وروستي:

که د يو ناروغ لاس شل وي او اوبه کارول ورته تاوان رسوي نو په يو لاس به تيمم څنګه وهي او روغ لاس به څنګه مسح کوي؟

فتوا شميره (4)

محترم مفتي صاحب

                        السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

که د يو ناروغ لاس شل وي او اوبه کارول ورته تاوان رسوي نو په يو لاس به تيمم څنګه وهي او روغ لاس به څنګه مسح کوي؟

                                                  بينوا توجروا

مستفتي: قاري محمد امان رائد کابل

الجواب

حامدا ومصليا

داسې ناروغ دې په يو لاس مخ مسح کړي بيادې د روغ لاس په مټ شل لاس مسح کړي او روغ لاس دې پرپاکه ځمکه يا دېوال وسولوي.

 او يادې د روغ لاس له پاره له بل چا څخه مرسته وغواړي خو د تيمم نيت به پخپله ناروغ کړى وي.

قال الشيخ نظام رحمه الله:

“ولو مسح بإحدى يديه وجهه و بالاخرى احدى يديه اجزأه في الوجه واليد الأولى، ويعيد الضرب لليد الأخرى کذا في السراج الوهاج……ولو شلت يداه يمسح يده على الارض ووجهه على الحائط  ويجزيه ولايدع الصلوة. هکذا في الذخيرة في الفصل الخامس قبيل فصل التيمم. “

( الفتاوى الهندية الباب الرابع في التيمم، الفصل الاول: ١/٣٠ ‌ط: دارالکتب العلمية بيروت. )

وقال العلامة ابن نجيم رحمه الله :

“ولو شلت کلا يديه يمسح وجهه و ذراعيه على الحائط اهـ. وقد قدمنا أنه لو أمر غيره بأن ييممه جاز بشرط أن ينوي الآمر. “

(البحرالرائق: ١/٢٥٤ ط: المکتبة الرشيدية. )

 والله اعلم بالصواب

حرره: عبدالحق حماد

٦ رجب المرجب ١٤٣٣هـ

الجواب صحيح

مفتي ابوالاحسان

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*