وروستي:

سلوک څه شی دی؟، له کومه کېږي؟ او آيا موږ کولای شو بدل يې کړو؟، د سلوک بنسټونه…

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

د ډاکټر “همسټټر” د خبري سره سم سلوک هغه څه دي چې موږ يې کوو او يا يې نه کوو. . .

نو د سلوک مانا کړه و ړه دي چې څه ډول به يې موږ تر سره کوو او څه ډول به يې نه تر سره کوو؟ . . . او همدا زموږ د برياليتوب او ناکامۍ څرګند او ځواکمن عامل دی. مانا دا چې که ته خپل کار خوښوي؛ نو ستا کړنې به په ډېر ښه ډول تر سره کيږي او که يې نه خوښوی؛نو کړنې به دې کمزوري وي.

د بېلګې په ډول که ته غواړې په کومه نوې ژبه خبري وکړي؛ نو ته به لومړی دا زده کړې چې څه ډول په دې ژبه سمې خبري وکړي. . . دغه راز لوستل، ليکل، وينا کول، ورزش کول او داسې نور. . .

کومه نتيجه چې ته تر لاسه کوي هغه به ستا د کړو وړو او سلوک انعکاس وي؛ نو که ستا سلوک مثبت وي نتيجه به هم هرومرو مثبته وي او که ستا کړه وړه منفي بڼه ولري؛ نو تنيجه به يې هم منفي وي. . .

د بېلګي په ډول يوځای يوبهران رامنځته شوی او ستا په لار کې خنډ جوړوي  او ته نشې کولای پر خپل وخت له خپل ځای نه ووځي؛ نو هرومرو به ته په داسې وخت کې خپل ټول ځواک کاروي او پرځان به له کچې زيات فشار راوړي،  او که ته په داسې وخت کې له موکې ګټه پورته کړی، مثبت سوچ وکړي او داسې پته وغږوي چې په هغې کې ستا د پاره ګټور معلومات وي؛ نو نتيجه به يې هرومرو بل ډول وي.


د سلوک بنسټونه

 لومړی بهرني لاملونه:

مخکې موږ وويل چې بهرني لاملونه کولای شي ستا پر افکارو، سلوک او چلند باندې پوره اغيز ولري، دلته همدا لاملونه  په لنډ ډول را اخلو:

 ۱-  د مور او پلار  روزنه:

د مور او پلار غېږ هغه لومړۍ ځانګوه ده چې د ماشوم په افکارو او سلوک کې بنسټيز رول لوبوي، که ته ويني چې مور او پلار دې نيک چلند کوي، غوره خبرې کوې، لمونځ کوي. . .

نو ته به د هغوی تقليد کوي. . .  او که تا ته ووايي چې پر هيچا باور مکوه او له خلکو و ډاريږه ځکه چې دوی په حقيقت کې ځناور دي؛ نو نتيجه به يې دا وي چې  ته به پر خپلو ملګرو باور نه کوي او پرشاو خوا ټولو خلکو به شک کوي.

دغه راز که ستا د مور او پلار کړه وړه مثبت وي او د هر ډول ګواښونو په وړاندې يې غبرګون زړور او چټک وي؛ نو ستا تګلاره به هم هغوی ته ورته وي.

  ۲- د ښوونځې روزنه:

ښونځی يوازې د درس خونه نه ده بلکې د زده کونکي د پاره د معنوي ځواک و ربخښلو يوه ځاله هم ده، زده کونکی د خپلو استاذانو چلند ته ځېر وي او د هغوی ټول کړه وړه تعقيبوي، که استاذ د کوم زده کونکی سره دمور او مېرې چلند کوي،  يا شاګرد بېلاري شي او خپل استاذ ته د قدر په سترګه نه ګوري؛ نو هرو مرو به د همدې استاذ په مضمون کې پاتي راځی، او يا د کوم مضمون سره مينه نه لري؛ نو غالبابه په هغه مضمون کې دی تر نورو پاتي راځي.

د بېلګي په ډول ته په ښوونځي کې د رياضی سره مينه نه لري؛ نوغالبا به ته په همدې ماده کې کمزوری او په اړه به يې منفي فکر کوي، او کومه تګلاره چې په ښوونځي کې ستانور ملګري کاروي، هغه ستا پرشخصي سلوک بشپړ اغيز لري. . .

