وروستي:

د کار طريقه

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

نادية هغه مېرمن وه چې په کبانو پخولو کې يې نوم درلود، نوموړې به کبان په غوړو کې پخول او د نور زيات خوند له پاره به يې پرې بېلا بېلي مسالې ور اچولې.

يوه ورځ يې خپله ملګرې “نبېله” د ماښام ډوډۍ ته راوبلله چې خپل مشهور خواړه ورته تيار کړي، نبېلې وغوښتل چې د خوړو پخولو پروخت يې ور وغواړي ترڅو دا هم د کبانو پخولو همدا طريقه زده کړي.  ناديې لومړی د کب سر او شاوخوا وزرونه پرېکړل، بيا يې تازه اوبه پرې واچولې او په اېشېدلو اوبو کې يې ور واچاوه، نبېلې د خپلې ملګرې څخه د سر او وزرونو پرېکولو د لامل پوښتنه وکړه، هغې په ځواب کې ورته وويل:” ماته په دې اړه دقيق معلومات نشته، همداډول پخلی مې له خپلې مورنه  زده کړی ده” نبېلې له خپلې ملګرې وغوښتل: “ته کولای شي په دې اړه له خپلې مور څخه وپوښتې؟، ناديه سمدستي و درېده او خپلې مور ته يې تيلفون رخ کړ او غوږکۍ يې نبېلي ته ورکړه، نوموړې خپل ځان ور وپېژانده، بيا يې ورته وويل: ناديي زه دماښام ډوډۍ ته را بللې يم، دې ماته په غوړو کې سره کړي کبان تيارول، خو د پخه ولو پروخت دې د کب سر او وزرونه لري کړل، کله چې ما د دې د لامل په اړه ورڅخه وپوښتل؛ نو هغې راته وويل چې  همدا پخلی يې له خپلې مور څخه زده کړی  دی، نو اوس زه غواړم پوه شم چې د کب سر او وزرونو پرېکولو تر شا څه راز دی؟ نو هغې په ځواب کې ورته وويل: “زه  نه پوهيږم چې د دې تر شا به څه راز وي؛ خو همدا پخلی ما له خپلې مور نه  شاوخوا څلويښت کاله و ړاندې زده کړی و” نبېله ډېره لېواله وه چې دا راز معلوم کړي؛ نو د ناديې مور ته يې وويل: “که شونې وي د ناديې انا ته تيلفون وکړه چې  د دې  راز په اړه معلومات را کړي”، د ناديې مور د هغې د انا تيلفون شمېره ورکړه، نبېلی سمدستې انا ته تيلفون وکړ، لومړی يې ځان ور وپېژانده او بيا يې ټوله کيسه ورته بيان کړه، انا وخندل او ورته يې  وويل:” اې لورې! د دې تر شا هيڅ راز نشته، هغه مهال زه مجبوره وم چې د کب سر پرېکړم، په کوم ديک کې چې ما کب پخاوه، هغه ډېر وړوکی و او ټول کب نه پکې ځايېده؛ نو ځکه مې د کب سر او وزرونه پرېکړل.

دا کيسه ښيي چې موږ د ژوند له لومړۍ ورځي نه د بل چا په لاس روزل کېږو، د هغوې په ډول سلوک او کړه وړه مو عادت ګرځي؛ خو دا معلومه نه ده چې همدا ډول روزنه او عادتونه زموږ په ګټه دي او د ژوند په پرمختګ کې راسره مرسته کوي او که زموږ هېلي د ګواښ سره مخ کوي؟.

يو ځل د کاناډا ښار په “مونټريال” کې يو ځوان ما ته راغی او راته يې وويل: “ما په ژوند کې يوځل هم نه دې ژړلي او نه هم پوهيږم چې څه ډول وژاړم” . . . کله چې ما ترې وپوښتل چې کوم لامل دېته اړ کړي چې دا فکر وکړي؛ نو ده راته په ځواب کې وويل: ” ما خپل پلار نه دی لېدلی چې په ژوند کې يې يوځل هم ژړلي وي او ماته به يې تل ويل چې ژړا د نر کار نه دی”.

 په همدې ورځ د يوبل ځوان سره مخ شوم چې ويل يې: ” زه ستا مرستي ته ډېر اړيم، ماته په ډېره اسانه ژړا راځي او په دې وېره کې يم چې خلک به   راته کمزوری ووايي” . . . ما ترې د ژړا د لامل پوښتنه وکړه ؛ نو هغه راته وويل: “زما مور او پلار به ډېر په اسانه ژړل، خوشحالي وه اوکه به غم  و د دوې اوښکي به بهېدلې او تل به يې زما غوږو ته دا خبره رارسوله چې ژړا د خيالاتو تنفس دی”

موږ وينو چې يوځوان غواړي ژړا زده کړي او دويم بيا له ژړا ستړی دی او دواړو همدا سلوک د خپلو پلرونو څخه زده کړی دی.

ارواپوه “فيليب ريمبارډو” په خپل کتاب (د ژوند او ارواپوهني اړتيا وي) کې  وايي: “موږ په ماشومتوب کې د ژوند عامه قواعد او سلوک له هغو مشرانو زده کوو چې زموږ ګېرچاپېروی” . . .

نو ماشوم له خپلو هغو مشرانو نه د سلوک او خبرو الهام اخلي چې دوی يې په غېږ کې ژوند تېره وي، او دوی اړتيا لري هغو خلکو ته ورشي چې دوی ته غوږ ږدی او کړه وړه يې ورته په ګوته کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*