وروستي:

دپاکوالي اوسپېڅلتيا اداب

اووم لوست

دپاکوالي اوسپېڅلتيا اداب

موخه : زده کوونکي د پاکوالۍ دادبونواوسره اشنا کول

۱- زموږګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) د پاکوالي په اړه ويلي دي  چې : پاکوالى دايمان  برخه ده.

۲- دخولې اوغاښونود پاکوالي لپاره بايد تل مسواک يا برس استعمال کړو.

۳- په اونۍ کې بايد يو ځل هرو مرو ولمبېږو او که هوا ګرمه وه بيا بايد د بدن  او جامو پاکوالي ته لا ډېره پاملرنه وکړو، او د جمعې لمانځه ته چې ځو بايد غسل وکړو او پاکي جامې واغوندو.

۴- زموږ ګران پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) به خوشبويي ډېره خوښوله، نو موږ هم بايد له خوشبويي سره مينه ولرو او تل يي وکاروو.

 پوښتنې :

۱- زموږ پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) دپاکوالي په اړه څه ويلي دي؟

۲- څنګه کولاى شو خپل ځان اوجامې پاکې وساتو؟

 ۳- خوشبويي استعمالول څنګه کاردى؟

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*