د (وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ) ایت تفسیر – لومړۍ برخه
ليکنه:حامد افغان
هر مسلمان ته لازمه ده چې دهري موضوع په اړه اوهروخت باید په تثبت او کره توب سره خبرې اوپرېکړي وکړی او خامخا باید له تخمین ، ګومان او چاویلي نه ډډه وکړې ، هیڅکله بایدیو کره او پوه انسان دیوې موضوع په اړه په ګوماني خبرو پریکړه ونکړي ، له بده مرغه موږ ډېرځله اورو چې خلک وایې : چاویلي … له اورېدو … خلک وایی ….داهغه جملي دي چې له دوی وروسته خبرې ګومانونه او تخمینونه وي او له دا ډول چلند نه موږ قران کریم په کلکه منعه کړي یو :
(وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ) [ الإسراء :36 ] . یعنې په کومه خبره چې ته خپله علم نلرې اونه یې پرې خبر هغه خبر مکوه یا هغه خبر مه نیسه ، ځکه له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کېږي .
په د ې ایت کې خورا زیات تفصیلات پراته دي اوز ه یې څو مهم دلته را اخلم :
لومړی : باید هر کار هره خبر په کره توب او ثبات باندي ولاړوي او له تخمین ، ګومان او دچاویلي له ګوماني او ظني خبرو ځان وژغورل شي او دادهرمسلمان واجب ده ځکه په ایت کې ( نهي ) راغلي ده او نهي له قریني پرته دحرمت له پاره وي . اوپه هرکار کې د تثبت او کره توب ګټه به داوي چې انسان به په هرکار کې ژر او اسانه حق ته ځان رسوې او له ګمراهي اوبیلارې به خوندي پاته شې .
دویم : دعربي ژبې قاعده ده چې فعل د (لاالناهیه ) نه وروسته راشي هغه عموم افاده کوی اودلته هم (تقف) له ( لا الناهیه) وروسته راغلی دی نو مطلب دا چې داخبره عامه ده یعني هر وخت په هرشي ، هره موضوع او هرکار کې چې څوک معلومات نلري باید په هغه کې ونه ګړیږي او نه دي په اړه څه وایې داراز که هغه موضوع او خبره دحقوق العباد او یا حقوق الله په اړه وي . او دا عموم که یوځای له لا الناهیه نه راپیدا شوی بل لورته ( ما) هم دا عموم افاده کوي. نوباید هیڅ خبره له علم او کره معلوماتو پرته ونکړل شي .
دریم : د لته د ( ولا تقف) جمله نهي ده او نهي چې پرته له قریني الصارفي راشي دحرمت له پاره وي او دلته یې له حرمت نه ګرځوونکي قرینه نشته نو دلته هم دحرمت له پاره شوه یعني پرته له علم او کره توب نه په تخمین ، ګومان او دچاویلي په خبرو پسې کیدل حرام او ناروادي اودا ځکه چې دګومان او تخمین په خبرو سره دخلکوپه منځ کې دښمنی او ستري فتني رامنځته کیږې او د دا ډول ګوماني خبرو لامله ډیر ځایه خورا لویې فتني او سترپساتونه رامنځته شوي دي .
څلرم : (إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ …) دا جمله د مخکي حکم له پاره علت او لامل ده ځکه (ان) تعلیلیه بلل کیږې یعني دا کار ځکه نارواده چې په اخرت کې به دغوږونو ، سترګواو زړونو نه پوښتنه کېږي چې څه مو اوریدلي څه مو لیدلي او څه مو سنجولي دي ، هره عقیده او هره خبر او فکر یاخو اوریدل کیږې او یا په لید سره معلومول کیږې او وروسته زړه ته لویږې او هلته بیا سنجول کیږې او له هغه وروسته خپلول کیږې یا تردید کېږي .
پنځم : له دې ایت نه دا معلومه شوه چې الله جل جلاله دبندګانو له پاره کره او پر علمي اساساتو ولاړي خبرې خوښوي او له بي اساسه او سپکو خبرو کرکه کوي لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي : ورته وایه چې په یقین سره زما رب سپکي اوفحش خبري حرامې کړې دي {قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ…} [(33) سورة الأعراف].
اوداراز الله جل جلاله دعدل امر په ډېر ټینګار سره کړی دی او عدل یې په هرصورت لازمي بللی دی قرانکریم وایي : تاسو په کلکه سره دالله جل جلاله له پاره دعدل شاهدان واوسئ اوله یوه قوم سره دښمني دي دهغوی په اړه له عدل نه تاسو راونه ګرځوي ، تاسو عدل کوئ او عدل تقوي ته نږدي دي .{كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [( سورة المائدة]”([1]).
