تجويد ښوونه
شپږم لوست لومړی مخرج جوف موخه: د “و، ا، ی” د مخرج پېژندنه “جوف ” د خولې خاليګا ته وايي او له دې څخه دغه درې حروف ادا کيږي ۱- (واو) کله چې ساکن وي او له هغه مخکې حرف پېښ ولري، لکه: (المَغْضُوبِ) ۲- (يا) کله چې ساکنه وي او له هغې مخکې حرف زېر ولري، لکه: (نَسْتَعِين) ۳-
[...]
پنځم لوست حروفو مخرجونه موخه: دمخرج پېژندنه دمخرج لغوي تعريف : مخرج په لغت کې د وتلو ځای ته وايي. دمخرج اصطلاحي تعريف : مخرج په اصطلاح کې هغه ځای ته وايي چې توری ورځينې ادا کيږي. دحرف د مخرج پېژندلو طريقه : که څوک وغواړي چې دکوم حرف مخرج ځان ته معلوم کړي نو هغه حرف دې ساکن کړي
[...]
څلورم لوست دغاښونو تفصيل عادي انسانان دوه دېرش غاښونه لري چې تفصيل يې په لاندې ډول دی: ۱- مخامخ څلور غاښونو ته ثنايا وايي، پورتنيو دوو ته ثنايا عليا او لاندينيو ته ثنايا سفلی وايي. ۲- څلور غاښونه چې ښکته او پورته دثنايا يو او بل څنګ ته دي، رباعيات بلل کيږي. ۳- ورپسې څلور تېره
[...]
دريم لوست دغاښونو نومونه موخه: دغاښونو پېژندنه. په عامه توګه هر انسان دوه دېرش غاښونه لري چې تفصيل يې په لاندې ډول دی: لومړی ټول غاښونه په شپږو برخو وېشل کيږي. ۱- ثنايا ۲- رباعي ۳- انياب ۴- ضواحک ۵- طواحن ۶- نواجذ شـعر:
[...]
دوهم لوست دعربي ژبې توري موخه: دعربي ژبې تورو دليک اولوست پېژندنه عربي ژبه 29 توري لري چې زياتره يې له پښتو تورو سره يوډول دي او ځينې يې په لوستلو کې له پښتو تورو څخه توپير لري، لکه: ث، ح ، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق. دعربي تورو ليکل او لوستل په لاندې ډول دي: دليکلو بڼه ا ب ت ث ج ح خ د ذ
[...]
«
1
2
3
»
Copyright © 2023 | Designed By: Af-Tech