وروستي:

د روژې د مياشتې خصوصيات

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

دادالله رب العالمين لوی احسان دی چي زموږپه ژوندکي يوځل بيادرمضان مياشت راغله. درمضان المبارک مياشت دمغفرت،رحمت او له دوزخه دخلاصون مياشت ده . دا مياشت دالله پاک دتحفو، احساناتو او ورکړو مياشت ده . دا مياشت ځيني داسي خصوصيات (ځانګړتياوي) لري چي په نورومیاشتوکي نشته، چي هغه ددې مياشتي په اهميت  اوفْضيلت باندي دلالت کوي  غواړم ځيني يې وليکم هغه دادي :

{1} ددغي میاشتي يولوی خاصيت دادی چي  په دې مياشت کي الله رب العزت قرآن عظيم الشان نازل کړی دی الله تعالی فرمايي:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَان، فَمَن شَهدَمنکُمُ الشَهرَفَااليَصُمهُ ، وَمَن کَان مَريضًااَوعَلی سَفَرٍفَعدَةٌ من اَيَامٍ اُخَرٍ،يُريدُاللهُ بکَمَ اليُسرَوَلَايُريدُبکُمُ العُسرَ، وَلتُکملُواالعدَةَ وَلتُکَبرُواللهَ عَلَی مَاهَدَاکُم وَلَعَلَکُم تَشکُرُونَ(البقرة:185)

رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړی شو،چي دانسانانولپاره له سره ترپايه هدايت دی،اوداسي څرګندي لارښودني پکې دي چي دسمي لاري ښوونکې اودحق اوباطل يوله بله بېلوونکي دي،له دې کبله څوک چي له دې وروسته دامياشت ومومي،پرهغه لازمه ده چي داټوله مياشت روژه ونيسي، اوکه څوک ناروغ يامسافروي، هغه دي په نورو ورځوکي دروژو شمېر پوره کړي.
الله پرتاسواسانتيا راوستل غواړي،سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسو ته دا طريقه ښودل کيږي تر څو تاسو دروژو شمېر پوره کړی شئ او پر کوم هدايت چي الله تاسو سرلوړي کړي يئ، پرهغه دالله لويي وستايئ اوشکرکوونکي واوسئ
قرآن کريم ددې امت دستور او قانون دی، داکتاب دانسانانو د هدايت او لارښوونو لپاره رالېږل شوی دی، دحق او باطل ترمينځ توپير په دې کتاب سره  کيږي اوالله رب العزت ته دنږدې کېدو تر ټولوغوره اواسانه لارده .
{2}په دې مياشت کي دجنت دروازې خلاصيږي .
{3}ددوزخ دروازې بنديږي .
{4}په شيطانانوکي سرکش اوزيات نافرمان په دې مياشت کي تړل کيږي،هغوی په دې مياشت کي هغوکارو ته لاس رسی نه لري، کومو ته يې چي مخکي لری .
په حديث کي راغلي دي :

کله چي رمضان داخل شي، نو داسمان دروازې خلاصي شي، ددوزخ دروازې بندي شي او شيطانان وتړل شي .
په يوه روايت کي داسي دي  چي کله رمضان راشي، دجنت دروازې خلاصي شي(بخاري)
سوال دادی چي په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي نوبياولي خلګ ګناوي کوي، په دې مياشتي  کي خوځيني خلګ تر نورو مياشتو زياتي ګناوي کوي داولي؟
ددې خبري يو ځواب دادی چي ټول شيطانان نه تړل کيږي، يوازي سرکش تړل کيږي، لکه څنګه چي په ځينو رواياتو کي دسرکشو ذکر راغلی  دی، نور واړه شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت کوي نوځکه ځيني خلگ گناوي کوي.
{2}شيطانان په دوه قسمه دي،جني اوانسي.

جني خو وتړل شي، انسي(انساني) شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت جاري ساتي .
{3} دګناهونو دکېدلو سبب يوازي شيطانان نه دي، بلکي دانسان نفس دی، نوري فتنې دي. چي هغه انسان ګناه ته هڅوي،چي هغه ډېري زياتي دي.
{ٰ4} ډېرانسانان دګناهونوسره  عادت شوي وي،نودوی دعادت پربناء هغه ګناوي په دې مياشت کي هم کوي. لکه  څنګه چي حيوانان دعادت پر اساس خپل کور ته ځانونه  سم رسوي، همداراز شيطان هم ډېر انسانان په ګناهونو عادت کړي دي، اوس که شيطان نه وي، بياهم دوی خپله وظيفه په پوره توګه  ادا کوي. دا دګناهونو علتونه دي.
که څوک دټولو شرائطو او آدابو مطابق روژې نيسي، هغه به ان شاءالله تعالی له ډېرو ګناهونو محفوظ شي .
{5}په دې مياشت کي د ښوکارونو ثواب څوچنده زيات وي .

تردې چي نفل دفرضو او فرض د اوياوو فرضو په اندازه ثواب لري.

