مدرسې د اسلامي ارزښتونو ژغورندويه اډانې
لیکنه: مولوي عبدالحق حماد
الله جل جلاله پر انسان داسې بې پايه نعمتونه لورولي دي چې که څوک وغواړي يوازې شمېر يې معلوم کړي؛ نوهم به يې په صفر کې عمر پای ته ورسيږي، شيخ سعدي شيرازي وايي: که انسان يوازې خپل ځان ته فکر وکړي نو په هر ځل سا کښلو سره پرې پاک الله دوه نعمتونه لوروي، يو د سا اخېستلو او بل د سا ايستلو نعمت او دا دواړه د انسان د ژوند لپاره تر ټولو اړين عناصر دي، که يوه لحظه د چا سا اخېستل بند شي هم مري او که يې سا اېستل بند شي هم ژوند له لاسه ورکوي. د انسان په ژوند کې پر هغه د الله پاک تر ټولو ستر نعمت ايمان دی چې د آخرت د ابدي ژوند د سوکالۍ يوازينۍ ذريعه ده، او له دې وروسته لوی نعمت د همدې ايمان د شرائطو او احکامو علم دی. غواړم د هغو ادارو او مرکزونو د شاليد، اړتيا او اغېز په اړه درسره وغږېږم چېرې چې د اسلامي احکامو او الهي قانون زده کړه ترلاسه کيږي، هيله ده چې د گټې وړ وگرځي.
د اسلامي تربيې اړتيا او ارزښت
اسلامي تربيه له دوو اساسونو څخه جوړه ده چې يو يې دنيا او بل آخرت دی، مسلمان په دې باور لري چې دنيا د آخرت لپاره کښت دی او چې دلته څه وکري حاصل به يې آخرت کې لاس ته راوړي يعنې مسلمان بايد په دنيا او آخرت دواړو کې د ښه ژوند غوښتونکی وي؛ خو اصلي موخه يې آخرت وي الله تعالی د مؤمنانو صفت داسې بيانوي:
وِمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ. أُولَـئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ. (البقرة ۲۰۱-۲۰۲).
ژباړه: او له دوی څخه ځينې داسې دي چې وايي اې زموږ ربه ! موږ ته په دنيا کې هم ښېگڼه راکړه او په آخرت کې هم او د اور له عذابه مو وساتې. د دغو کسانو لپاره به له خپلو عملونو (ښه) برخه وي او الله جل جلاله ژر حساب کوونکی دی.
د همدې (اسلامي) ټولنې غړي چې د پورتنيو اساسونو په رڼا کې تربيه شوي وي تل په اطمنان کې وي، سره له دې چې کله نا کله په ښکاره د ژوند له سختو ناخوالو سره لاس او گرېوان وي؛ خو الله ورته ډاډمن زړه ورکړی وي، بلې خواته کومه ټولنه چې يوازې په مادياتو تکيه وي او د وگړو تربيه يې پر يوه اساس (دنيا) ولاړه وي هغوی تل سر گردانه، بې اطمنانه، لالهانده او له ژوند څخه بې زاره وي، سره له دې چې هغوی د ژوند له هر ډول اسانتياوو او عشرت څخه برخمن وي؛ خو د قلبي اطمنان کچه يې دومره ټيټه وي چې آخر په ځان وژنه لاس پورې کوي، په دې هيله چې کيدای شي په دې وروستۍ حربه ډاډ ترلاسه کړي، ځينو ته يې چې الله پاک هدايت نصيب کړی وي هغوی خپل هدف (روحي اطمنان) ترلاسه کړي او د اسلام رڼا ته راشي او ځينې همداسې په تيارو کې ډوب له ژونده لاس په سر شي.
دغه اساسات او بنسټونه د اسلامي تعليماتو يوه غوښنه برخه ده چې گڼ شمېر شرائط او قوانين لري او تر خپله بريده يې زده کړه پر هر مسلمان فرض ده، البته د همدې قوانينو د زده کړې لپاره د اسلامي تاريخ په اوږدو کې مدرسې جوړې شوي دي او همدې مدرسو د اسلام تاريخ او قوانين ژوندي ساتلي دي چې د اسلام يوه لويه ځانگړتيا ده.
