وروستي:

نصیر الدین اخوندزاده، یوه د علم خاموشه هستي

استاد محمد زمان مزمل

 خدای بښلی نصیر الدین اخوندزاده د مرحوم مولوی احمد جان اخوندزاده زوی او د ملا عبدالوهاب اخوندازاده لمسی و.

چې په دې حساب د هغوی کورنی پښت له پښت نه ملایان او علماء تېر شوې دی.

قدرمن اخوندزاده صاحب په ۱۳۱۳ کال کې د وردگو د جک ولسوالی د خوات په خلیلی کلی کې وزیږید. څنگه چې پلار محترم یې ښه دیني عالم و، خپل ابتدايي درسونه یې له هغه اخستی و.

لکه چې مروج و، پخوانیو طالبانو به د علم لپاره پر مشهورو استادانو گرځیدل او دیره کیدل، اخوندزاده صاحب د جلیز پر اخوندزاده پنځه کاله دیره و او خپلې مهمې زده کړې یې له دغه مشهور عالم نه وکړی.

وروسته د احادیثو د دوری په خاطر د تگاب د وخت سترې مدرسې ته ولاړ او هلته د بل  شهره افاق عالم مولوی صاحب عبدالمنان نه خپله دوره پوره کړه او په همدغه مدرسه کې په ۱۳۴۰ کال د فراغت دستار وتاړه.

د فراغت وروسته خپلې سیمې ته راغئ او د یوه کامیاب مدرس په حیث یې خپلو علمي خدماتو ته دوام ورکړ.

څنگه چې اخوندزاده صاحب د یوې عریقی علمي کورنۍ غړی و او په کورنۍ کې یې پلار نیکه او ډیر خپلوان علماء تیر شوی دی،دغه  ماحول هغه ته یو ځانگړی شخصیت ورکړی و.

داسې چې د خپلې کورنۍ متاثر اخوندزاده صاحب د علم په تهذیبي ځانگو کې لوی شوی و هغه د استعداد له مخې هم د اوچت استعداد خاوند او پخپله سیمه کې د مرجع علماؤ په سلسله کې یو مرجع باوقاوره عالم و.

د تحریک سره ارتباط:

څنگه چې د فراغت او تدریس دوره د اسلامي تحریک د تأسیس کلونو ته نژدی وه نو اخوندزاده صاحب او ټوله کورنۍ او خپلوان يي له هاغه پیل نه د تحریک سره په تعهد کې منسلک شول.

نصیرالدین اخوندزاده په دغه تدریسی حلقو کې خپل تدریس سر ته رساوه او له ده سره په ارتباط کې پاتې طالبان او ماحول هم له تحریک نه زیات متاثر و.

هغه مهال چې په وطن کې د نهضت مشرانو ته اوسیدل گران شول او ډیری مشران اعدام شول یا زندانونو ته واچول شول بیا هم د جناب اخوندزاده صاحب روابط له تحریک سره پاتی و  او په داخل کې د تحریک لپاره مصروف عالم و.

د هجرت مرحله:

هغه وخت چې د ثور کودتا واقع شوه او په هیواد کې نور د نصیر اخوندزاده په شان علماو ته نه ځای پاتی و او نه هم هغوی نور د قائم نظام سره د گذاری څه درلودل نو نصیر الدین اخوندزاده د هماغه پیل په سلسله کې د هجرت لاره ونیوله.

که څه هم د وردگو ولایت د هغو لومړیو تودو ولایتونو له جملې څخه و او هغه مهال چې د وخت کمونست دولت هغوی ته د هزادره پاریدلی سیمې د ایلولو په منظور ۱۸۰۰ میله وسله د مرستې په توگه ورکړه ولی د وردگو مجاهدو پرگنو هغه اخستی ټوپک ټول د نظام پرضد د پراخ تمرد په شکل کې د نظام ترهر بل ځای لومړی چیلنج کړ.

که په دې ولایت کې اخستی وسله د مقاومت پر ضد استخدام شوی وه کیدای شول دا یو رسم شوی وای او نورو ولایتونو هم د هغوی په څیر داسې ورته کارونه کړی و ولی د دې ولایت پرگنو په پرگنو د دولت اعتماد ختم کړ او په نتیجه کې هر چا غوښتل چې د هغوی په شان یو قوی ابتکار وکړی او یا هم خپله ولسوالی قیام کولو ته وهڅوي.

په دې عملیه کې د علماو او په تېره مولوی صاحب پوره لاس و ځکه چې د دولت د ملحدانه پروگرام په اړه یې په سیمه کې خپل مسؤلیت پوره اداء کړی و،په چک کې د مولوی صاحب کورنۍ رول په جهاد کې تر ټولو مخکې و د همدې ځایه کله چې په سیمه کې ورته اوسیدل گران شول، اخوندزاده صاحب اول خپله او بیا یې کورنۍ هجرت وکړ.

د کدر علمي معاون:

څنگه چې مولوی صاحب پيښور ته راغی او دلته هغه د خپلو ښو سوابقو په اساس په هغه اداره کې چې د علماو لپاره جوړه شوی اود علماو د کدریی عنوان  و،  هغه پکې د معاون په صفت انتخاب شو.

