وروستي:

د قرآن کريم لومړنۍ پښتو پروژه آنلاين شوه

قاموسونه ټکی کام زېری درکوي چي د (islamLacom.com) په نوم يې د قرآن پاک د ژباړو او قرائتونو يوه نوې پروژه آنلاين کړې ده. د انټرنټ په جال کي د قرآن پاک دا لومړۍ پروژه ده چي پکښي د پنځه شپېتو نورو ژبو تر څنګ د قرآن پاک د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير هم خپاره سوي دي. د دې څخه تر مخه په انټرنټ کي يوازي داسي پښتو ژباړي او تفاسير موندل کېدل چي پکښي د لټون يا سرچ آسانتيا موجوده نه وه. د دغې تشي د ډکولو لپاره قاموسونه ټکی کام پنځه کاله تر مخه د اسلام لکُم په پروژه پېل او د پښتو د کابلي تفسير په ډيجيټل کولو يې لاس پوري کړی. دغه پروژه د څو ورځنۍ آزمايښتي پروسې څخه وروسته اوس آنلاين کړل سوې ده چي ورڅخه اوس د انټرنټ آسانتيا لرونکی هر کس ګټه اخيستلای سي.

د اسلام لکم ټکی کام لپاره په اصل کي د قرآن پاک څه باندي سل بېلابيلي د قرآن پاک ژباړي چمتو سوي دي چي د وخت په تېرېدو سره به انشالله يوه يوه آنلاين کړل سي. په پام کي نيول سوې چي د کابلي تفسير وروسته به په راتلونکو کلنو کي انشالله د قرآن پاک ټوله شته پښتو ژباړي راټولې، ډيجيټل او د اسلام لکم ټکی کام پر وېبپاڼه ځای پر ځای کړل سي.

د اسلام لکُم ټکی کام پر وېبپاڼه د څه باندي پنځه ويشتو په نړۍ واله توګه منل سوو قاريانو ښايسته ږغونه هم ځای پر ځای سوي دي. د دغې پاڼي کاروونکي کولای سي چي يو آيت په پرله پسې توګه د درو بېلابيلو قاريانو په ږغ کي واوري او يا هم د هر آيت سره د هغه انګليسي ژباړه واوري. په پام کي نيول سوې چي انشالله د پښتو تفسير او ژباړه هم ږغيزه او پر پاڼه وړاندي کړل سي.

قاموسونه ټکی کام د صحيح احاديثو ټوله کتابونه د آنلاين کولو لپاره چمتو کړي دي او په راتلونکو اونيو کي به يې انشالله د آنلاين کولو پروسه بشپړه سي.

د يو شمېر احاديثو څخه ثابته ده چي د قرآن پاک تلاوت کول او د هغه اورېدل دواړه ډېر زيات ثواب لري. هر هغه څوک چي دغه خبرتيا لولي ورڅخه هيله کوم چي د اسلام لکُم ټکی کام پاڼي ته ولاړ سي او هلته د خپلي خوښي قاري وټاکي او هره ورځ د قرآن پاک د تلاوت اورېدلو لپاره څو دقيقې وخت راوباسي. د ټولو لوستونکو ورونو او خوېندو څخه هيله کوم چي نور خلک هم پدغه پاڼه خبر او د ورڅخه کار اخيستنې ته يې وهڅوي، تر څو په نيک کار کي خپل ونډه واخلي.

لطفا په خپلو دعاوو کي د دغې پروژې ټوله برخه وال په ياد وساتئ.

احمدولي اڅکزی

د اسلام لکُم او قاموسونو مسؤل چلوؤنکی، جرمني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مننه: د قرآن پاک د پښتو ژباړي او تفسير ډيجيټل کول به بېله د نفيس ټولنې، او قاسميه مدرسې مشر مفتي حبيب الله قاسمي صاحب، مولوي عبدالحق حماد اخندزاده صاحب او يو شمېر نورو ورونو د مرستي او لارښوونې پرته نه وای ممکنه سوې.