مدرسې ته اړتيا
د يوې اسلامي ټولنې د بقاء لپاره اسلامي مدرسې او مرکزونه داسې اړين دي لکه د ژوند لپاره اوبه او هوا، تر ننه د اسلامي ثقافت د ساتنې يوازينۍ ذريعه همدا مدارس دي، د علامه ندوي رحمه الله وينا په سرو زرو د ليکلو وړ ده چې وايي: مدرسه د انسان جوړونې تر ټولو مؤثر او غوره مرکز دی چې د مسلمان اړېکه له الله پاک سره ټينگوي؛ دا خبره تېر تاريخ موږ ته ښه ثابتوي چې کومو قومونو ديني مدرسې له لاسه ورکړي دي هغوی ډېر ژر خپل اسلامي ثقافت او ارزښتونه له لاسه ورکړي دي، د هغو هېوادونو تاريخ که ولوستل شي چې يو وخت د اسلام مرکزونه وو او اوس پکې د قبلې سمت هم په گرانه معلوميږي او اسلام يو پخوانی او هېر شوی مذهب گڼل کيږي؛ د هغوی د زوال پېلامه د مدرسو له زواله وه، د هغه وخت طاغوت، لکه اوسنی؛ په دې پوه شوی و چې ديني مدارس د اسلامي ټولنې روح دی، که مدارس له منځه يووړل شي وگړي يې پخپله هغه چوکاټ ته لوېږي چې موږ يې غواړو.
د مدرسې تاريخ
د اسلام په تاريخ کې مدرسه يا درس خونه له هغه وخت څخه را پيل شوه چې مسلمانانو لا په ډاگه د اسلامي بلنې اعلان نه و کړی، دا هغه وخت و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې د صفا غونډۍ تر څنگ د ارقم رضي الله عنه په کور کې مسلمانانو ته د اسلام د لارښوونو او احکامو په اړه درس ورکاوه او هر نوی نازل شوی آيت يې هغوی ته لوست، له هغه وروسته چې په مکه کې د مسلمانانو اوسېدل گران شول او رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله په لارښوونه مدينې ته هجرت وکړ، بيا نو د ديني درسونو روانه لړۍ پيل شوه، د نبوي جومات تر څنگ څپره کې خواو شا درې سوه هغه طالبان اوسېدل چې خپل ټول ژوند يې ددين زده کړې ته وقف کړی و، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې (احاديث) يې يادول او د اړتيا پر وخت به يې په جهاد کې هم گډون کاوه او د سعيد بن جبير رحمه الله په روايت کې دي چې د صفې طالبان ډيری يې د جهاد په ډگرونو کې زخميان شوي وو([1]) هغوی د دين د زده کړې ډېرې شپې په لوږه تېرولې او په نبوي جومات کې يې يوازينۍ مشغله د قرآن کريم د آيتونو او رسول الله صلى الله عليه وسلم د احاديثو زده کړه وه، هماغه ټولی و چې نن يې موږ روايتونه لولو او هر يوه له خپل وس سره سم احاديث له کامل امانت سره تر موږ رارسولي دي، ابوهريره رضي الله عنه چې د (مکثيرين من الروات) يعنې هغه صحابه کرام چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث يې تر نورو ډېر ياد کړي او روايت کړي دي، د همدې صفې د طالبانو يو تن و، رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغوی سره ډېره مينه درلوده او تل به ورسره کښېناست او ويل به يې چې ماته الله جل جلاله امر کړی چې له دوی سره کښېنم.
د اسلامي احکامو تر څنگ د صفې طالبانو په نبوي جومات کې رياضيات، طب او د جهاد تربيت هم زده کاوه، دغه راز د ژبو زده کړه د همدې مدرسې د مضامينو يوه برخه وه، په يو حديث کې دي چې زيد بن ثابت رضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنده سپارلې وه چې سرياني، فارسي او حبشي ژبې زده کړي.
