وروستي:

د افغان بنسټ د تعليمي نصاب لومړني کتابونه له چاپه راووتل

افغان بنسټ چې له ډېره وخته په دې هڅه کې و، چې د ګران هېواد  مدرسو او ښوونځيو لپاره يو داسې تعليمي نصاب ترتيب کړي، چې د اسلامي او افغاني دودونو په پام کې نيولو سره ټولو هېوادوالو ته منلی وي او علمي کچه يې هم لوړه وي، دا دی اوس د همهغه نصاب لومړني بشپړ شوي کتابونه له چاپه راووتل.

د علمي څېړنو د تاليف او ترجمې څانګې درنو کارکوونکو له پرلپسې خواريو وروسته د څلورم، پنځم او شپږم ټولګيو لپاره د تجويد کتابونه په اسانه او روانه پښتو ژبه تيار او په لوړ معيار چاپ کړل.

درانه هېوادوال کولاى شي د خپلو مدرسو او ښوونځيو لپاره يې ترلاسه کړي.

پته : کابل، خوشحال خان مېنه، پنځمه ناحيه، د امام اعظم رحمه الله د جومات جنوب لورته، دويمه کوڅه ، دريم کور، د افغان بنسټ دفتر.

2 څرګندونې on د افغان بنسټ د تعليمي نصاب لومړني کتابونه له چاپه راووتل

  1. عباس نصرت // جون 4, 2012 at 11:37 am // ځواب

    الحمدالله، الله دی ستاسی زحمتونه په خپل دربار کی قبول کړی نو تاسی نه سی کولای چی د وقایی یعنی لمړی ورقی انخور ته نشر کړی تر څو ټول یی ووینی .مننه

  2. څومره ښايسته خبره ده زه هم له ډيره وخته په همدې فكر كي وم چې كاشكي داسي يو څوك پيدا سي چې همداسي كار (تعليمي مفيد نصاب) شرو كي او عام وگړي(د ښوونځيو زده كوونكي او پر كور ناست) ورڅخه گټه واخلي داچې زه تنها وم او زما فه همدې كاركي فكر كولو هيڅ نتيجه نه وركول اوس الحمدلله زما هغه ارمان پوره شو پوره به هله خوښ شم چې زيې ژر تر ژره تر لاسه او په خپله ښوونځي كي يې درس كړم . ستاسي د نوري بريا په اميد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*