وروستي:

حجاب – لومړۍ برخه

ليكوال: شيخ محمد بن صالح العثيمين

ژباړه: خادم احمد

مقدمه

حجاب د مسلمانو ښځو لپاره يو ضروري امر بلل كېږي، چې په پام كې نيول يې پر هره مسلمانه ښځه باندې واجب دى. زموږ په اسلامي ټولنه كې د حجاب پر وجوب ټول اسلامي پوهان يو نظر لري خو د حجاب د څرنګوالي او محدودې په اړه، بېلابېل نظريات او تعبيرونه وجود لري، څوك يوازې د پيغلو ښځو لپاره حجاب ضروري بولي او څوك هم پر ټولو يې واجب ګڼي، همدارنګه څوك د ښځو د ټول بدن پټول حجاب بولي او څوك يې بيا مخ او لاسونه ترې استثنا كوي. دغه بېلابېل تعبيرونه چې يو شمېر يې له اسلامي حكمونو سره سم او يو شمېر يې له اسلامي احكامو څخه په ناسم تعبير او ناپوهاوي په وجه رامنځ ته شوي، زموږ خلك د دغې اسلامي حكم په رښتينى او سالم درك او پېژندلو كې له يو لړ پيچلتياوو سره مخ كړي. د همدې اړتياوو او ضرورتونو له مخې، و مو پتيله ترڅو دغه رساله چې د (( رسالت الحجاب )) په نامه د اسلامي نړۍ د مشهور او وتلى ديني عالم شيخ محمد بن صالح(( العثيمين)) له خوا په عربي ژبه ليكل شوى او پكې د حجاب په اړه كامل، جامع او هر اړخيز بحث او هره مسئله د قراني او نبوي احاديثو په رڼا كې څېړل شوى پښتو ژبې ته وژباړو او د خپلو درانه مسلمانانو خدمت ته يې وړاندې كړو. كېداى شي زموږ په دغه كار كې يو لړ تېروتنه او نېمګړتياوې موجودې وي، ځكه د هېڅ انسان كار له تېروتنو او نېمګړتياوو څخه خالي نه دي، خو دا بيا د محترمو لوستونكو دنده ده چې د مطالعې په لړ كې يې را په ګوته او په دې برخه كې راسره مرسته وكړي، څو موږ په راتلونكي كې پر دې وتوانېږو چې خپلې نېمګړتياوو ته متوجه او په سموونه كې يې اقدام وكړو.

په درنښت

خادم احمد

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد الله نحمده و نستعينه و نستغفره و نعوذ بالله من شرور انفسنا و سيئات اعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، و من يضلل فلا هادي له، و نشهد ان لااله الا الله وحده لا شريك له و ان محمدا عبده و رسوله صلي الله عليه و سلم و علي آله و اصحابه و من تبعهم باحسان و سلم تسليما كثيرا.

اما بعد: لوي خداى ((ج)) محمد صلي الله عليه و سلم په حق دين او هدايت باندې لېږلى دى، ترڅو خلك له ناپوهي، جهل او تياريو څخه وژغوري او د علم، پوهې او رڼايي خواته يې لارښوونه وكړي او هغه هم د لوى خداى ((ج)) په اجازه او اذن سره.  لوى خداى (ج) هغه ( ص) د خپل عبادت د تحقق په موخه، چې له بشپړ عاجزۍ او خضوع څخه عبارت دى، رالېږلى، په داسې توګه چې بنده يوازې او يوازې د هغه تعالى عبادت او امرونو ته غاړه كېږدي او د هغه له منع كړشويو شيانو څخه ډډه وكړي، همدارنګه پر خپل نفس، هوا او غوښتنو باندې د هغه تعالى د امرونو او نواهيو پوره تطبيق او پلې كېدنې ته لومړېتوب وركړي. لوى خداى (ج ) محمد صلى الله و سلم بشريت ته د ښو اخلاقو د رسولو او بشپړولو په موخه لېږلى، څو په هره ممكنه وسيله خلك دې لارې ته رابولي او په دې توګه د بشريت ناوړ خويونه او ګناهونه له منځه يوسي او د هرې ممكنې وسيلې په كارولو سره خلك له هغو څخه وساتي.