او د ليک لوست زده کړه خو د ډېرو پيسو بدل کې هم ترلاسه کېدله، په بدر کې چې اويا تنه مشرکان ونيول شول او بيا پرېکړه وشوه چې هغوی به د فديې بدل کې پرېښودل کيږي؛ نو چې کوم مشرک به نېستمن و او ددې توان به يې نه درلود چې د پيسو په بدل کې ځان خلاص کړي، هغه به دوهم چانس دا درلود چې د مسلمانانو لس کمکيانو ته ليک لوست وروښيي بيا به پرېښودل شي. ([2])
له دې پرته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې په مدينه کې نهه (۹) نورې مدرسې هم وې.([3])
د مدرسې دوهم پړاو
له نبوي پېر راپه دې خوا بيا د عباسيانو تر خلافته په جوماتونو کې درسونه لوستل کېدل چې د کوفې “مسجد کوفه” (۱۷ هـ)، د مصر “جامع عمرو بن العاص” (۲۰ هـ)، د بغداد “جامع منصور”(۱۴۵هـ) او د مراکش “جامع القرويين” (۲۴۵هـ) د يادولو وړ دي؛ خو د عباسيانو په پېر کې کله چې درسونه ډېر شول او پکې بحث او مباحثې زياتې شوې؛ نو ددې لپاره چې مساجدو کې عبادت کوونکو ته خنډ نه شي، مدرسه له مسجده بهر انتقال شوه او په بېلابېلو سيمو کې ورته ځانگړې ودانۍ جوړي شوې.
ډېری عالمان په دې اند دي چې د بغداد نظاميه مدرسه د نننيو مدارسو لومړنۍ هغه وه چې يوازې دديني علومو د زده کړې او څېړنو په موخه ودانه شوه؛ خو حافظ ابن کثير رحمه الله په دې اند دی چې لومړنۍ مدرسه چې فقهاوو ته وسپارل شوه هغه وه چې په ۳۸۳ هجري کال د ابونصر سابور بن ازدشير له خوا د بغداد په “کرخ” کې ودانه او ورغول شوه او له ډېر شمېر کتابونو سره فقهاوو ته وسپارل شوه او د “دارالعلم” په نوم ونومول شوه. ([4])
نظاميه مدرسې چې په کال ۴۵۹ هـ او ورپسې څو کلونو کې د نظام الملک أبو علي حسن الطوسي رحمه الله په لارښوونه په نيشاپور او بغداد کې جوړې شوې، د تاريخ له مشهورو مدرسو څخه گڼل کيږي چې ډېر عالمان يې د خراسان، اصفهان، بلخ او هرات د مدرسو سرچينه گڼي.
نظام الملک د ايران طوس (اوسني مشهد) ښار کې زېږېدلی او د شاه سلجوقلومړی وزير و، له ديني علومو سره يې ډېره مينه درلوده او تل يې په مجلس کې علماء او فقهاء له ځان سره کښېنول، نوموړي د خپلې شتمنۍ لسمه برخه په ديني مدارسو لگوله او په خپل وخت کې تر خپل واک لاندې سيمو کې د ډېرو ديني مدرسو بنسټگر گڼل کېده، له همدې امله هغو مدرسو ته چې نوموړي ودانې کړي وې”المدارس النظاميه”ويل کېدلې.([5])
د پنځمې پېړۍ مشهور عالم او د “احياء علوم الدين” ليکوال امام غزالي رحمه الله د بغداد او نيشاپور نظاميه مدرسو يو له نامتو مدرسينو او مشرانو څخه و.
دغه راز په ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې د خپل وخت مشهورې مدرسې په لاندې ډول دي:
شام (سوريه): المدرسة الصادرية، دا په دمشق کې تر ټولو لومړنۍ مدرسه وه چې په کال ۳۹۱ د شجاع الدولة صادر بن عبدالله له خوا جوړه شوه.
دارالحديث النورية: د دمشق لومړنی دارالحديث، د سلطان نورالدين زنگي رحمة الله عليه په لاس ودان شوی و([6])، مفتي محمد تقي عثماني مدظله په خپل يون ليک کې ليکلي چې په دمشق کې علماوو ورته وويل چې ابن عساکر رحمة الله عليه د خپل وخت تر ټولو اوږد تاريخ (تاريخ دمشق) چې د حديثو هم يوه لويه ذخيره گڼل کيږي په اتيا ټوکه کې په همدې مدرسه کې ليکلی و.
دارالحديث الاشرفيه: د دمشق دوهم لوی دارالحديث دی چې د بيت المقدس فاتح سلطان صلاح الدين ايوبي د وراره ملک الاشرف مظفرالدين په لاس په ۶۳۰ هـ کال ودان کړل شو، د مقدمه ابن الصلاح ليکوال علامه تقي الدين بن الصلاح، د صحيح مسلم شارح علامه محي الدين نووي، د تهذيب الکمال ليکوال او د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله استاذ علامه ابوالحجاج مزي، شيخ الاسلام علامه تقي الدين سبکي او رئيس المفسرين حافظ ابن کثير -رحمهم الله – د همدې مدرسې له مشهورو استاذانو څخه وو.([7])
دغه راز له دې پرته په شام کې لسگونه نورې مدرسې هم وې چې د دين زرگونه مينه والو پکې خپله علمي تنده ماتوله.
