حضرت عائشه رضي الله عنها- دريمه برخه
ليکنه: مولوي سيف الله ساعي
عام حالات يې :
عائشې ( رضى الله عنها ) په ځينې غزواتو کې هم گډون کړى دى لکه په غزوه احد کې چې په صحيح بخاري کې راغلي ( عن انس قال لما کان يوم احد انهزم الناس عن النبي ( صلى الله عليه وسلم ) ولقد رايت عائشة بنت ابي بکر وام سليم وانهما لمشمرتان ارى خدم سوقهما تنقزان القرب وقال غيره تنقلان القرب على متونهما ثم تفرغانه في افواه القوم ثم ترجعان فتملآ نها ثم تجيئان فتفرغانه في افواه القوم ) (رواه البخاري ) کتاب الجهاد رقم الحديث ٢٨٨٠
ژباړه :له انس ( رضى الله عنه ) څخه روايت دى وايي : داحد په ورځ چې کله خلک دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه تيت شول ما عائشه او ام سليم ( رضى الله عنهما ) وليدلې چې پايڅې يې را بډ وهلې وې او د پښو پازيبونه يې ښکاريدل او داوبو ژي يې ډير په منډه منډه په خپلو شاوو راوړل او خلکو ته يې اوبه ورکولې بيا به تللې او هغه ژي به يې را ډکول او خلکوته به يې اوبه ورکولې .
يادونه :دلته دپښو دپازيبونو د ښکاريدو يادونه وشوه څرگنده د وي چې دا خو يادحجاب د حکم له راتلو څخه مخکې کيسه ده او يا هم دجنگ حالت وو په ناببره توگه سره کله نا کله د پښو د پازيبونو ښکاريدل منځته راغلي دي
له دې حديث څخه څو خبرې څرگنديږ ي لومړى د عائشې ( رضى الله عنها ) په غزوه احد کې گډون کول دوهم دښځو په غزواتو کې دگډون نوعيت اوموخه هغه دا وه چې زخميانو ته به يې اوبه ورکولې او دهغوى درملنه به يې کوله او نور ې داسې چارې به يې په مخ بوولې چې د نارينه وو لپاره دمرستې او کومک ذريعه گرځيدله
همدارنگه يې په غزوه مصطلق چې په پنځم هجري کې رامنځته شوه گډون وکړ هغه وو چې د غاړې آمل يې ورک شو او ټوله قافله لدې کبله تم شوه او دلمانځه وخت راورسيدلو نو صحابه داوبو په لټه کې شول چې په پايله کې يې اوبه پيدا نه شوى کړلاى او ټول صحابه ډير خفه وو په همدې وخت کې د الله ( ج ) له لوري مسلمانانوته د تيمم اجازه ورکړل شوه او ټول مسلمانان ډير خوشحاله شول چې د مسلمانانو له ډلې څخه اسيد بن حضير ( رضى الله عنه ) وويل : اې د ابوبکر آله پداسې د برکت وي او په همدې غزوه کې دافک پيښه هم رامنځته شوه ( منافقينو په عائشه صديقه ( رضى الله عنها ) باندې يو تور ولگولو ) چې موږ به يې په راتلونکوکې په بشپړه توگه بيان کړو
او په نهم هجري کې بيا د تحريم ، ايلاء او تخيير پيښه رامنځته شوه چې تفصيل يې په لاندې ډول دى
لکه څنگه چې تاسو هم پوهېږئ چې عائشه ( رضى الله عنها ) د ابوبکر ( رضى الله عنه ) لور وه اوحفصه ( رضى الله عنها ) دعمر ( رضى الله عنه ) لور وه اودوى دواړې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) سره په خپلوى کې هم څنگ په څنگ وې نوځکه خو دوى دواړې دنورو بيبيانو په مقابل کې تل سره په يوه خوله وې او په نهم هجري کې چې د تحريم پيښه رامنځته شوه هغه هم د دوى دواړو د يوه اتفاق پايله وه چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم به دخپلو ټولو بيبيانو سره په نوبت سره کښيناتلو او خبرې اترې به يې ور سره کولې خو څو ورځې پر له پسې دخپلې يوې بي بي زينب ( رضى الله عنها ) سره يې له نورو بيبيانو څخه ډير وخت تيرولو او دهغه وجه دا وه چې زينب ( رضى الله عنها ) ته دکومې خوا شهد راغلي وو او هغې به نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ته د خوراک لپاره وړاندې کول او نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) به تر څو هغه شهد خوړل نو لږغوندې ځنډ به وتلو ځکه نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) شهد ډير خوښول
له همدې کبله عائشې ( رضى الله عنها ) ته خپل غيرت ودريدلو او حفصې ( رضى الله عنها ) ته يې وويل : چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) کله زما او ستا کره راشي نو ورته وايو به چې ستا له خولې څخه د مغافيرو بوى راځي ( مغافير يو ډول بوټى دى چې د هغه په گلونو باندې د شهدو مچى کيني او د هغه دگل له زبيښلو څخه چې بيا کوم شهد پيدا کيږي نو هغه لږ غوندې توند والى لري ) ځکه خو د دوى دواړو خبره پر ځايه وه نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) لوړه وکړه چې بيا به شهد نه خوري هغه وو چې الله ( ج ) دا آيت رانازيل کړلو ( يآ ايهاالنبي لم تحرم مآ احل الله لک تبتغي مرضات ازواجک )
ژباړه : اې نبي ته ولې د خپلو ښځو د خوشحالى لپاره هغه څه په خپل ځان حراموې چې الله ( ج ) درته حلال کړي دي .
