وروستي:

په دوهمه نړيواله جګړه کې بې سارې انسان وژنه – درېيمه برخه

په تېر پسې…

ليکنه: د اسلامي نړۍ منلى عالم مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه:  عبدالحق حماد

پر هيرو شيما ښار د اتوم بم له کارولو درې ورځې وروسته امريکايانو دوهم بم پر “ناګاساکي” ښار وغورځاوه، څنګه چې ناګاساکي د هيروشيما په پرتله ګڼ مېشته سيمه نه وه؛ نو هلته د هيروشيما په پرتله ډېره بربادي ونه شوه، د ناګاساکي په پېښه کې يوکم څلوېښت زره کسان مړه او پنځه ويشت زره تنه ټپيان شول او د ښار په سلو کې څلوېښت برخه له منځه ولاړه.

 

وړاندې مو چې د کومې کتابچې يادونه وکړه په هغې کې د دې قيامت ورته پېښې د ډېرو اړخونو يادونه شوې ده او د تباهۍ په جال کې لوېدلو خلکو ډول ډول حالات بيان شوي دي چې د اختصار له امله  يې دغه لنډ او مختصر يونليک ټولې برخې نشي ځايولاى.

په ميوزيم کې چې موږ و هلته ددې تباهيو د انځورونو تر څنګ ليکل شوي و چې ددې انځورونو له ښکاره کولو څخه موخه دا ده چې راتلونکي نسلونه له “هيروشيما” څخه عبرت واخلي او په راتلونکي کې د داسې بدمرغيو مخه ونيسي.

له دې معلوماتو څخه د هغه تباهۍ اندازه څو چنده زياته وه چې موږ يې پخوا فکر کاوه او رښتيا دا دي چې هيڅ مذهب، اخلاق او دين انسان ته د داسې بربريت اجازه نه ورکوي، د انسانيت غوښتنه دا وه چې همدغو خلکو د هيرو شيما له پېښې څخه عبرت اخيستى واى او هغه اتومي وسله يې له منځه وړي واى چې  لکونه بوډاګان، مېرمنې، کمکيان او عام خلک يې د داسې بربريت ښکار کړل چې د انسانيت په تاريخ کې يې سارى نه ليدل کيږي؛ خو د افسوس خبره دا ده چې له انسانيت سره د دومره ستر ظلم نه وروسته هم اوس هماغه قوم د دې پرځاى چې په خپل دغه بې ساري ظلم پښېمانه شي؛ بلکې هغه کار پر انسانانو يو لوى احسان ګڼي.

 ما سره د “برټانيکا” د ١٩٥٠ کال چاپ دائرة المعارف شته، په هغه کې د اتوم بم له پېژندنې وړاندې په سريزه کې ليکل شوي دي چې: د لومړني اتوم بم چې پر هيروشيما وکارول شو په هکله اټکل دا دى چې هغه بم د لس لکه امريکايانو ژوند وژغوره؛ ځکه چې که امريکا پر جاپان دغه بم نه واى کارولى نو جنګ به روان و او په پايله کې به يې لس لکه امريکايان وژل شوي وو.

فکر وکړئ چې دا خلک د خپل بربريت له پاره په تاويل کې تر کومه حده وړاندي ځي!!؟؟

امريکايان او نور لوېديځوال قوتونه له ډېرې مودې را هيسې دعوې کوي چې نړۍ به له اتومي وسلو څخه پاکوي او په دې لړ کې يې ډېر کمزوري هېوادونه  اړ کړي دي چې د دوى پرېکړي ومني او اتومي وسلي جوړي نه کړي؛ خو د دې وحشت به اخر څه ځواب وي چې موږ نه يوازې د اتومي وسلو د جوړولو بلکې کارولو حق يې هم لرو او که بل څوک وغواړي چې د خپلې دفاع په موخه د اتومي بم جوړولو ته ملا وتړي هغه تروريست او بد معاش ګڼل کيږي.

دا سهي ده چې نړۍ بايد له اتومي وسلو څخه پاکه کړل شي؛ خو د دې له پاره چې دا چاره په رښتوني ډول پلي شي بايد لومړى هغه لوى طاقتونه چې دغه وسلې لري، په ښکاره ډول هغه له منځه يوسي، بيا به دا پرېکړې رښتوني او پر اخلاص ولاړې وګڼل شي او چې ترڅو داسې نه وي شوي په داسې ډول د اتومي وسلو مخه نيول ناممکن دي، که په دنيا کې له يوه هېواد سره هم اتومي وسله وي، د هغه سيال هېواد حق لري چې د خپلې ساتنې په موخه ځان اتومي ځواک کړي.

که (هغه وخت) جاپان اتومي وسله لرلاى امريکا هيڅکله نشوه کولاى چې پر جاپان اتومي بريد وکړي.

له همدې امله که په رښتيا سره نړۍ د اتومي وسلو له تباهيو څخه ژغول وي؛ نو امريکايان او نور لوى قوتونه دې پخپله خپلې اتومي وسلې له منځه يوسي او که داسې نه وي نو دا مصنوعي چارې چې لوى طاقتونه دې خپلو اتومي وسلو ته وده ورکوي او نور هېوادونه دې نه پرېښودل کيږي، بيا نو د دې تباه کونکي مزل مخه هيڅکله نشي نيول کېداى.

پاى