عراق: عراق په دوهمه او ورپسې پېړيو کې د گڼ شمېر مدرسو په درلودلو د علم او علماوو مرکز گڼل کېدى، د حنفي فقهي لوی امام ابوحنيفه رحمه الله په کوفه کې مدرسه لرله چې امام محمد، امام ابويوسف او د امت يو شمېر نور عالمان يې شاگردان و. دغه راز د بغداد نظاميه مدرسه چې وړاندې يې يادونه وشوه د عراق له مشهور مدرسو څخه وه، له دې پرته گڼ شمېر نورې مدرسې هم وې چې په بصره او بغداد کې د عبدالقادر جيلاني رحمه الله مدرسې يې مشهورې دي.
مصر: په مصر کې تر ټولو مشهوره او زړه مدرسه د ازهر مدرسه ده چې يو وخت د علم او تقوا مرکز گڼل کېده.
اندلس: اندلس يا اوسنۍ هسپانيه يو وخت د مسلمانانو او علم ستر مرکز و، هغه وخت چې په لوېديځ کې د پوهې او پرمختگ کچه ډېره ټيټه وه اندلس د لويو پوهانو په درلودلو د علم يو ستر مرکز گڼل کېدى، لوېديځ چې نن د ساينس، فلسفې او طب په ډگرونو کې کوم پر مختگ کړی ددې سرچينه د اندلس له اسلامي ساينس پوهانو او فيلسوفانو څخه ده؛ خو لوېديځوال د خپلې اسلام دښمنه پاليسۍ او کرکې له امله د مسلمانو پوهانو نومونه نه يادوي.
مراکش: په فاس ښار کې “جامع القرويين” جومات په کال ۲۴۵ د يوې شتمنې او دينداره مېرمنې “فاطمې” په مرسته جوړ شو او تر ننه په خپل حال پاتې دی، دا جومات چې له ودانولو څه موده وروسته يې د يوې فعاله مدرسې بڼه خپله کړه د اسلامي تاريخ يو له مشهورو مرکزونو څخه گڼل کيږي، د ابن خلدون او ابن عربي په شان شخصيتونو په کې درسونه ويلي دي.
خلاصه دا چې له دوهمې پېړۍ څخه تر دوولسمې پېړۍ پورې عراق، مصر، شام، بخارا او سمرقند، نيشاپور، بلخ او خراسان دديني علومو مرکزونه گڼل کېدل چې د فقهې څلور امامان او د حديثو مشهور امامان يې ځلانده ستوري دي – رحمهم الله- له دوی پرته په زرگونو نور عالمان او د امت اکابر چې د اختصار له امله د ټولو نومونه نشو يادولای په دغو سيمو کې تېر شوي دي او دا ټول د همدې ديني مدرسو زېږنده وو چې تر ننه يې اسلام ژوندی ساتلی دی.
د هند نيمه وچه د اسلامي علومو ډگر
له هغه وروسته چې بخارا او سمرقند د شوروي اتحاد تر استعمار لاندې راغلل او هلته دديني علومو لمر ولوېد، الله جل جلاله د غور او غزني له لارې هماغه لمر په هند کې ځلاند کړ، هغه وخت په لوی هند کې ديني علوم په جوماتونو کې لوستل کېدل او ډېر تمرکز پر فنونو يا وسيلي علومو و؛ خو په ۱۱۴۵ هجري کال لوی محدث شاه ولي الله رحمه الله وروسته له هغه چې په حرمينو کې يې د حديثو زده کړې او اجازه تر لاسه کړه له نوي فکر سره هند ته را ستون شو او په مدارسو کې يې هغه څه رواج کړل چې له ډېره وخته ورته د دې سيمې مسلمانانو اړتيا درلودله او پيل يې د خپل پلار شيخ عبدالرحيم رحمه الله د مدرسې (المدرسة الرحيميه) څخه وکړ([8])، د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث د مدارسو لومړنی مضمون وگرځېد چې تر ننه په سيمه کې هماغه سلسله روانه ده او ددې سيمې د ټولو علماوو د حديثو سلسله د شاه ولي الله رحمه الله له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته رسيږي.
