وروستي:

منفي احساسات په مثبتو بدلول

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

موږ کولای شو په لاندې درې قواعدو پلي کولو سره خپل منفي احساسات تر ولکې لاندې راولو:

۱-  د بدن خوزښتونه:

د بدن خوزښت ستا پرذهن او احساساتو اغيز لري، د نور زيات تفصيل له پاره پر لاندې پلونو پل کېږدئ:

–  اوږې او سر دې ټيټ کړه، اوږد تنفس وکاږه او په داسې شي کې فکر وکړه چې ته يې ډېر زيات پرېشانه کړی يې او ووايه: “زه ډېرزيات خوښ يم” . . .

 آيا همدا تګلاره سهي ده؟ . . . آيا همدا ستا د رښتوني شعور انعکاس کوي؟ . . . څرګنده ده چې دا تګلاره سهي نه ده.

اوس لاندې برعکس قدمونه واخله:

وږې او سر دې پورته کړه، په زوره تنفس وکاږه، د خپلو لاسونو موټي ټينګ  ونېسه او ووايه: “زه کمزوری يم”

 آيا همدا ستا د رښتونې شعور انعکاس کوي؟ . . .

طبعي ده چې داسې به نه وي.

په پورته دواړو حالتونو کې د بدن حرکات هغه پيغام نه انعکاس کوي چې ته يې خپل ذهن ته ورليږي.

په لنډه توکه به ووايو چې د بدن خوزښت په مستقيم ډول پر احساساتو پوره اغيزي لري.

۲- د مخ بڼه

هر انسان پر مخ ۸۰ عضلات لري، او هره برخه يې د دماغو له يوې ځانګړې برخې سره مخامخ تړلې ده، له همدې امله که ته خوشحاله يې؛ نو موسکا او خندا به کوي او که پرېشانه يې؛ نو د پرېشانۍ نښې به دې پرمخ له ورايه څرګندي وي.

د مخ  بڼې بدلولو سره ته کولای شي خپل احساسات هم بدل کړي. . .  په لاندې ډول يې تجربه کولای شي:

پرخپل مخ د موسکا انځور جوړ کړه. . . څه فکر کوي چې موسکا کوي که څنګه؟ . . .

اوس پرخپل مخ د غوسې او خپګان انځور جوړ کړه. . .  په داسې حال کې بيا څه فکر کوي؟

د امريکا د “کليفورنيا” ايالت په يو روغتون کې د مخ  په بڼه کې څېړنې وشوي، دوی داسې انکشافات ترلاسه کړل چې د مخ بڼه د انسان پر خيالاتو ډېر زيات اغيز لري؛ نو دوی په موسکا کولو سره د ناروغانو درملنه پيل کړه…  دوی وکولای شول چې د موسکا او خندا په مرسته دګڼ شمېر ناروغانو درملنه وکړي.

موږ کولای شو لنډه تجربه يې په لاندې ډول وکړو:

کوښښ  وکړه په يو وخت کې پرخپل مخ د موسکا او خواشينۍ بڼه جوړه کړي. . .

آيا داسې کولای شي؟ . . .

طبعا نه.  ځکه ستا باطني عقل نه شي کولای په يو وخت دواړه متضاد کارونه سره بيل کړي؛ خو دا کولای شي چې په يو وخت کې کار يا فکر وکړي.

بله تجربه يې داسې کولای شو:

ته د يوه داسې کس يا شي په اړه فکر وکړه چې ستا ذهن ته يې منفي خيالات در لېږدولي وي،  او اوس د يوې داسې پېښي په اړه فکر وکړه چې ته يې دېر زيات خندولی يې، دوهم ځل بيا د داسې کس فکر وکړه چې ستا د منفي خيالاتو لامل ګرځېدلی وي؛ نو په داسې وخت کې به هرومرو ستا خيالات بدليږي، ځکه  د خندا تجربه د يوې منفي تجربې سره ګډه شوه. . .

کله چې ته موسکی شي؛ نو په بدن کې دې د “اډرينا لينو” کچه ټېټه ولاړه شي او د “اندورفينو” کچه ولړه شي. چې همدا د خوښۍ لامل ګرځي او ورو ورو خوښي زياتيږي؛ نو کله چې ته د کوم مشکل سره مخ شي په لومړي سر کې پرخپل مخ د موسکا بڼه غوره کړه.

کېدای شي په کومه وړه ستونزه کې داسې ونه شي؛ خو ښه داده چې د هرډول ستونزې سره سړی په ورين تندي او موسکا مخامخ شي چې دا د ستونزي په هوارولو او له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي، آن که ستونزه حل هم نه شي؛ خو ستاروحيات به پرځای وي او زړه به دې ډاډه وي.

موږ په دې عقيده يو چې انسان ته د الله جل جلاله له لورې څه ليکل شوي وي هرومرو به له هغه  سره مخ کيږي؛ نو ښه داده چې د الله جل جلاله هرې پرېکړي ته په ورين تندي او ډاډمن زړه غاړه کېږدو.

