وروستي:

د افغان بنسټ مرستې يتيمه د بوټونو له پالش څخه مدرسې ته بوتله

 

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې د کونډو او يتيمانو شمېر يې د نورو هېوادونو په پرتله څو چنده ډېر دی، دلته په زرګونو کورنۍ د سر پرست له سيوري بې برخي دي، دلته ډېرې مېرمنې د خپل ژوند له ملګري څخه د تل لپاره جلا شوي دي، دلته ډېر کمکيان د پلار له شفقت څخه محروم دي، دا هغه کورنۍ دي چې يو وخت يې خوشحاله ژوند درلود، په اخترونو کې به يې نوې جامې لرلې، د اختر له لمانځه وروسته به يې چې پلار کور ته راغی ټولو به ورمنډې کړې او مبارکې به يې ورسره وکړه پلار به يې ټولو بچيو ته  د اختر د مبارکۍ ترڅنګ شيرينۍ ورکړې او بيا به يې په ډېره خوشحالۍ پر خپلوانو را وګرځول؛ خو نن هغوی خوشحالي نه لري، اختر ته نوي جامې نه لري زړې جامې هغه هم د ګاونډيانو د ماشومانو زړې کړي جامې دي، د اختر په ورځ هر کمکی د پلار تر څنګ په خپلوانو راګرځي؛ خو هغوی پلار نه لري چې تر لاس يې ونيسي، پرخپلوانو يې را وګرځوي او د شفقت لاس پرې را تېر کړي.

پلوشه له هغو زرګونو يتيمانو څخه يوه ده چې د پلار له مړينې وروسته يې مور د زړه په ناروغۍ اخته شوه او په اووه کلنۍ کې هغې ته د کور ټولې ستونزې ور په غاړه شوې، د پېرکيو خرڅلاو ته يې مخه کړه خو په هغې يې چاره نه کېده بالاخره د ننګرهار ښار ته ولاړه او هلته  يې د پنځو افغانيو په بدل کې د خلکو بوټونه رنګول، له ډېر وخت کړاونو وروسته د يو خواخوږي افغان له لوري افغان بنسټ ته معرفي کړل شوه چې بنسټ د نورو يتيمانو تر څنګ د پلوشې او کورنۍ کفالت پر غاړه واخېست او له مزدورۍ څخه يې مدرسې ته واستوله.

د افغان بنسټ همکار عبدالحق حماد له نوموړې سره د هغې د ژوند په اړه مرکه کړې ده چې لوستلو ته يې تاسو را بولو:

حماد: پلوشې خورې اول راته ځان معرفي کړه؟

پلوشه: زما نوم پلوشه ده، د پلار نوم مې داد ګل، د کنړ ولايت د چغل سرای اوسېدونکې يم .

حماد: اوسنۍ هستوګنه مو کوم ځای دی؟

پلوشه: اوس د ننګرهار په فارم اډه کې اوسېږو.

حماد: وروڼه او خوېندې لرې؟

پلوشه: هو! دوه واړه وروڼه او يوه وړه خور لرم.

حماد: عمر دې څومره ده؟

پلوشه: نهه يا لس کاله.

حماد: مور دې ژوندۍ ده؟

پلوشه: هو! هغه قلبي ناروغي لري، له کله نه مې چې پلار مړ شوی مور مې د زړه په ناروغۍ اخته شوې ده او کله ناکله وينه ګرځوي.

حماد: پلار دې کله مړ شوی؟

پلوشه: پنځه کاله به يې کيږي.

حماد: د پلار د مړينې په ورځ تا څه احساس کاوه؟

پلوشه: مافکر کاوه چې اوس خو مې پلار مړ شو نو موږ ته به غريبي څوک کوي؟ څوک به مو ساتي؟ که مې مشر ورور دلودلای اوس به زه په مدرسه يا ښوونځي کې ومه، د پلار له مړينې چې مې درې-څلور کاله تېر شول زه مجبوره شوم؛ نو د بولانيو خرڅولو ته مې مخه کړه، بيا مې ژاولي او مسواکونه خرڅول او چې په هغې مو ګزار ه نه کېدله، بيا مې په ننګرهار ښار کې د بوټونو پالش ته مخه کړه .