دا لړۍ له هغه وخته را روانه وه چې انگريزان پر هند واکمن شول او د مسلمانانو د له منځه وړلو په لاره کې يې له هيڅ راز ظلم او وحشت څخه درېغ ونه کړ، د ۱۸۵۷م ازادۍ جنگ کې نږدې دوه لکه مسلمانان شهيدان شول چې څه د پاسه پنځه پنځوس زره پکې يوازې علماء و؛ خو علماوو خپل هدف له لاسه ور نه کړ او د دښمن د هيڅ راز تېريو پروا يې ونه ساتله او په خپلو وينو يې د اسلام باغ خړوب وساته.
د انگريزانو کلتوري مسؤل “لارډمېکالې” کلونه کلونه هڅې وکړې څو داسې نصاب چمتو کړي چې د هند د نوي نسل فکر له اسلام څخه واړوي او د نوموړي دا مقوله ډېره مشهوره ده چې ويل به يې: زه هڅه کوم داسې نصاب را منځته کړم چې لوستونکی يې په ښکاره د هند وگړی وي، خو په فکري لحاظ به انگريز وي؛ خو د هغه وخت ديني عالمانو پرلپسې هڅو د هغه شومې ارادې تر ډېره ناکامې کړې؛ خو نوموړی د ډېر لگښت او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په نتيجه کې دې هدف ته ورسېد چې په سيمه کې د زده کړو ثانويت يا دوه گوني را منځته کړي چې د هماغه زهرو اثر تر ننه زموږ په ټولنه کې هم محسوسيږي او دا د ټولنې لپاره يو له سترو مصيبتونو څخه دی.
په دې لړ کې د هند علماوو نه يوازې دا چې د انگريزانو د وحشت او بربريت پروا ونه کړه؛ بلکې د راتلونکي نسل د ژغورلو په موخه يې ديني مراکز او مدرسې ودانې کړې چې تر ټولو ستر مرکز يې د ديوبند عالي دارالعلوم و چې په کال ۱۲۸۳ کې د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله او يو شمېر نورو سترو عالمانو او بزرگانو په لاس يې د اساس ډبره کېښودل شوه.
دا لړۍ په وروستيو کې له هندوستان څخه پاکستان ته وغځېدله چې هلته اوس په زرگونو مدرسې ودانې دي او د يوې سرشمېرنې له مخې يوازې هغه مدرسې چې له وفاق المدارس سره ثبت دي له لس زره څخه اوړي.
په افغانستان کې د مدرسو تاريخ ته کتنه
زموږ په هېواد کې تر ټولو لومړنۍ مدرسه په “زرنج” کې چې د پخواني سستان او يو وخت د صفاري دولت مرکز و د عمر فاروق رضي الله عنه په خلافت كې (۲۰ هـ ) هغه وخت جوړه شوه چې دې هېواد ته د صحابه کرامو لومړنۍ ډله د اسلام د خپرولو په نيت راغله، دغه مدرسه چې نوميالي تابعي حسن بصري رحمه الله پکې شپږ مياشتې درس او تدريس وکړ د هېواد تر ټولو لومړنۍ اسلامي درس خونه گڼل کيږي.
له هغه وروسته د غزنويانو په دوره (٣٥١ ـــ٥٨٣ هـ) کې د هغوی تر لاس لاندې سيمو کې يو شمېر مدرسې جوړې شوې، او بيا د تيموريانو په دوره (٨٠٧ هـ ق-٨٥٠ هـ) د هغه د زوی شاه رخ په واکمنۍ کې يو شمېر مدرسې جوړې شوې چې د سمرقند “الغ بېگ” مدرسه يې يوه بېلگه ده، پر دې سيمه هغه وخت د شاه رخ زوی الغ بېگ والي و ځکه دغه مدرسه هم نوموړي ته منسوبه ده.