۳- داخلي تمثيل

ته چې هرڅه کوي خپل پنځه حواس به په کار اچوي، دا  هغه پنځه لارې دي چې ته پرې ليدل، اورېدل، لمس کول، څکل او بويول کوي.

دغه راز ته چې څه ډول ژوند تېره وې او د هر ډول تجربې سره مخ کيږي  داهرڅه ستا پرخيالاتو پوره اغيز لري؛ نو د همدې لاري په بدلولو سره خپل خيالات او تجربې بدلولای شي او د يوشي د جوړښت په بدلولو سره هم تاسو خپل خيالات بدلولای شي.

لاندې تجربه پلي کړئ:

په خپل فکر کې داسې سړی راوله چې تا پرېشانه کوي او د هغه له لاسه ته کړيږي؛ نو په يوازې فکر کولو سره يې ته څه احساس کوي؟ . . .

اوس په خپلو خيالاتو کې د هغه د مخ بڼه بدله کړه، داسې سوچ وکړه لکه دی چې د سوی په څېر اوږده غوږونه لري؛ نو اوس ته څه فکر کوي؟

چې کله د يوشي جوړښت په بدلولو کې فکر وکړي؛ نو ته کولای شي خپل ټول دريځ او تجربه بدله کړي. . .

 کله چې ته د پرېشاني احساس کوي؛ نو خپل پنځه حواس په يوه ځانګړي ترکيبي بڼه کاروي اوکه د خوښۍ احساس کوي؛ نو هم  به همدغه حواس کاره وي؛ خو بلکل په بله بڼه.

په لاندې ډول يې تجربه کوو:

٭ د يوې داسې پېښې فکر وکړه چې په تېر وخت کې يې ته ډېر کړولی يي.

٭ د فکر کولو پرمهال هغه شی په ګوته کړه چې په لومړي ځل ستا په زړه کې راوګرځي. مثلا: د څه په اړه چې ته فکر کوي، آيا هغه کوم انځور دی چې ته يې ويني. . .  يا غږ دی چې ته يې اوري او يا داسې شی دی چې ته يې حس کوي؟؟؟. . .

د بېلګې په ډول که ته  وايي: “زه خپل ځان داسې وينم چې يو کار کوم” نو په داسې وخت کې چې کوم لومړی شی ستا په زړه کې راګرځی هغه يو انځور دی.

اوس دوهم شی په ګوته کړه چې ستا په زړه کې راګرځي ، آيا هغه غږ دی او که احساس دی؟. . .

که ته وايي غږ دی؛ نو په نښه يې کړه چې ستا خپل غږ دی او که د بل چا غږ دی؛ نو په داسې وخت کې به ته ځان ته څه وايي. . .  کېدای شي ځيني خلک وايي: “زه ډېر خواشينی يم” ياوايي: “زه ډېر ستړی يم” . . . ته به په دقيقه توګه خپل ځان ته څه وايي؟ . . .

اوس يې سهي معلومه کړه چې ته څه احساس کوي او ستا احساس پر کوم ځای متمرکز دی، آيا په  معده کې، که په سينه کې، که پر اوږو او که پر سر؟. . .

اوس موږ داسې بشپړ ترکيب لاسته راوړ چې پرېشاني  څه ډول ستا په داخل کې ځای نيسي.

په طبعي توګه ته کولای شي خپل د افکارو ترکيب بدل کړي: د بېلګې په توګه کېدای شي لومړی دې په خيال کې غږ راشي بيا احساس بيا انځور او يا لومړی احساس راشي بيا انځور او بيا غږ.

٭ اوس بايد په ګوته کړې چې د غه انځور چېری ځای نېسي، آيا ستا په مخکې، ستا ښي اړخ او که ګس اړخ ته. . . داسې فکر وکړه چې دا انځور وار په وار ستا نه لري کيږي، اوس خپل احساس او خيالات په ګوته کړه ؛ نو په دې وخت کې به څه فکر کوي؟…

٭ اوس دا  غږ په داسې غږ بدل کړه چې و ايي: “زه ډېر ځواکمن يم، زه ډېر ځواکمن يم” . . . په پای کې اوږد تنفس وکاږه، د دې تنفس سره ټولې پرېشانۍ او منفي خيالات له ذهن نه وباسه.

٭ اوس هغه انځور بدل کړه او خپل ځان داسې وګڼه چې ډېر دخوښۍ او راحت احساس کوي او ووايه: “زه پوره ځواک لرم” اوس ژور  تنفس وکاږه او د موسکا پرده پرمخ راپرېږده . . .اوس څه فکر کوي؟

کله چې ستا د بدن حرکات، د مخ بڼه او داخلي تصورات بدليږي؛ نو ته کولای شي خپل احساسات هم بدل کړي.

