وروستي:

په روژه کې څه ډول د تندې مخه نيولای شو؟

ابوخليل قدوسي

ټولو مسلمانو وروڼو ته د ۱۴۳۳ هجري کال درمضان المبارک دمیاشتي دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتندي دمخنيوي په موخه داڅو کرښي وړاندي کوم هیله ده چي خوښي به يې شي، په پام کي به يې ونیسي او په روژه ماتي کي به موږ په دعا کي ورسره شریک کړي.

دفلکیاتو ماهران وايي چي دسږ کال درمضان دمیاشتي ورځي په تېرو ۳۳ کلونو کي ترټولو غټي ورځي دي الله تعالی دې روژه ساتونکیو ته ستر اجرونه او ثوابونه ورکړي .

همدا راز سږ کال روژه په سخته تودوخي او د ووړي په منځ کي ده چي لوږه او تنده به يې دتېرو کلونو په نسبت زیاته وي مونږ پدې لیکنه کي روژه ساتونکیو ته په تنده دبرلاسي لپاره ځېني ګټوري مشورې وړاندي کوو. دروژې دمبارکي میاشتي په ورځو کي دتودوخي ددرجو لوړوالی حتما روژه ساتونکی سخت تږی کوي او هغه خواړه چي روژه لرونکی يې خوري دروژ ې په مهال کي په تنده باندي دبرلاسي په راوستلو کي ستر رول لوبوي ، ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .

•    له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي مسالې زياتي کارول شوي وي په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.

•    روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه شي .
•    دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات  په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .
•    په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .
•    له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکې او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .
•    ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ  او یا بېخي نه تږی کېږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي . دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي، معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي، په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي، اوبه باید برابري سړې وي، او روژه ساتونکی يې باید په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه شي .
•    همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه او یا دتازه مېوو نښتېځل شوي  مشروبات وکارول شي .

6 څرګندونې on په روژه کې څه ډول د تندې مخه نيولای شو؟

  1. وزیر محمد وفا // July 30, 2012 at 4:27 pm //

    ګرانه وروره ډیرارزښت ناک ګټور معلومات دی ورکړی یوڅوټکی زه هم ورسره زیاته ولغواړم لڅ سر بایدلمرته ونه ګرځوپیشلمی بایدناوخته وکړواوله بی ځایه خبرو والوړژغ څخه ډډه وکړو ډیری خبری او لوړژغ مه تنده زیاتوی ا

  2. zewarudin // July 27, 2012 at 5:23 am //

    له اسلامی اخساساتو مو یوادنیا مننه کوم، الله (ج) دی اجرونه درکری

  3. نعمت الله شینورای // July 23, 2012 at 6:44 pm //

    ستاسو له معلوماتو نه یوه نړۍ مننه، خو زما شخصی نظر دادی، چې په پیشلمي کې باید خواړه کم وخوړل شي او شین چای زیات وچښل شي، نو انشاء الله د تندې کچه به راټیټه شي او دا تجربه زه پخپله هم کوم او زما لپاره کامیابه ده.

  4. عبدالرحمن تسل // July 23, 2012 at 9:46 am //

    کور مو ودان ښکلي مالومات وه :خو زما په اند او زما د شخصي تجربې پر بنسټ که د پشلمي له خوړولو وړاندې یو څوک یو ګیلاس او یا هم له هغې نه یو څه کمې او زیاتې اوبه وڅښي نو د تندې کچې په یې راټيټه شي او بله سپارښتنه دا کوم روژه تی باید د روژه ماتي پر مهال د مایعاتو د څښلو تلوسه ونه کړي بلکې ډوډۍ په کراره او په ارام زړه وخوري او له هغه وروسته که بیا مایعات وڅښي باک یې نشته .

  5. خیرمحمد // July 21, 2012 at 4:55 pm //

    زما په اند او فکر په روژه کی باید د زیاتو اوبو څښلو څخه ډډه وکړل شی او په پشنمی کی باید د غذا د خوړلو نه وروسته باید شنی چای یو یا دوه ګیلاسه وڅښل شی ترښی نو بیا به د ورځی د تندی احساس نه کوی او روژه به پری ښه تیریږی او د ورځی به تنده نه احساس کوی

  6. طلاخان احمدزی // July 21, 2012 at 4:45 pm //

    له تاسو مننه چی داسی معلومات شریکوی
    زه ستاسی نوی لیدونکی یم
    دلاکامیابی په هیله

Comments are closed.