{6}څوک چي په دې مياشت کي روژاتي ته روژه ماتی ورکړي، دده هم دهغه په څېر ثواب کيږي، پرته له دې چي دروژاتي ثواب  کم کړل شي (ترمذي حسن صحيح)
{7}په دې مياشت کي دليلة القدر (دقدرشپه) ده چي تر زرو مياشتو غوره ده اوهغه مبارکه شپه ده چي دراتلونکي کال په اوږدوکي چي کوم کارونه ترسره کيږي، دهغو ټولو پرېکړي او ليکني  په دې شپه کيږي . په حديث کي دي چي څوک  ددې شپې له خيره محروم شو، هغه  يقينا له ډېر لوی خير څخه محروم شو(احمد،نسائي وهوحديث صحيح)
په بل حديث کي راغلي دي چي څوک دقدر په شپه عبادت وکړي، په داسي حال کي چي ايمان لري اوثواب يې ګڼي (دثواب په نيت يې کوي، بل غرض يې نه وي) ټول مخکيني ګناهونه به وروبخښل شي(متفق عليه)
دا د الله پاک يو ډېر لوی احسان دی چي په ډېر لږ عمل باندي ډېر زيات ثوابونه ورکوي.
{8}په دې مياشت کي ملائکي ډېري زمکي ته راکښته کيږي .
{9}په دې مياشت کي پېشنمی کيږي، چي ددې اُمت ځانګړتياده.
لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي چي زموږ او د اهل کتابو د روژو تر منځ توپير د پېشنمي په خوراک سره دی (مسلم)
بيا په دې پېشنمي کي پردې برسېره  چي روژه سړي ته  اسانيږي، نور هم ډېر ثوابونه او فائدې  شته په حديث کي راغلي دي: تسحرو فان في السحور برکة (متفق عليه)
پېشنمی کوئ ځکه په پېشنمي کي برکت دی .
{10}په دې مياشت کي دبدر مشهوره غزا شوې ده .
دا هغه غزاده چي دمؤمنانو دملاتړ لپاره ملائکي راکښته شوې چي په پايله کي فتح اوکاميابي دمؤمنانو په برخه شوه، مشرکان شرمېدلي اوماتي خوړلي له ميدانه وتښتېدل.
{11} درمضان دمياشتي يوه ځانګړتيا دا هم ده چي په دې مياشت کي مکه مکرمه فتح شوه.
ددې فتحي په ترڅ کي داسلام رڼا دنړۍ تر ټولو برخو خپره شوه .
{12}په دې مياشت کي عُمره دومره ثواب لري لکه څوک چي درسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ملګرتيا کي حج ادا کړي . په حديث کي دي :
په رمضان کي عمره دحج سره برابره ده (يايې داسي ويلي) زما په ملګرتيا کي دحج سره برابره ده .(بخاري،مسلم)
{13}په دې مياشت کي تراويح شته چي مسلمانان ورته راجمع کيږي اوپه جماعت سره يې اداکوي چي  داهم يوازي په روژه کي وي .
(ديادوني وړده چي تراويح شل رکعاته سنت مؤکد دي،اته رکعاته تهجد دي، تراويح او تهجد بېل عبادتونه دي؛
{14} ددې مياشتي روژه د اسلام يو رکن دی، له دې روژو نيولو پرته څوک  پوره مسلمان نشي جوړېدای .
څوک چي يې له فرضيت څخه منکر شي هغه کافر کيږي .
{15} په دې مياشت کي دخير کارونه هم ډېروي، دخير کوونکي هم زيات وي، خلګ مسجدونوته ځي، په دومره اندازه کي چي په نورو مياشتو کي هغومره نه ځي .
علماء کرامو فرمايلي دي چي  هغه ډېر بد خلګ دي چي الله پاک يوازي په رمضان کي پېژني، په نورو مياشتو کي يې نه پېژني، عبادت يې په نورو مياشتو کي نه کوي، د احکاماتو پرواه يې نه لري .
بايد مسلمان داسي ځان جوړ کړي چي ټول کال دالله پاک تابعدار واوسي .
ديوازي رمضان عبادت هم دانسان لپاره بس نه دی، نه يوازي په دې میاشت سړی خلاصېدی شي .
په هر وخت کي  انسان ته دالله احکامات متوجه دي، دهغو ضائع کول ګناه او د بدمرغۍ لامل دی .
{16} په دې مياشت کي ګناهونه بخښل کيږي  لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تربلي پوري او يو رمضان تربل پوري دهغو ګناهونو لپاره ختموونکي دي چي ترمينځ يې شوي وي، خو(په دې شرط )چي له کبائرو(لويوګناهونو) ځان ساتل شوی وي(مسلم)
دکبيرې ګناه لپاره توبه شرط ده، هغه له توبې پرته  نه بخښل کيږي، صغيرې (وړې) ګناوي په روژه او نورو عباداتو سره  بخښل کيږي.
{17}په دې مياشت کي خلګ تر بل هروخت ډېر سخيان وي، له کنجوسانو هم سخيان جوړيږي، دا هر چاته معلوميږي .
عبد الله بن عباس رضي الله عنها فرمايي:چي رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلګو زيات سخي وو او په رمضان کي به تربل هر وخت ډېر سخي وو(بخاري)
الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې اوعبادات په ښه توګه تر سره کړو او په خپل لوی دربار کي دي يې رانه قبول کړي.

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

1 څرګندونه on د روژې د مياشتې خصوصيات

  1. عبدالمتين افغان // July 11, 2013 at 10:41 am //

    جزاکم الله خيرا
    پياوړی،تکړه اووتلی ديني عالم محترم مولوي عصمت الله عزام صاحب ته دي الله پاک اجرعظيم ورکړي اوالله پاک دي نورهم توفيق ورکړي چي داسي ښکلې ليکني جاري وساتي اوالله پاک دي داخدمت ځيني قبول اومقبول وگرزوی
    اومونړته دي دعمل توفيق راکړی آمين

Comments are closed.