او دايلاء پيښه يې بيا پدې ډول وه :
دايلاء تعريف ( هو اليمين على ترک وطء المنکوحة مدة مثل والله لا اجامعک اربعة اشهر )
ژباړه : ايلاء هغه لوړې ته ويل کيږي چې يو څوک د خپلې ښځې سره په نه يو ځاى کيدو سره د يو مدت لپاره لوړه وکړي چې دى به دخپلې ښځې سره تر څلورو مياشتو پورې نه يوځاى کيږي .
د نبي کريم ( صل الله عليه وسلم ) ژوند ډير ساده او عاجزانه وو په ورځو او شپو به د ده کره اور نه بليدلو او ډير وخت به يې په لوږه کې تيرولو د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) بيبيانې که څه هم له ټولو ښځو څخه د ده د ملگرتيا په برکت په هر څه کې ځانکړې وې خو بيا هم بشريت په بشپړه ډول له منځه نه وو تللى په ځانگړې توگه چې کله داسلام فتحې مخ په زياتېدو شوې او د هر لوري څخه دغنيمت مالونه په دومره اندازه سره په راتلو شول چې د هغه ډيره لږغوندې برخه د دوى د آرام او راحت لپاره بسنه کوله نو دبشريت د تقاضا سره يې سمه يو ځلې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه دخپلې نفقې د زياتوالي غوښتنه پداسې حال کې وکړه چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ناست وو او دوى ټولې گردې په راټولې وې نو په همدې وخت کې ابوبکر او عمر ( رضى الله عنهما ) راغلل او خپلو لورانو ته وگواښيدل چې بيا داسې غوښتنه ونه کړي .
خو نورې بيبيانې په خپله غوښتنه باندې ولاړې وې هغه وو چې دا کار د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) د زړه د سکون لپاره ښه ثابت نه شو او د خپلو بيبيانو څخه يې د يوې مياشتې لپاره د نه يو ځاى کيدو عهد وکړ او په همدې وخت کې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) له آس څخه دلويدو له کبله پنډۍ مبارکه هم زخمي شوه اولوړ په يوه خونه کې يې کښيناستل غوره کړل خو لدې حالاتو څخه خلکو داسې اندازه ولگوله چې گواکې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) خپلو بيبيانو ته طلاق ورچولى دى خو کله چې عمر ( رضى الله عنه ) له نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه پدې اړه پوښتنه وکړه نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل چې نه نو عمر ( رضى الله عنه ) د الله اکبر په ويلوسره پورته شو
کله چې دا يوه مياشت چې نه ويشت ورځې وه پوره شوه نو تر ټولو مخکې د عائشې ( رضى الله عنها ) کره راغى عائشه ( رضى الله عنها ) چې د دغه شېبو په انتظار وه او يوه يوه ورځ اوشپه يې شمېرله نو ويې ويل چې اې د الله ( ج ) رسوله تا ديوې مياشتې لپاره دنه راتلو عهد کړى وو لاتر اوسه نه ويشتمه ورځ ده نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل چې مياشت کله د نه ويشتو ورځو هم وي .
لدې پيښې وروسته بيا دتخيير ( داختيار ورکولو ) آيت رانازل شو او الله ( ج ) ورته داسې وويل ( يآ ايها النبي قل لازواجک ان کنتن تردن الحيوة الدنيا وزينتها فتعالين امتعکن واسرحکن سراحا جميلا(٢٨ )وان کنتن تردن الله ورسوله والدار الآخرة فان الله اعد للمحسنت منکن اجرا عظيما ( ٢٩ )( سورة الاحزاب )
ژباړه : اى رسوله خپلو بيبيانو ته ووايه ، که ددغه دنيا ژوند او ښکلا غواړئ نو راشئ زه به تاسې ته څه در کړم او تاسې به په ښه توگه خوشې کړم ( ٢٨ ) او که الله او دهغه رسول او دآخرت کور غواړئ نو الله په تاسې کې ښېگڼه کوونکوته ښه بدله چمتو کړې ده ( ٢٩ )
پدې آيتونو کې الله ( ج ) د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) بيبيانو ته دوې لارې وښوولې لومړى دا چې که دنيا غواړئ نو راشئ چې ښه په قدر او احترام سره د رخصتى جوړې درکړم او نور مو په مخه ښه شه دوهم دا چې که الله ( ج ) او دهغه رسول ( صلى الله عليه وسلم ) او د تل لپاره دآرام او راحت غوښتونکې وئ نوالله ( ج ) د نيک کارانو لپاره ډير لوى اجر او ثواب تيارکړى دى نو بيا دې لدې غوښتنو څخه لاس په سر شي .
عائشه صديقه ( رضى الله عنها ) لکه د تل غوندې پدې مسله کې هم له ټولو بيبيانو څخه وړاندې وړاندې وه او هغوى ټولې يې د الله ( ج ) لدې پرېکړې څخه خبر ې کړې او او پدې هکله يې خپله پرېکړه هم ورته وښووله چې زه خو په هر څه باندې الله ( ج ) او دهغه رسول ( صلى الله عليه وسلم ) غوره کوم اوله هر څخه تيريږم نو په پايله کې ټولو بيبيانو همدغه د عائشې غوندې پرېکړه غوره کړه .
ابن الاعرابي د عائشې صديقې ( رضى الله عنها ) داولاد په اړه وايي : چې دعائشې ( رضى الله عنها) يو نا تمام بچى پيداشو چې نوم يې عبدالله وو او له همدې کبله يې خپل کنيت ام عبد الله کښيښود خو ټول علماء په يوه خوله دي چې دا خبره په بشپړه توگه غلطه ده عائشې صديقې ( رضى الله عنها ) خپل کنيت ام عبدالله د خپل خوريږ عبدالله بن زبير ( رضى الله عنه ) له کبله چې د دې ( متبنى ) نومولى زوى وو ايښى وو .