نبوي طب – دويمه برخه
ليکنه: ډاکټر اقتدار فاروقي
ژباړه: مولوي سيف الله ساعي
څرګنده دې وي چې نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د علاج او درملنې کومې لارې چارې په ګوته کړې دي په هغو باندې يې په خپله هم عمل کړی دی اود خپل امت لپاره يې نمونې وړاندې کړې دي په يو لړ ځايونو کې يې اړينې طبي مشورې ورکړې دي د سنن ابي داود په يو روايت کې راغلي چې دحضرت سعد بن ابي وقاص (رض) په سينه کې يو ځلې سخت درد شو نو نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) يې پوښتنې ته ورغی اوخپل نرم لاس يې د سعد (رض) په سينه ورکښيښود اوبيا يې پوښتنه ترې وکړه سعد (رض) وايي : چې د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) دلاس ايښوولو سره سم مې په سينه کې يخوالی محسوس کړ او روغ رمټ شوم څرګنده خبر ده چې يو پيغمبر په خپل ناروغه امتي باندې لاس کښيږدي نو سوال نه پيداکيږي چې هغه دې بيا جوړ نه شي اودا معجزه د هيڅ نبي لپاره کومه لويه خبر هم نه وه خو د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) هغه مهال د کومې ځانګړې معجزاتي درملنې ته د اړتيا پر ځای سعد (رض) ته د طبعي درملنې مشوره ورکړه اودا مشوره بيله شکه د راتلونکونسلونو لپاره يو پيغام وو نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : چې په سعد باندې د زړه دوره راغلې ده نو يو پوه طبيب ته بايد لاړ شي او د پوه طبيب په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې چې په ثقيف قبيله کې ميشت حارث بن کلده نامی شخص وو چې طبي زده کړې يې د ايران په مشهوره ښار شاپور کې کړې وې او دعقيدې له پلوه يهودي وو ابن ابي حاتم دهغه په هکله ليکي چې هغه تر پايه اسلام ته غاړه کښي نه ښووله او نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) د هغه له يهوديت او مهارت دواړو څخه ښه خبر وو.
لنډه داچې د سعد (رض) درملنه د حارث په لاسونو کيږي هغه د روغتيا له لوی نعمت څخه برخه من کيږي او تر يوه وخته د اسلامي لښکرو رهبري ورپه غاړه کيږي د عراق او فارس حالاتو ته په کتو سره د پر مختګ په لوري ګامونه اخلي دسنن ابي داود هغه روايت چې په هغه کې د سعد (رض) د ناروغی او درملنې يادونه شوې ده د هغه ژباړه په لاندې ډول ده :
ژباړه : سعد(رض) وايي : زه په يوه ناروغۍ اخته شوم نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) د ناروغ پوښتنې په موخه ماته راغی او خپل مبارک لاس يې زما د دواړو تيونو تر منځ په سينه کې را کښيښود ما د هغه د نرم لاس يخوالی لا په زړه کې محسوس کړ اوبيايې راته وويل چې ته د زړه ناروغي لرې نو حارث بن کلده ثقيفي ته بايد ورشې ځکه هغه يو ډير پوه طبيب دی او همدا رنګه اوه دانې عجوه (د مدينې يو ډول غوره خرماوې دي ) خرماوې هم دکټلي (چې ديو ډول مېوې تخم دی) سره وټکوې اوبيا يې وخورې .
په پورتني حديث کې که چيرې په غور سره وکتل شي نو څرګنده به شي چې دا يواځې سعد (رض) ته يوه مشوره نه وه بلکې دا د ټول امت لپاره يو پيغام وو چې کله هم کوم يو په سخته ناروغۍ کې اخته شي نو بايد د شا اوخوا کوم پوه ډاکټر په لټه کې شي په ډاکټر کې يواځې پوهه شرط ده د نسل اوقوميت د درملنې سره هيڅ تړاو نشته داسې مشوره نن سبا شايد چاته نوې ښکاره شي خوپه اوومه پيړۍ کې چې د طب او طبيب هيڅ څرک نه تر سترګو کيدی دغه مشورې ته بيله يوې انقلابي مشورې څخه بل هيح نوم نه شو ورکولای .
طبيب ته د رجوع کولو لارښوونه نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) يو ځلې نه بلکې په ګڼ شمير وختونو کې کړيده دمثال په توګه دمکې له فتحې وروسته دنبي کريم (صلی الله عليه وسلم) په خوښه يو ځلې سعد (رض) ته د حارث بن کلده کره د درملنې په موخه د تللو مشوره ورکړل شوه چې کيسه يې په لاندې ډول ده ………
ډېره په زړه پورې ليکنه ده پدې عصر کې اسلامي امت داسې ليکنو ته ډېره زياته اړتيا لري. زما غوښتنه د پاڼې د چلوونکو او ليکوال څخه دا ده چې په پښتو ژبه که داسې کوم کتاب ادرس ورته معلوم وي چې په نبوي طريقه پکې د ناروغيو علاج ليکل شوی وي نو مونږ ته يې هم ادرس راکړئ ډېره مهرباني به مو وي.