مولوی صاحب په دغسې یو حساس پړاو کې چې د هر چا په فتوی او خبره هر چا زړه نه تاړه هغه په دغسې حساس مهال د علماو د تنظیم معاون وټاکل شو او دا مقام لکه څنگه چې په حقه لاسته راووړ هاغسې یې په حقه و هم ساته.

اخوندزاده صاحب په ټوله هغه موده کې چې دې پکې د کدر علمي معاون و، هغه د حزب په سطحه او د علماو په سطحه د پوره اعتماد وړ و او هومره یي دغه اعتماد ښه وپاله چې تر پایه په دې درنه وظیفه کی هغسې  دروند پاتی شو، چې تر مرگه پورې هغه په حزب کې یوه مرجع عالم پاتی شو.

هغه نه دا چې خپل علمیت، سکون او خپل وقار د حزب اسلامي په دننه کې په یو وزین موقعیت درولی و هغه په پيښور کې د اتحادونو په مرحله کې هم د نورو ډلو د علماء په منځکې خپل ځانگړی مقام درلود.

یو سنتي مدرس:

مولوی صاحب د خپل رسمي دندې ترڅنگ په ځینو مدرسو کې د مدرس استاد دنده هم درلودله او هغه په دې دنده کې هومره وزین او کامیاب چلیده چې خپلو شاگردانو ته د ارادت ځای و.

هغه په داسې یوه مرحله کې تحصیل کړی و چې هغه پکې د تدریس هغه ژور اسلوب پرمخ بیوه چې طالبانو ته یی خاص قیمت درلود.

مولوی صاحب د استعداد او اسلوب له مخې ډیر ارام او ډیر ژور و هغه د کتاب په روانولو او لگولو کې هغه ژوندی اسلوب درلود چې د طالب لپاره یی په درس کې نور د سوال ځای نه پريښود.

یو بی غوغا ارام مدرس:

مولوی صاحب که څه هم په داسې مرحله کې مدرس و چې زیاتره مدرسین پکې پر اختلافي او فروعي قضایاو کې خپله خاصه اتجاه ښئ او یا کم له کم په تدریس کې د چا دردولویا د چا د پلوی کولو تهذیب ته لویږي ولی زمونږ اخوندزاده هومره به بی طرفی او خاموشی کې خپل تدریس پخپله اکادمیکه سلسله  کې باوقاره پرمخ بیوه چې له دې ټولوکمزوریو نه چې د ننیوعلمي مراکزو رسم دی له دې ټولو ډیر لوړ او ډیر اوچت و.

یوه متفقه مرجع:

وروستیو پيښو او د فراغ وروستیو پړاونو ډیری علماء پر اختلافي روحیه باندی اړ کړل او داسې دا روحیه ان د یوه تنظیم په داخل کې هم د اختلافاتو باعث شوه.

اخوندزاده صاحب پخپل وروستی ژوند کې هومره بزرگوار ژوند درلود چې په همدې اختلافي او جنجالي پړاو کې هغه متفقه مرجع و او د ټولو د اعتماد وړ عالم و.

دا چې هغه دغه تهذیب په دې اضطراري شرائطو کې تر پایه خوندی وساته په دې اړه کیدای شي په یوه علمي درنه کورنۍ کې د هغه پیدا کیدلو او هلته په علمي ماحول کې د هغه ژوند هغه ته دشخصیت دغه خاص نمط ورکړی وي ولی دا هم کیدای شي چې د تگاب اخوندزاده په مدرسه کې د هغه د عمر وروستی ژوند او وروستی تحصیل هغه ته دغه جذبه نوره هم  پخلی ته رسولی وی.

د تگاب د اخوندزاده مدرسه هغه د علم او طریقت دواړو یو اوبدلی تصور و چې د هډی صاحب او سوات ملا صاحب نه په مشرقی او تگاب کې یې په یوه پیلی پړاو کی د ډیر وخت نه د پرگنو په تربیه کې رول درلود.

له دې ټولو نه پورته خپله اخوندزاده صاحب د خپل مزاج او شخصیت له مخې دروند او د علمي وقار نه مالامال انسان و چې اصلاً په تدریسی اداره او هر اجتماعي تعامل کې یې خپله خاصه طریقه وه.

د هر چا خبره یې په حوصله اوریدله او په یوه خاصه اخلاقي طریقه یې نور ارادتمندان او عامه خلک ځوابول.

د جهاد په تاوده پړاو کې چې پرگنې پکې د اضطراري شرائطو ښکار وی، هر طرف ته اختلافاتو وده کړی وه او د سیمې جهادي ماحول ډیر خلک پخپلو کې اخته کړی وه زمونږ په تنظیم کې تقریباً لس کسان داسې راغلی و چې هغوی پکې په یوه بزرگواره روحیه کی باقی وو، نه پکې اختلاف ته ننوتل او نه جدل ته. د هغو ټولو په سر کې جناب خدای بښلی مولوی نصیر الدین اخوندزاده و.

