غزاګانې
شپاړسم لوست
غزاګانې
مسلمانانو چې په مدينه منوره کې له نورو مسلمانانو سره د ورورۍ ژوند پيل کړ او يو څه هوسايي يې ترلاسه کړه، د مکې مشرکانو د نورو کافرانو په ملتيا دهغوی په وړاندې ډول ډول پلانونه جوړول ترڅو هغوی ته زيانونه واړوي او دمسلمانانو وړوکی ټولی له منځه يوسي، نو الله پاک مسلمانانو ته د جهاد او مبارزې اجازه ورکړه او په بېلابېلو سيمو او وختونو کې له کافرانو سره جنګونه وشول چې مشهور يې په لاندې ډول دي:
د بدر غزا، د احد غزا، د حنين غزا ، د احزاب يا خندق غزا ، د بنوقريضه غزا، د خيبر غزا، د تبوک غزا، او بالاخره د مکې له فتحې سره مسلمانان پر سيمه واکمن شول او يو اسلامي خلافت منځته راغی.
دا هغه غزاګانې وې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم ګډون پکې کړی و او له دې پرته نورې مبارزې هم شوي دي چې يوازې صحابه کرامو پکې ګډون درلود او داسې مبارزې ته (سريه) وايي.
پوښتنې:
۱- مسلمانانو ولې د کافرانو په وړاندې په جګړه لاس پورې کړ؟
۲- مسلمانانو ته په مکه او که مدينه کې د جهاد اجازه ورکړل شوه؟
۳- ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم د کافرانو په وړاندې په جهاد کې برخه لرله؟
۴- هغې مبارزې ته څه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پکې ګډون نه وي کړی؟