11 څرګندونې on د قرآن کريم لومړنۍ پښتو پروژه آنلاين شوه

  1. انجينر فضل سبحان همت خوږياڼی // February 26, 2014 at 6:34 am //

    لومړی زما سلامونه او ښې هيلې ومنئ!
    بيا ددې ستر چوپړ په بدل کې له الله ج څخه تاسو ټولو ښاغلو ته په دواړو دارينو کې برياليتوب غواړم، الله ج دې مونږ ټولو ته زمونږ د پاک اسلام لپاره د چوپړ کولو توان راپه برخه کړي.

  2. از همه کسانی که در این کار خیر تلاش کردند تشکر میکنم وخدا[ج] کمک شان کند

  3. S.Mohebullah Abid // July 2, 2013 at 2:51 pm //

    مننه ستاسی د دی لوی خدمت څخه الله دی ټولو هغو کسانو ته چی پدی پروژه کی یی برخه اخستی ده که هغه په مالی لحاظ یا هم په فزیکی لحاظ وی الله (ج) دی ټولو ته یو پر سله اجرونه او ثوابونه هم په دینا او هم په آخرت کی ورکړی
    خو اوس دا پاڼه نه خلاصیږی علت یی څه دی هک شوی او که څنګه
    مننه سید محب الله عابد له کابله

  4. hamza hotaki // January 14, 2013 at 8:23 pm //

    مننه ، الله دې ددې ستر او ویاړلي پروژې اجر او ثواب درکړي الله مو به دې مقدس هدف کې بریالي لره
    مننه

  5. عصمت الله مرا د ی // July 30, 2012 at 1:53 pm //

    مننه کوم خدای جل جلاله دي دغه کسانوته اجر عظیم ورکا

  6. شریفی // July 30, 2012 at 10:22 am //

    دا یو نیک اقدام دی الله یی داجر تاسی او نورو همکارانو ته درکری
    ستاسی د نورو بریالیتوبونوپه هیله

    • Esmatullahmorady // July 30, 2012 at 1:32 pm //

      درنودوستانوخداج دهریوه ته چی پدی برخه کی زحمت ایستلی سرلربلنده اوکامیابی ورته نصیب کاپدی روژه کی به دوعاکانوورته کوو. دغه کسانوته دالله ج نه اجراغظیم هیله کوم چی نورمسلمان ورورنه هم پدی لاره کی خپل مالی اوجانی وخت ورکرو.

  7. انجنیر ګلبدین فضلي // July 29, 2012 at 2:11 pm //

    مننه ، الله دې ددې ستر او ویاړلي پروژې اجر او ثواب درکړي الله مو به دې مقدس هدف کې بریالي لره
    مننه

  8. Abdul Ghani Roshan // July 29, 2012 at 1:21 pm //

    ښاغلی اڅکزی صاحب
    دانټرنټ په دنیا کی ستاسودغی هڅی ته تول مسلمان نان دقدر په سترګه ګوری په ځانګړی ډول پښتانه ستاسو څخه منندوی دی
    آلله(ج)دی اجر اوثوابونه در به نصیب که
    ستاسو دعاګویه
    روښان

  9. انجنیر ضربت امین احمدزی // July 29, 2012 at 1:12 pm //

    اڅکزی صیب تا او په دې کارنامه کې همکارانو ته دې دزړه له کومي مبارکي وایم، واقعاً ډیر ښه زیری دی،لوی څښتن دې بې حسابه اجرونه درکړي، او هم دې مونږه ته له دې زرینې موقع څخه د استفادې توان راکړي. آمین

  10. عزيز الرحمن بغلاني // July 29, 2012 at 4:15 am //

    اڅکزی صاحب، تا او ملګرو ته مو په دې مبارکه روژه کې د الله جل جلاله له درباره سرلوړي او کاميابي غواړم، الله جل جلاله دې ستاسو دغه هځه په خپل دربار کې قبوله کړي… يقيناً ډېر پر ځای او د ستايلو وړ کار مو کړی دی… بس نو نور به څه وايو…د داسې کارونو اجر يوازې الله جل جلاله ورکولای شي….

Comments are closed.