نولسم لوست ـ د جرګو کال
نولسم لوست
د جرګو کال
د مکې له فتحې وروسته چې مسلمانان پر سيمه واکمن شول، ټولو قريشو اسلام ته غاړه کيښوده او د دې دين حقانيت هر چاته څرګند شو؛ نو د خواو شا سيمو د خلکو باور شو چې نور نو څوک د مسلمانانو مقابله نشي کولای
د هجرت په نهم کال د سيمې د بېلابېلو قومونو څه باندې اويا جرګې او استازي مدينې ته راغلل او ټولو د خپلو قومونو په استازيتوب د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس ايمان راوړ له همدې امله دغه کال د جرګو کال ( عام الوفود) ونومول شو.
پوښتنې:
۱- د هجرت څويم کال عام الوفود ونومول شو؟
۲- د جرګو په کال د څومره قومونو جرګې مدينې ته راغلې؟
۳- له دې نه وړاندې کومه غټه پېښه را منځته شوې وه؟