د همدې معلوماتو په لړ کې راځی په دقيقه توګه و پېژنو چې څه ډول کولای شو پرخپله وېره واکمن شو؟ او څنګه کولای شو له هر ډول وېري چې په ژوند کې راسره ملګري وي ځان خلاص کړو؟

لومړی بايد د خپلي خوښي وېره وپېژنو چې په انګريزي کې  ورته (phaba) وايي، دا يوه غيري منطقي وېره ده او يوازې د هغه چا په ګومان وېره ده چې دې په خپله پرې اخته وي، ټول خلک په دې  وېره باور نه لري.

د بېګي په ډول: آيا ته فکر کوي چې ټول انسانان به له الوتکي ډاريږي؟. . .څرګنده ده چې نه ډاريږي، او د هغه ډار په اړه څه فکر کوي چې د لوړو ودانيو، ځناورو، حشراتو او بندو ځايونو له امله په خپل اختيار منځ ته راځي؟ . . .

آيا ته فکر کوي چې هر څوک به د همدې ډار احساس کوي؟ . . .

طبعا. نه!. . .

خو هغه څوک چې په خپل اختيار په همدې ډار اخته وي، هغه ته  دا ډار رښتونی ښکاري او دا له دې امله چې دی په تېر وخت کې له کومې تجربې سره مخ شوی وي او اوس يې ډار احساسوي.

له همدې امله ته نن د خپل پوهي، تجربو او عمر له امله هغه شخص نه يې چې ډارېدلي، همدا فکر کولای شي ستا ډار ختم کړي.

که ته باور ولري چې د ژوندانه هر ډول تګلارې په بدلېدو سره خپل ځان بدلولای شي؛ نو په ډېره اسانه توګه ستا وېره له منځه تللای شي.

[stextbox id=”info” direction=”rtl”]ځان داسې کړه لکه سمندر چې څوک دې اسرار نه شې معلومولای،ځان داسې کړه لکه اسمان چې څوک دې هېلې نه شې درولای،داسې شه لکه مرغه چې کړه وړه دې څوک له ګواښ سره نه شې مخ کولای، داسې شه لکه ونه چې رېښې دې څوک نه شي پرې کولای او داسې شه لکه ډبره چې څوک دې نه شي ماتولای. . . او ستا د خير کارونه بايد د هغه چاپه څېر وي چې پر شګو روان وي، غږ يې نه اورېدل کيږي؛ خو نښې يې څرګندي وي.[/stextbox]

4 څرګندونې on منفي احساسات په مثبتو بدلول

  1. شير احمد // July 3, 2012 at 5:11 pm //

    داسې مضامين دې نور هم زيات شي، زموږ افغانان وروڼه همیښه د روانې ناروغۍ سره لاس و ګريوان دي، داسې ليکنې که وګورې روحي درملنه به يې وشي.او زه عزيز الرحمان بغلاني ته هم دامشوره ورکوم چې داسې شيان ډېر ګوره نو د زندګۍ چارې به دې ګډي وډی نه وي

  2. علي احمد سباون // July 2, 2012 at 11:37 am //

    ستاسو د پاڼې ټولو کارونکو ته زما ډېر سلامونه.
    ډېر خوشحاله شوم چې کله مې ستاسی پاڼه وکتله. هر مضمون مو ډېر ډېر ګټور دی، او موږ ورڅخه ډېره ګټه پورته کوو. په خاصه توګه د ښاغلي مولوي عزام مضامين زه ډېر ګورم، زه وايي مولوي عزام به يوازي مولوي نه د پوهنتون ملا به هم ځکه چې ليکنه او مضامين يې نړيواله او عملي بڼه لري، خدای جل جلاله دې نور توفيق هم ورکړي، د ده سياسي اندونه ډېر ګټور دی، د دې ليکنو د ليکوال سره ما دلته په لندن کې يو ځل لېدلي و، هغه ډېر نړېوال عالم او شخصيت او زما پوښتنو ته به يې ډېر قناعت بخشه ځوابونه راکول.
    ستاسو نه ډېره مننه

  3. خندان // June 30, 2012 at 7:07 pm //

    د قدر وړ عزام صاحب الله جل جلاله دی دراز عمر در کړی عجیب خوندور مضامین دی غوره کړی دی چی هره ژباړه دی ګورم تر هغه بلی خوندوره او مفیده وی هغه صفتونه چی باید ویی لیکم بیا هم درباندی لږ دی . پرقلم دی برکت شه

  4. عزيزالرحمن بغلاني // June 30, 2012 at 11:07 am //

    قاري صاحب الله جل جلاله دې اجر درکړي، که څه هم ډېر وخت د ژوند په چارو کې داسې بېځايه بوخت يم، چې ټولې چارې مې ګډوډې روانې کړي دي، خو بيا هم له دې سره کوشش کوم چې ستاسو ليکنه ولولم، زه وايم که د هر ډګر انسان يې ولولي ورته ګټه رسوي.

Comments are closed.