د محمد صلى الله عليه و سلم شريعت له هره اړخه يو بشپړ او كامل شريعت ده، چې په تنظيم او بشپړولو كې يې د مخلوق هېڅ راز مرستې ته اړتيا نه ليدل كېږي. ځكه محمدي شريعت د هغه ذات له لورى دى، چې حكيم او خبير او پر ټولو هغو شيانو ښه پوهېږي، چې د بنده ګانو په خير او صلاح كې دى او هغه، هغه ذات دى چې پرخپلو بنده ګانو ډېره زياته لوريينه او پيروزينه لري.    

د اخلاقو ځېنې ښېګڼې او مكارم چې آنحضرت صلى الله عليه و سلم پر هغه لېږل شوى، حيا ده. حيا هغه څه ده، چې ګران پيغمبر (ص) هغه د ايمان له څانګو څخه بللې. په واقعيت كې يو له هغو شيانو څخه چې د حيا په جامه كې ترټولو جوته ځلېږي او له شرعي او عرفي پلوه هم انسان پرې مامور دى، د اخلاقو پر هغو صفتونو او برم باندې د مسلمانو ښځو سېنګارېدل دي، چې له امله يې هغه د شك او فتنې له ځايونو څخه لېرې ساتل كېږي.

په دې كې شك نشته چې د ښځو حجاب، چې د هغې د بدن د هغو برخو پټېدل په بركې نيسي، چې د فتنې او فساد لامل ګرځي لكه مخ او نور زينتي ځايونه، ترټولو ستره حيا او برم دى، چې ښځو يې ترسره كوي او ځان پرې سېنګاروي، ځكه د مخ او د د هغو زينتي برخو په پټېدنه چې په ټولنه كې د فساد او فتنې لامل ګرځي، ښځه خپله هم له فتنې او ناولتيا څخه لېرې پاتې كېږي او مصوونېږي.

ښځو په دې مبارك، د وحيې او رسالت، حيا او حشمت ښار ( مكه مكرمه كې)، د حجاب د پلي كولو په لاره كې ټينګې وې، كله چې دوى له خپلو كورونو څخه به دباندې وتل، نو ټولې محجوبې او خپل جلباب به يې اغوستې وې او د پردو (نامحرمو) نرينه وو سره له مخالطت څخه ډډه كولې او دغه حالت الحمد الله د هېواد په لر او بر كې واكمنه وه، تر هغه، چې خلك د حجاب په اړه خبرې وكړې او له محرم پرته د ښځو د سفر په اړه بې پروا شول. دا هغه مهال و، چې له يو شمېر كسانو سره د ښځو د حجاب او د هغوى مخ پټېدنې په اړه شكونه او پوښتنې پيدا شولې،  چې آيا د نامحرمو په وړاندې د ښځو مخ پټېدنه واجب دى يا مستحب او كه داسې يو بل څه دى، چې يوازې د عادتونو او تقاليدو تابع ده، چې نه پروجوب يې حكم كوي او نه پر استحباب يې؟

نو له همدې كبله مې له ډېره وخته په پام كې لرل، چې د دغو شكونو د له منځه وړلو او د دغه حقيقت د جوتېدو په موخه يو څو كرښې د حجاب په اړه وليكم او له خداى (ج) هيله لرم، چې حق پرې روښانه او ما د لاره موندونكو له ډلې څخه يانې هغو كسانو چې حق ته حق وايي او له هغه څخه پيروي كوي او باطل باطل او ترې ډډه كوي، وګرځوي. نو له لوى خداى څخه د مرستې او توفيق په غوښتنه وايم:

اې مسلمانه! پر دې پوهه شه، چې له نامحرمو نرينه وو څخه د ښځې حجاب او مخ پټونه واجب دى. د دې مسئلې پر وجوب باندې كتاب الله، د پيغمبر سنت، صحيح اتبار، منل شوى او غيرشاذه قياس دلالت كوي.

نور بيا