وروستي:

له ځان سره د فکر کولو درې مستواوي

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

لومړی: داخلي دښمن:

الله تعالی فرمايي: ان النفس له امارة بالسوء.

ژباړه: بې شکه نفس حتما په بدۍ باندې امر کونکی او هڅونکی دی.

له ځان سره د فکر کولو تر ټولو خطرناک لارښود خپل نفس دی چې داخلي دښمن ورته وايي،  ځکه همدا دښمن کولای شي ستا هېلې او اميدونه له خاورو سره خاوري کړي او خپلو اصلي موخو ته د رسېدو په وړاندې درته خنډونه جوړکړي. . .

داخلي دښمن به تاته تباه کونکي اشارات در کوي، لکه:

“زه ډېر مايوسه يم. زه کمزوری يم، زما حافظه ډېره کمزورې ده، ما ډېره هڅه وکړه چې خپل وزن کم کړم؛ خو بريالی نه شوم، زه نشم کولای له سګريټو څښولو لاس واخلم، زه نشم کولای سهار وختي له خوبه راويښ شم، زه نشم کولای له بدو کارونو لاس واخلم ،زما څېره جالبه نده، زه د ډېروخلکو په وړاندې هيڅ خبري نشم کولای. . .

ځينې خلک خپل باطني عقل ته همداسې منفي اشارات ورکړي چې پر عقل يې اغيز وکړي او په دوامداره توګه يې تکرار کړي تردې چې همدا اشارات يې د فکر يوه ځواکمنه برخه را لاندې کړي او بلاخره يې پر کړو وړو او چاپيريال منفي اغيزي وشيندي.

دويمه: د “خو” منفي توری

له ځان سره د فکر کولو دويمه پوړۍ  د “خو” توری دی او دا د لومړي ډول مستوا سره ډېر لږ توپير لري، دلته انسان بدلون ته ليوال تيا ښيي؛ خو د “خو” توری کاروي. .

او له بده مرغه دا توری مخکينۍ مثبته خبره له منځه وړي، لکه: غواړم خپل وزن کم کړم؛ خو نشم کولای، درسونه وايم؛ خو نه مې زده کيږي، غواړم سهاروختي راويښ شم؛ خو له وسه مې نه کيږي.

اوس که تاته څوک ووايي: “ته ډېر نيک سړی يې خو”  نو ستا په ذهن کې به څه ګرځي؟ . . .

څرګنده ده چې د “خو” توری تل مخکينۍ مانا له منځه وړي، له همدې امله کومه وينا چې ستا په ذهن کې پرته وي د هغې مانا به داسې شي چې زه نشم کولای؛ نو د “خو” توری خلک د يوکار څخه د تېښتي د پاره کاروي او تر شا يې داسې وېره پرته وي چې سړی خپلې موخې ته د رسېدو څخه راګرځوي.

درېيمه:خبرې ته مثبت غبرګون ښوودل:

دا له ځان سره د خبرو کولو تر ټولو غوره مستوا ده، او دغه راز د رښتونې پياوړي شخصيت او پرځان باور لرلو څرګندونه کوي، د مثبت غبرګون بېلګې په لاندې ډول دي:

زه کولای شم خپلې موخې ترلاسه کړم، زه ډېر زورور يم او پر ځان پوره باور لرم، زه ډېر نېک انسان يم، زه ډېره پياوړې حافظه لرم، زه کولای شم د ناوړه کارونو څخه لاس واخلم، زه کولای شم له هرچاسره غوره چلند وکړم…

دا ټولې مثبتې خبرې موږ پر خپل ځان ډاډه کوي او ځواک رابخښي ترڅو خپلې موخې په رښتوني ډول تر لاسه کړو.

2 څرګندونې on له ځان سره د فکر کولو درې مستواوي

  1. اكرم لودين // July 24, 2012 at 12:41 pm //

    مننه دا سي معلوماتو ته موز دير ضرورت لرو.

  2. ډ خان ولي // July 24, 2012 at 12:13 pm //

    عزام صيب الله دي و ناېړه. دير ګتور مضامين ليكي ، په قلم او ېبه دي بركت
    خان ولي

Comments are closed.