حماد: بيا افغان بنسټ ته چا را وستلې؟

پلوشه : ما په ننګرهار ښار کې پالش کاوه چې يو سړي زما خبرې ثبت کړې هغه يې دلته را وړي او ويلي يې و چې هلته يوه يتيمه نجلۍ ده تاسو کومک ورسره وکړئ، بله ورځ هماغه سړی راغی راته ويې ويل چې سبا لاړ شئ په کابل کې روپۍ واخلئ په سبا چې زه دلته راغلم ديارلس نيم زره افغانۍ يې راکړې.

حماد: ديارلس نيم زره افغانۍ د دريو مياشتې مرسته ده نو ستاسو ګزاره پرې کيږي؟

پلوشه: هو! ګزاره مو پرې کيږي، دوه بوجۍ اوړه پرې اخلو، غوړي اخلو او دوه-درې میاشتي ګزاره مو ښه پرې کيږي.

حماد: د افغان بنسټ مرستې ستا په ژوند کې کوم تغير راوست؟

پلوشه : زما په ژوند کې يې دا تغير راوست چې زه يې له پالشي څخه مدرسې ته راوستلم ، اوس مدرسه کې سبق هم وايم او خياطي هم کوم، د خياطۍ ماشين مې د افغان بنسټ په مرسته اخيستی.

حماد: په کومه ورځ چې دې پلار مړ شوی و، هغه ورځ ته څنګه وې او په کومه ورځ چې افغان بنسټ مرسته درسره وکړه، په هغه ورځ څنګه وې؟

پلوشه: په دې ورځ ما فکر کاوه چې شکر دی اوس خو خلک موږ سره کومک کوي، اوس به زه مدرسې ته لاړه شم، وروڼه او خور به مې يوڅه ووايي.

حماد: څومره موده کيږي چې افغان بنسټ تاسره دغه مرسته کوي؟

پلوشه: نهه مياشتې کيږي چې مرسته راسره کوي.

حماد: افغان بنسټ چې ستاسو له کورنۍ سره کومه مرسته کوي، ته او ستا کورنۍ واړه وروڼه دې، د دې ادارې په اړه څه فکر کوي؟

پلوشه: بس دعا ورته کوي چې خدای دې ورسره ښه وکړي، خدای دې ډېر خير ورکړي، خدای دې په عمرونو کې برکت واچوي.

حماد: ستا کورنۍ په دې پوهيږي چې افغان بنسټ ستا په شان د څه دپاسه دوه سوه نورو  يتيمانو او کورنيو سره هم مرسته کوي؟

نه، موږ فکر کوو چې يوازې له موږ سر مرسته کوي.

مننه.

 

2 څرګندونې on د افغان بنسټ مرستې يتيمه د بوټونو له پالش څخه مدرسې ته بوتله

  1. عبدالبصیر ایوبی // جولای 17, 2012 at 8:20 pm // ځواب

    تر هرځه دمخه د افغان بنسټ ګرانو او ښاغلیو کارکوونکو ته د زړه له کومې سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کو م ! لوی څښتن تعالی دې په دواړو جهانو کې درته اجر او بدلې درکړي . رښتیا هم چې په ګران وطن افغانستانم کې په زرګونو یتیمان ددې په ډول د ګران بابا جان له مینې محروم پاتې دي خو د داسې یتیم پاله ټولنو لخوا د یوازيتوب له احساس څخه ژغورل شوي دي خو بیا هم داسې یتیمان شته چې تر اوسه پورې یې ددې په ډول داسې خوږ سیوری نه دی نصیب شوی ، لوی څښتن دې د هغوی هم مرستدوی شې .

  2. محمد زوری // جولای 17, 2012 at 8:12 pm // ځواب

    لوی ځښتن تعالی دې افغان بسټ ته دددې په ځېر نورو یتیمانو سره هم د مرستې توان ورکړي خدای(ج) دې په هېواد کې نور هم داسې یتیم پاله ټولنې راپیدا کړي تز څو ددې په څېر د زرګونو نورو یتیمانو په سر د شفقت او مهربانی لاس راتېر کړي او د یوازېتوب له احساس څخه یې د یو مهربان پلار د سيوري په ډول و څاري
    .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*