شپږم : د ( ولاتقف ) اصل له (القفو) نه ده او دا اتباع ته وایي عرب وایي : قفوت أثر فلان (اتبعت اثره) یعني دفلانکي په پله ولاړم ، اودا خبر ښکاره ده چې انسان دخپلو افکارو او ګروهو یامعتقداتو پیروي کوي او دهغو په غوښتنه کار کوې اوس که موږ ځیرشو ډیر ځله داسې افکار یا معتقدات موندلی شو چې هغه په هیڅ شرعي اصل او اساس تکیه نلري نو شرعا د داسې افکارو او معتقداتو پیروي ناروا او قران منعه کړې ده . وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ …
اووم : د (إِنَّ السَّمْعَ…) جمله تعلیلیه جمله ده یعنې له داسې ناروا کارنه مخ وګرځوه او داسې حرام کار مه اوره ، مه یې ګوره او مه یې سنجوه ، ځکه دغوږونو ، سترګو او زړه په څېر نعمتونه الله ددې له پاره درکړي دي چې دخیرپه لاره کې ولګول شي او دالله په شکر او ثنا کې وکارول شي ، الله بل ځای په انسان باندې خپل نعمتونه او احسانات بیانوي او وایي : الله جل جلاله هغه ذات دی چې تاسو یې دخپلو مندو له ګېډو را ایستلي یئ ، تاسوپه هیڅ هم نه پوهېدلئ ،تاسوته یې داورېدوځواک ، دلیدځواک او زړونه درکړل څو تاسو دالله شکر وباسئ :{وَاللّهُ أَخْرَجَكُممِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ}[(7 سورة النحل]
اتم : په دې ایت کې سمع ، بصر او فؤاد په دي ترتیب سره ځکه ذکر شوې دي چې هرمعلومات او هره خبره په اکثریت سره د اوریدو او لید له لاري ترلاسه کیږې اوله هغه وروسته د سنجولو او تفکر له پاره زړه ته لویږې نوګواکي دادواړه د علم الات دي او څرنګه چې داوریدو له لاري د لیدپه نسبت ډیر څه ترلاسه کیږې ولي داوریدلو ځواک دیوه شې مخامخ کیدلوته اړتیا نلرې او له هري خواچې څه وې اوریدل کیدلی شې او دلیدځواک خامخا سترګو ته دمخامخ کیدلو په حالت کې کار کوې نوځکه یې سمع له بصر نه مخکي کړه ، اوله دي دواړو وروسته زړه ته رسیږې نو زړه یې ځکه وروسته کړ .
نهم : په قرانکریم کې د زړه له پاره دو ه توري کارول شوې دي یو فؤاد او بل قلب خو د دواړو په منځکې یود قیق او باریک فرق شتون لرې او هغه دا چې فؤاد هغه زړه ته وایې چې ګرمښت او تنده یې زیاته وې او قلب عادي زړه ته وایې هغه زړه چې د ارادو سرچینه وي د ادراک اله وي ، دعلم او عقل ځای وي دهغه له پاره دقلب په نسبت د فؤاد توري کارونه ډیره ابلغه ده .
لسم : علماء وایې الله جل جلاله انسان ته زړه ددي له پاره ورکړی دی څو شیان پري معلوم کړې لکه سترګي چې دلید ، غوږونه داوریدلو اودبدن نور غړي هریو دخپل کار له پاره پیدا کړي دي ، کله چې انسان هرغړی په خپل هغه مناسب ځای کې وکاروې چې الله دکوم کار له پاره پیدا کړی او تیار کړی دی نودي ته ثابت اوڅرګند حق ویلی شې اودا هغه عدل ده چې په برکت سره یې اسمانونه او ځمکي ولاړ دي اوپه دي کې خیر او صلاح پرته ده اوڅوک چې خپل غړي دالله جل جلاله په شوول شویو لارو کاروې دهغو په اړه قرانکریم وایې : {أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} [(5) سورة البقرة]. یعني دا خلک دخپل څښتن په سمه لار روان دي او دا خلک بریالي دي .
او که دبدن غړي دالله له لارښوونو سره سم ونه کارول شې او بیکاره پرېښودل شې نودي ته تاوان وایې او څښتن یې ناکام دی اوکه دبدن غړي دالله دلارښوونو په خلاف وکارول شې دي ته ګمراهي او بیلاري وایې اوڅښتن یې هغه څوک دی چې دالله دنعمتونو دشکر په ځای یې له هغو نه انکار کړی دی .
زړه د ټولو بدني غړیو سید اوباچا بلل کیږې دزړه په صلاح سره دبدن ټول غړي صالح او سم ګرځي اوکه زړه خراب او له فساده ډک شې ټول غړي دفساد لاره نیسې لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې ویلي دي :: ((إن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب)). نو زړه ددي له پاره پیدا شوی دی چې په هغه سره پوه ترلاسه کړل شې او شیانو ته دزړه توجه فکر او نظر بلل کیږې لکه په سترګو اوغوږونو سره شیانو ته توجه کولو ته لیدل او اوریدل وایي .
اوس په زړه سره یواځي علم ترلاسه کول دزړه کار نه ده ترڅو چې داترلاسه شوی علم دفکر او تعقل په تله ونه تلل شې او بیا یې عملي نکړي نو دزړه کار داشو چې علم ترلاسه او بیا یې په غورا وفکر سره کره او چاڼ کړي او بیا یې پلی او نافذ کړي نو دا ډول علم چې هغه کره کړل شې او بیا پلی شې حکمت بلل کیږې اودا حکمت چې څوک ترلاسه کړي هغه لوی خیر او ستره نیکمرغي ترلاسه کړه لکه قرانکریم چې وایې : {وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا} [(269) سورة البقرة]. اولکه ابودرداء رضي الله عنه چې ویلي دي : ځیني داسي خلک دي چې علم ورکړل شوی دی خو حکمت ندی ورکړل شوی او شداد بن اوس له هغو کسانو نه دی چې علم او حکمت دواړه ورکړل شوي دي “إن من الناس من يؤتى علماً ولا يؤتى حكماً، وإن شداد بن أوس ممن أوتي علماً وحكماً”.
نور بيا…