وروستي:

نهم لوست – ادني الحلق (د حلق نږدې برخه)

څلورم مخرج

 ادني الحلق (د حلق نږدې برخه)

موخه: د  “غ ، خ ” د مخرج  پېژندنه

ادنی الحلق د ستوني هغې برخې ته وايي چې شونډو ته نژدې ده، له دې مخرج څخه هم دوه توري (غين او خا ) ادا کيږي؛ خو ددې دواړو تورو د ادا کولو پر مهال بايد شونډې را غونډې نشي.

دغين تلفظ

غا

غِيْ

غُوْ

اَغْ

اِغْ

اُغْ

د خا تلفظ

خا

خِيْ

خُوْ

اَخْ

اِخْ

اُخْ

پوښتنې:

ادنی الحلق د ستوني کومې برخې ته وايي؟

له ادنی الحلق څخه کوم توري ادا کيږي؟