 ۳- د ملګرو اغيز:

که ته د داسې ملګرو ټولګی غوره کړي چې ناوړه کارونه کوي، خپل قيمتي ژوند په بې ځايه مجلسونو، ټوکو ، خنداوو  او قمار کولو کې تېروي؛ نو ته به هرومرو له هغوی نه اثر اخلي او په و رته کارونو به لاس پورې کوي او که برعکس د نيکانو خلکو سره دې ملګرتيا وی؛ نو ستا کړه وړه به هم مثبت وي. . .

که چېري يو زده کونکی له ښوونځي و تښتي او يا په قمار او مخدراتو اخته شي؛ نو دا فکر به يې له ملګرو اخيستی وي ځکه دوی پرسلوک بشپړ اغيز کولای شي.

 ۴- د رسنيو اغيز:

که چېري ته داسې خپروني اوري چې په هغو کې د هندي او غربي بې دينه او اسلام ضد ثقافت خپريږي، يا داسې فلمونه يا ډرامې ګوري چې په ټولنه کې اخلاقي فساد او عياشي ته لار هواره وي؛ نو هرومرو به ته تر اغيز لاندې راځي او ورته سلوک به خپلوي.

” په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې زه کابل ته ولاړم، هغه مهال هلته د عياشي بازار ډېر ګرم و، د کابل شهرنو سيمي ته ولاړم هلته حالت بيخي بل ډول و، ما فکر کاوه لکه د هند په دهلي ښار کې چې ګرځم يا خوب وېنم لکه  د اروپا په کوم ښار کې چې ناست يم، په هر خوړنځای او تمځاي کې به هندې فلمونه لګېدلي و، چې کوم خوړنځای ته به ننوتلې د خلکو مخ ته به خواړه پراته و او ټولو به مخامخ د هوټل ولړې المارۍ ته کتل او سترګي به يې له حيرانتيا داسې بوټې راوتلي وي تابه ويل که کوم  اسماني تندر  رانازلېدونکی دی. په لارو او کوڅو کې به ځوانانو يوبل ته د تېر ماښام هندې سيريالونو کيسې کولې او له همدې به يې خوند اخيست او د ماښام د لمانځه وروسته به داسې چوپتيا وه لکه کومه لويه غمېزه چې پېښه شوې وي، چې ومې پوښتل چاراته وويل چې په دې وخت کې دوی هندې سريالونه ګوري، په لويو جوماتونو کې به د جمعې پروخت د څلور پنځه سپېنږېرو پرته بل هيڅوک نه  ليدل کېدل.

خو کله چې په ۲۰۱۱ د جولای په مياشت کې بيا کابل ته ولاړم، هلته حالات ډېر بدل شوي ول، اصلاحي راډيو يې او ټلويزونې خپرونې کېدلې چې څلېرويشت ساعته به يې ديني معلومات خپرول او د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ديني پوښتنې به يې ځوابولې، او په همدې مياشت کې د کابل په عيدګاه کې د تبليغي جماعت يوه ستره اجتماع هم و شوه چې تر بل هر وخت پکې ډېروخلکو ګډون کړی و؛ نو دې حالاتو ته په پام سره رسنۍ کولای شي تر ډېره حده په حالاتو کې پراخه بدلون راولي.

1 څرګندونه on سلوک څه شی دی؟، له کومه کېږي؟ او آيا موږ کولای شو بدل يې کړو؟، د سلوک بنسټونه…

  1. عزيزالرحمن بغلاني // جولای 7, 2012 at 4:23 pm // ځواب

    د قدر وړ عزام صاحب ته دې الله جل جلاله اجر وکړي، تل يې خوندورې ليکنې کړې دي، دغه لړۍ او اسلام او سياسي اندونه يې زه تل لولوم…یوه خبره زه عزام صاحب او عزام صاحب ته ورته نورو علماوو او پوهانو وروڼو ته کوم…هغه دا چې تاسو دې هېواد ته نه راځئ؛ نو اخر به څوک د دې هېواد نوی نسل په اسلامي او افغاني فکر روزي…څوک په هند او څوک په سند کې اوسېږئ، وروڼو راشئ دغه ځوانان په خپل لاسونو په اسلامي او افغاني افکارو وروزئ، که نه داسې وخت به راغلی وي چې بيا به هيڅ نه شو کولای… الله جل جلاله دې وکړي چې زما په خبره خفه شوي نه ياست…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*