ورپسې د عالمگير په زمانه کې چې د لوی هند په اسلامي تاريخ کې د سرو زرو دوره گڼل کيږي په دې سيمه کې ديني مدرسې ښه وپالل شوې او بيا په ١٨٨٠ ميلادي کال د انگريزانو له ماتې وروسته د اميرعبدالرحمن خان په دوره کې هم يو شمېر مدرسې جوړې شوې چې د کابل شاهي مدرسه چې د پخته فروشۍ جومات قبلې لور ده ودانه وه د نوموړي يوه ښه کارنامه وه، په دې مدرسه کې دهېواد نومياليو عالمانو تدريس کاوه. په دې او ورته څېرمه بالاحصار تر څنگ عليا جوماتونو کې چې پکې مدرسې هم ودانې وې د تدريس چارې دکابل قاضي اودپېښوليکونکي نوميالي عالم ميرزاهد هروي ته سپارل شوي وې، مير زاهد همدلته د ژوند ترپايه تدريس وکړ اود “امور عامه” په نامه کتاب چې تردې دمه په مدرسوکې لوستل کيږي همدلته په کابل كې وليکه بيا همدلته وفات او د عاشقانو عارفانو شاته هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
بيا امير حبيب الله خان په خپله دوره کې ديني مدرسو ته ښه پاملرنه وکړه، حبيبيه مدرسه چې وروسته په لېسه بدله کړل شوه د نوموړي په لارښوونه جوړه شوه، له دې پرته د نوموړي په امر کابل کې د قرآن کريم د حفظ لپاره يوولس مدرسې جوړې شوې.([9])
دغه راز د تاريخ په اوږدو کې هرات، بلخ، بست، تخار، زرنج او غزنی د اسلامي ثقافت علمي مرکزونه پاتې شوي دي چې بېلابېلو وختونو کې يې لسگونه داسې عالمان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې اسلامي تاريخ کې پرې حساب کيږي، مشهور محدثين امام خطابي، ابن حبان بستياو ملاعلي قاري رحمهم الله يې غوره نمونې دي.
په ورپسې دورو کې د افغانستان په هره سيمه کې مدرسې ابادې وې او هر چيرې چې به يو عالم اوسېدی طالبان به پرې دېره وو، او هغې دورې ته د “حجرو” دوره ويلای شو چې تر دې وروستيو پورې په دې سيمه کې د مدرسو همدا نظام روان و، کله چې په ۱۴۱۵ هـ ق کال د طالبانو اسلامي تحريک پيل شو او په لنډ وخت کې يې د هېواد ډېرې برخې تر لاسه کړې، د مدرسو غوټۍ بيا په غوړېدو شوې او د هېواد په هره برخه کې سلگونه مدرسې ابادې شوې.
پر مدارسو يرغل
له پورتنيو خبرو دا ثابتيږي چې مدرسه د اسلامي ټولنې د ارزښتونو د ساتلو يوازينۍ ساتونکې اداره ده، له همدې امله تل د اغيارو او اسلام دښمنو په سترگو کې د مدرسې وجود ازغی دى او تل يې په يوه او بل نامه د بدنامولو هڅې کوي.
مفتي محمد تقي عثماني صاحب مدظله العالي ليکي: ديني مدرسې د لوېديځ استعمار، لويديځ فکر او لوېديځ پلوو په سترگو کې تل ازغی دی، ځکه د مدرسو د بدنامولو او پر هغو د هر ډول تورونو څخه هيڅ راز ډډه نه کوي.
د مدارسو په وړاندې د اغيارو چلند له هغه وروسته لا سخت او چټک شو چې د ۱۹۷۹ په دسمبر کې شوروي لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او افغان ولس د همدې ديني طبقې په لارښوونه د هغوی په وړاندې د مضبوط دېوال په شان سپر شول او شوروي اتحاد يې دړې وړې او له تاريخي ماتې سره مخ کړ، بل اړخ ته فلسطيني مجاهدينو په ۱۹۸۹ کې د حماس اسلامي گوند تر نامه لاندې د فلسطين د ازادۍ نوي هڅې پيل کړې، په ختيځه اروپا کې د بوسنيا، کوسووا او البانيا مسلمانانو د طاغوت په وړاندې مبارزه وکړه، په چيچنيا کې اسلامپالو روسي ځواکونه مات کړل او برمايي مسلمانان په ميانمار کې د خپلې سپېڅلي عقيدې د ساتلو لپاره له هرڅه نه تېر شول، دا هغه لويې پېښې وې چې لوېديځوال يې دې ته متوجه کړل چې د دې ټولو پېښو تر شا د اسلامي تعليمي مرکزونو لاس دی.
