وروستي:

لسم لوست – اقصي اللسان (د ژبې بېخ)

 پنـځـم مـخـرج

اقصی اللسان ( د ژبې بېخ )

موخه: د (ق) د مخرج پېژندنه

اقصی اللسان د ژبې بېخ ته وايي، قاف او کاف له دې مخرج څخه ادا کيږي

دحلق لورې ته نژدې دژبې بېخ چې کله د مخامخ لوړ تالو سره ولګيږي، “قاف” ورڅخه ادا کيږي.

د قاف تلفظ

قا

قِيْ

قُوْ

اَقْ

اِقْ

اُقْ

 پوښتنې:

۱- اقصی اللسان د ژبې کومې برخې ته وايي؟

۲- له اقصی اللسان څخه کوم توري ادا کيږي؟