبه وسلم.

له افغان بنسټ مهالنۍ په مننه

1 څرګندونه on په شرعي اصطلاحاتو تېرى او په مسلمانانو يې اغيزې

  1. ع.ق.پوپل // جون 19, 2013 at 5:00 pm // ځواب

    محمد وزير حامد صاحبه تر ټولو نه اول مننه کوم چی داسی مهم موضوع باندی مو لیکنه وکړه ما غوندی نوی ځونانو ته دا واقعیت هم یو سوال وو چی والی د نن سبا اصلاحات او نصیتونه اثر نلری او ولی کله چی شرعی اصطلاح کار کړل شی هغه یو خاصه اغزه لری .
    شرعي اصطلاحات نن سبا په یوه او بلی معناو ترجمه او ځای ناستی ورته کارول کیږی .
    چی ډیره داسی ځای ناستی اصطلاحات هغه اثر نلری چی کوم چی اصل شرعی اصطلاحات لری او هم دغه وجه ده چی نن سبا ځوانان پر بل لور روان او خپل اصل دین او کتلور ته یی توجو کم شوی دی
    الله(ج) دی پر صحت او قلم برکت که
    په درنښت
    ع.ق.پوپل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*