په ۱۴۱۵ هـ ق کال په افغانستان کې د طالبانو تحريک له منځ ته راتللو او دوه کاله وروسته د کابل له نيولو او اسلامي امارت اعلانولو وروسته دې مراکزو ته دښمن مستقيمه گوته ونيوله، او د تاسف خبره دا ده چې د غرب اسلام دښمنه عناصرو ترڅنگ يو شمېر کمزورو مسلمانانو هم د دې شعار ملگرتيا وکړه چې تر هغو ډېر مضر ثابت شوي.
افغانستان کې د مدارسو اوسنی حال
وروسته له هغه چې امريکا او متحدينو يې پر هېواد يرغل وکړ او اسلامي امارت يې ړنگ کړ، زموږ ټولنه په يو داسې تورتم حالت کې ده چې نوي ځوانان مو ورځ تر بلې د پردو په لاس کې لوېږي، د پردو کلتور خپلوي او له خپل دين او عقيدې څخه گام په گام شاته ځي، او د افسوس ځای دادی چې په لوی لاس هغوی ته داسې پروگرامونه جوړيږي چې په پايله کې يې هغوی پخپله هغه لاره خپلوي چې اسلامي لارښوونې هيڅکله اجازه نه ورکوي.
له بلې خوا هغه يوازيني خلک چې د اسلامي ټولنې روح، د اسلامي اخلاقو نمونې او د انبياوو وارثان دي هره ورځ په لوی لاس تهديديږي، درس او تدريس ته نه پرېښودل کيږي او په يوه او بل نامه شهيدانيږي، په هېواد کې مدرسې له هغه حالت سره مخ دي لکه يو وخت چې د بخارا او هندوستان مدرسې او علما ورسره لاس او گرېوان و، کومې د گوتو په شمار مدرسې چې شته هغه کامله ازادي نه لري او يا پکې يوازې هغه زده کوونکي درس ويلای شي چې عمرونه يې له لسو يا پنځلسو کلونو لوړ نه دي، که دا حالت څه وخت نور هم همداسې دوام وکړي؛ نو يو وخت به له دې گران ټاټوبي څخه هم هغه څه کډه وکړي چې نن يې د هسپانيې او قرطبې وران جوماتونه او مدرسې د حال په ژبه له مسلمانانو غواړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي: الله له خپلو بندگانو څخه علم نه اخلي؛ بلکې د علماوو په اخېستلو سره علم پورته کوي، تر دې چې بيا به يو عالم هم نه وي پاتې او خلک به جاهلانو ته مشرتوب ورکړي او پوښتنې به ورڅخه کوي، هغوی به بې علمه فتواوې ورکوي؛ نو پخپله به هم گمراهان شي او نور به هم گمراهان کړي.
اقبال د انگريز استعمار له خولې څه ښه ويلي دي:
افغانيوڼ کي غيرت دين کا هې يه علاج
ملا کو ان کې کوه و دمن سې نکال دو
يعنې که غواړئ له افغانانو ديني غيرت واخلئ؛ نو ملا يې له منځه وباسئ، تر څو چې دلته ملا وجود ولري څوک نشي کولای دا ټولنه بې لارې کړي او دا چاره معاصر تاريخ هم ثابته کړه.
په هېواد کې د ديني مدرسو د بيا ځلېدا په هيله
[1] : تفسير روح المعاني۱/۶۴ ط: دار احياء التراث العربي.
[2]: الرحيق المختوم ۲۴۸ ط: دار ابن حزم بيروت.
[3]: ديني مدارس مقالة الشيخ محمود غازي.
[4]: البداية والنهاية ۱۱/۳۷۷ ط: دارالمعرفة بيروت.
[5]: البداية والنهاية ۱۲/۶۱۷ .
[6]: البداية والنهاية ۱۶/۴۸۷ ط: دارهجر.
[7]: سفر در سفر۹۱، ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
[8]: رجال الفکر والدعوة للشيخ الندوي رحمه الله ۴/۴۸۷.
[9]: د اسلام لنډ تاريخ، ليکوال: مفتي حبيب الله قاسمي.
له افغان بنسټ مهالنۍ نه په مننه
مولوي عبدالحق حماد صاحبه ډیره په زړه پوری معلومات مو په لیکنه کی ځای پر ځای کړی دی
واقعیت هم چی نن د مدرسو حالات د تشویش وړ دی
او ریښتا چی هم ځوانان مو قدم په قدم د خپل دین او کلتور ځخه مخ پر شاځی
الله (ج) دی ثوابونه او اجرونه درکړی
دیو بلی داسۍ په زړه پورې لیکنه په هیله
ع.ق . پوپل