وروستي:

سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟- دويمه برخه

ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي

ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني

(۲) رښتینی او دینداره تاجر په جنت کې دی!

عن ابن عباس رضي الله عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم قال: التاجر الصدوق لا یحجب من ابواب الجنة. (کنزالعمال ۸)

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وویل: ریښتینی تاجر جنت ته له تلو څخه هیڅ شی نه شي منعه کولای.

فایده: په ریښتینولی سره تجارت کول د تقوا نښه ده، یوازې له الله جل جلاله څخه وېرېدونکي او د شریعت پابند خلک داسې تجارت کولای شي، هغه کسان چې هدف یې یوازې د دنیا او مال را ټولول وي چېرې چې مال او گټه ویني هلته دوکه کوي او دروغ وایي، حقیقت او رښتیا پټوي، نو ځکه له رښتیا سره تجارت کول د تقوا نښه ده او متقي سړی له ځنډ او خنډ پرته جنت ته داخلېږي.

(۳) کوم تاجر به د قیامت په ورځ له شهیدانو سره وي؟

عن ابن عمر رضي الله عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم قال: التاجر الامین الصدوق المسلم مع الشهداء یوم القیمة. (ابن ماجه ۱۵۶ کنز ۴/۷).

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وویل: امانت کاره، رښتیا ویونکی او مسلمان تاجر به د قیامت په ورځ له شهیدانو سره یو ځای وي.

فایده: د الله جل جلاله په لار کې چې څوک جهاد کوي او شهید شي د هغه ډېره اوچته مرتبه ده، په احادیثو کې د هغه لوی فضیلت او بهتري راغلې ده، د هغه ټول گناهونه معاف کېږي، د حشر په میدان کې به شهیدان په راحت او لوړه مرتبه باندې وي، له هغوی سره څه وېره او غم نه وي، مطمئن او په مزو کې وي، امانت کاره او صادق تاجر ته هم دې دغه فضیلت وعده شوې ده.

فکر وکړئ چې له امانت دارۍ او صداقت سره تجارت کول څه آسانه کار نه دی، ځکه چې د دې رابطه له مال سره ده او دوه خبرې ور سره را منځته کېږي: (۱) مالي گټه، (۲) نفساني گټه او خواهشات، ډېرو انسانانو ته له دغه دوه خبرو څخه ځان ساتل ستونزمن وي، ځکه په مالي گټه کې انسان ته د مال لاس ته راوړل هدف وي، خو د الله جل جلاله د رضا او د شریعت د تطبیق لپاره دې ډېرې گټې پرېښودل واقعا چې ستونزمن وي، نه گورې چې د مال په لاس ته راوړلو کې انسانان په څه رنگ رنگ گناهونو کې گرفتاره کېږي. همدا رنگه چېرته چې د نفس خبره وي هلته هم بچ کېدل خورا ستونزمن کار دی، په دنیا کې د ښځو او ټلویزیون فتنه څرنگه عامه ده، خلک ولې نه شي بچ کېدلای ځکه چې د نفس له غوښتنو او خواهشاتو سره موافق دي.

له دغه دوه غټو فتنو سره ټوله نړۍ لاس او گریوان ده، ډېر خلک د مالي گټې پخاطر غلا، رشوت او دوکې ته مخه کوي. له امانت دارۍ او ریښتینولۍ سره تجارت کول ډېر ستونزمن دي نو ځکه د همدومره لوی اجر او ثواب لامل کېږي.

نو اې تاجرانو او دکاندارانو! که گټه کمه په در نظر درشي، بیا هم په امانت دارۍ او ريښتینولۍ سره تجارت وکړئ ترڅو سبا د قیامت په ورځ د حشر په میدان کې له شهیدانو سره د یوځای والي راحت او افتخار تر لاسه کړئ.

3 څرګندونې on سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟- دويمه برخه

  1. حاجي اظهار // December 9, 2012 at 10:23 pm //

    salm mupti sahib dir khwnda wr liknh dkri hilman ym da lri jar wsati

  2. عزيزالرحمن بغلاني // June 30, 2012 at 11:21 am //

    مفتي صاحب، الله جل جلاله دې اجر در کړي، ډېره خوندوره لړۍ مو پيل کړې دې؛ خو کاش چې زموږ سوداګر لوستي وای، زما په ښه ياد دي،چې يو مهال ډېری سوداګر راټول شوي وو او ويل يې چې کاش يو داسې کس موږ ته پيدا شي چې د سوداګرۍ د اخلاقو او آرونو په اړه موږ ته پر لپسې درسونه راکړي؛ خو دا دی اوس تاسو دغه لړۍ پيل کړې خو که څوک يې پرنټ کړي او زموږ تر سوداګرو يې ورسوي.

    • رفیع الله نعماني // July 1, 2012 at 8:53 am //

      قدرمن بغلاني صاحب! زما سلامونه او نېکې هیلې ومنئ! له الله (جل جلاله) څخه درته د ښه ژوند او په ټولو چارو کې د بریا غوښتونکی یم، ستاسې له نېکو مشورو او هڅونې نه یوه نړۍ مننه، الله (جل جلاله) د موږ ټولو ته د ژوند په ټولو برخو کې د دین د پلي کولو توفیق را په برخه کړي. آمین.
      د مفتي محمد ارشاد قاسمي صاحب دغه ښکلی کتاب چې د تجارت په اړه یې په زړه پورې دیني لارښوونې را ټولې کړې دي واقعا د ستایلو وړ دی، زه به هڅه وکړم ترڅو یوه یوه برخه یې له درنو لوستونکو سره شریکه کړم، د ژباړې له پوره کېدو وروسته به بیا د چاپ په اړه خپلې هڅې سره شریکې کړو. مننه

Comments are closed.