وروستي:

دجامواداب

اتم لوست

دجامواداب

موخه : زده کوونکوته دجامو ادبونه ورپيژندل

۱- زموږګران پيغمبر محمد (صلي الله عليه وسلم) به سپينې جامې خوښولې  اونورو خلکوته به يې هم دسپينو جامو د اغوستلو لارښوونه  کوله.

۲- د جامو په اغوستلو کې بايد له ښي لوري څخه پيل وکړو .

۳- تل بايد داسې جامې واغوندو چې بدن مو پرې پټ وي، حيا مو پکې خوندي وي اوښه ښکاره شي .

۴- کله چې جامې اغوندئ لومړى يې بايد ښې وڅنډئ  تر څوکوم ضررناک شى پکې نه وي.

پوښتنې :

۱- زموږګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) به څنګه جامې خوښولې؟

۲- د جاموپه اغوستلوکې بايد له کومې خوا پيل وکړو؟

۳- بايد څه ډول جامې  واغوندو؟

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*