وروستي:

تقدیر

ويناوال: مولوي عبدالسلام ضعيف

چي تقديرراسي دتدبيركارونه ټول سي قاصر

نصيب نږدي سي دتصويركارونه ټول سي قاصر

اسباب دژوندواړه عاجزسي ترتقديره پوري

إجمال جامدسي دتفسيركارونه ټول سي قاصر

عقل هم خام سي ډيرپاخه مغزونه كارنكوي

عكس امورسي دتعبيركارونه ټول سي قاصر

دسليمان ياري دګټي دپاس زيان رسوي

تصميم سالم سي دتغييركارونه ټول سي قاصر

ازغني لاري دګلونو ګلستان غوندي سي

ووده وومه سي دتسخيركارونه ټول سي قاصر

اټكل غلط سي ستراتيجي واړه غلطي درومي

يوه سي لاره دتوپيركارونه ټول سي قاصر

خطرمحظورسي خوبدله ځيني لاره نسي

رښتين موعدسي دتزويركارونه ټول سي قاصر

دتملق پيري په زړونوكې قرارنه نيسي

خراب انجام سي دتعميركارونه ټول سي قاصر

اصراف او وركړه د ريا د مقصودځای نه نيسي

حساب دقيق سي دتبذيركارونه ټول سي قاصر

عمل سي مل كه ښه اوبدوي خپل توښه ده اوبس

منزل تاريك سي دتنويركارونه ټول سي قاصر

عقل كوتاسترګې ړندي غوږونه هم سې كاڼه

ژبه سي بنده دتقريركارونه ټول سي قاصر

ضعيفه هلته دنګ سرونه دذلت لورته ځي

معروف مهام سي دتنكيركارونه ټول سي قاصر