د علماو کوربه:

افغانستان داسې یو هیواد دی چې پرگنې پکې له هر چا زیات د خپلو سیمو د مرجع علماو پسې روانیږي او مونږ د دغو مرجع علماو نه په جنوب کې هم برخه وکړه او هم په جهاد کې د حزب اسلامي مخکښ کردار دغسې علماء له خپل ښه تشخص له مخې د حزب سره ملگری کړل.

په دې اړه د وردگو ولایت چې یو د هغو ولایتونو نه و چې جهاد پکې تر هر ځایه زیات رنگ واخست په هغه کې هم مرجع علماو زیات له حزب سره متعهد و.

نصیر اخوندزاده، د یوسف خیلو اخوندزاده، د جلیز اخوندزاده مولوی صاحب عبدالباقي دا هغه نومونه و چې د دغه ولایت او نورو ولایتونو پرگنو په استاد کل پيژندل او د جهاد روحاني قومانده د هغوی په خبره هم پیل کیدله او هم یې دوام موند.

هغوی په داخل کې اول د مجاهدینو مربی مرجع و او بیا چې د هجرت دیار ته راغلل د حزب په لوړو مراجعو کې مصروف و او د هجرت د نسل استادان شول.

مولوی صاحب د علم او جهاد گډ سمبول:

د مولوی صاحب کورنۍ لکه چې ومو ویل د علم کورنۍ وه ولی کله چې په کابل کې الحادي نظام راغی نو د هغوی کورنۍ تر هر چا مخکې جهاد ته مخه کړه، د چک ولسوالۍ ژوندي مجاهدین د هغوی د لویې کورنۍ د سرپرستۍ لاندی و.

بشیر همت چې د اولو قوماندانانو نه و هغه د مولوی صاحب د تره زوی و.

دا چې په پيښور کې مولوی صاحب په حزب کې په اوچتو اوچتو مقامونو کې تر پایه پاتی شو دا د هغه د علمي مقام او جهادي رول دواړو برکت و.

مولوی صاحب د رسمې دندې ترڅنگ په امام شیبایی مدرسه کې د یو فعال استاد په حیث تدریس کاوه او د فضل الله کاکړ سره په بورد علمی کې هم عضوه و.

هغه په زرهاو شاگردان وروزل او نن د هغوی دغه شاگردان په جهاد او ښونځیو کې د یوه بل پړاو رهبری په غاړه لري.

یو ښه مربي:

مولوی اخوندزاده په داسې حال کې چې یو ښه عالم و، هغه یو ښه مربی هم و، خپلو شاگردانو تری قوی تاثر اخست، همدا وجه ده چې د مولوی صاحب په کور کې د هجرت په بدو او بدلونکیو شرائطو کې بیا هم د هغه ارجمندانو د علم لاره ټینگه ونیوله او په دې لړ کې ټول د ډاکترۍ او ماسترۍ په اوچتو درجو داسنادو په اخستلو بریالی شوی دی.

مونږ دعا کوو چې خدای پاک دی مولوی صاحب ته د هغه د زیار جهاد تدریس برابر مقامات او درجات ورکړی  او د هغه پر زامنو دې د هغه ځای هغسې ډک کړي چې خدای بښلی اخوندزاده صاحب  ارمان و.

څلور  لوړې بزرگواری:

اخوندزاده د ښو اخلاقو یو جامع عالم  و، د هغه کردار او علم له بزرگواریو ډک و ولی دغه څلور پکې هومره بارزی وی چې د هغه ځانگړتیاوی یې جوړی کړی وی.

*  اوله بزرگواری:

هیڅ وخت په فروعي اختلافاتي مسائلو کې طرف نه شو او نه پکې د دغه اختلاف لپاره جذبه و، د یوه واحد امت د جوړولو لپاره خدای پاک د تحمل جذبه او د وفار نه ډکه خوله ورکړی وه.

* دویمه بزرگواری:

د جهاد او هجرت دوران د سختو امتحانونو او پریشانیو دوران و هر چا پکې د افلاس او ضرورتونو تور ماښامونه ولیدل ولی اخوندزاده پکې هومره قانع او غیر طماع انسان و چې تر پایه یې چاته د یو مادي مطلب په خاطر خوله خلاصه نکړه.

*  دریمه بزرگواری:

د هغه په پلرني سیمه کې چې جهاد روان و او هلته پکې طبیعتاً اختلافات و هغه تر پایه پکې د یوه مربي عالم دریځ درلود، د چا په گته یا د چا په ضرر یې دریځ نه درلود.

* څلورمه بزرگواری:

د حزب په سطحه چې ډیر مسائل راپيښ شول هغه پکې بی طرفه صامد او دور اندیشه و.

الله پاک دی  هغه ځای د هغه په شاگردانو او د هغه په ارجمندانو ډک کړی او هغه دې پخپلو پرزوینو کې هغه مقام ته ورسوی چې د حق علماو او داعیانو لپاره مناسب دی. (آمین)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*